شريک جنت / مجید ژړاند

0 843
لوی ولسونه لویې کارنامې لري، د غرور سرونه چاته نه ټيټوي،  دوی سرښندي، دوی مرګ ته ورغاړي وځي، خو د خاورې او ولس دښمن په سزا رسوي‌  او خ‍بل بدل ځينې اخلي.
ښايي له دې مو الهام اخيستی وي، چې وايي:
توره مه ستايه هنر ورلره ستايه
بې له تورې نور له هر څه بې نصيبه
د سوات ملکنډ، باجوړ مېنګورې زلمي د وزيرستان ځلمو سره يو ځای راوتي‌دي، د تاريخي لوی افغانستان په مېنه  د بېلتون ناسور زخم د ټکور لپاره   د يووالي مرهم مومي
جانان به ولې توره نه کړي
تر نيمايي مورچله زه ورسره ځمه
د ځوانانو  کتار ‍په پېغلو او مېرمنو لا پياوړی شوی دی، ورور او خور دواړه د ازادۍ په جذبه  راوتي دي،  نن زلمو د اتفاق توفيق موندلی دی،‌ نن کتار‍، کتار  ولسونه د افغانی داعيې ناظمين دي، نن خوشال بابا روح ارامه ده،  لارويان يې  له خپل دښمن سره حساب کتاب کوي.
نن يې د خوشال توره په تېکې کې ايښې ده، دوی پر دې پوهېږي، چې که توره د دښمن مرۍ غوڅوي، نو زموږ ترورمېږ هم لوېدلی شي، نن د عدم تشدد پر لاره روان دي،‌ نن د باچاخان مبارزې رنګ راوړی دی او زلمو د عدم تشدد پر لاره قدم ايښی دی.
نن افغاني شهامت پرې غلبه کړې ده،‌ نن د افغان ژغورنې او د لوی وطن د ازادۍ خيال حقيقت رسېدلی دی،‌ نن د دښمن شومې موخې دفن شوې  دي.
نن د شريکې وينې حساب غوښتل کېږي، نن له نجيبه تر نقيبه د وينو او قربانيو د حساب ورځ ده، دښمن مو ترهېدلی ښکاري، دښمن  سره کافر ته د یارانې لاس ورکړ، پنجاب د خپلې بقا لپاره  د روس او چين زنه نيسي، مذهبي جنونيانو خولې تړلې دي،‌ چې افغان د جنت او دوزخ په کیسو له خپلې مبارزې پر شا کړې.
د ازادۍ پر مينه مست ولسونه د  خپلې ازادۍ لپاره مرګ ته ورغاړي وځي، د سامراجيانو په دوزخونو کې يې شپې او ورځې تېرې کړې دي، د محکوميت په زولنو تړلي‌ وو،‌ نن همدغه ولس  جنت ته درومي، نن همدغه زلمي د محکوميت له دوزخ څخه  راوځي ،‌ د ازادۍ پر منبر د مينې اذان کوي او د لوی افغان لوی ولس په خپل شريک جنت (لوی افغانستان ) کې د ازادۍ جمه کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply