دا به هر افغان په کراتو کراتو اوریدلي وي چې افغانان د پردي جنګ قرباني دي او ورځ تر بلې ورباندې آفتونه راځي، هره ورځ په لسګونو خویندې او وروڼه ټپیان کیږي او له لاسه یې ورکوو.
هغه چې تر اوسه یې په دې موضوع سر ندې خلاص، د روسي چارواکو د تیرې ورځې ناسته د پاکستاني چارواکو سره او د دوی خبرې به دا خبره ورته په ثبوت ورسوي چې رښتیا افغانان په پردي جنګ کې ښکیل وګړي دي او دا جنګ د افغانانو نه دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، موږ په افغانستان کې د داعش د وسله والو د حضور او د اغېزو د پراختیا په اړه اندېښمن یو، او په وینا یې دا مهال د داعش وسله وال د افغانستان په هغو سیمو کې دي چې د منځنۍ اسیا د هېوادونو په پولو پرتې دي، او دا ښکاره خبره ده چې د منځنۍ اسیا په زیاتو هیوادونو د روسيې اغیز او واک دی.
بل لور ته که وکتل شي د روان کال د غويي په میاشت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف امريکا ته د سفر پر مهال ویلي وو چې د روسیې او طالبانو د تماسونو هدف دا دی چې دغه ډله له جګړې لاس واخلي او د افغانستان د سياسي پروسې برخه شي، مانا دا چې دوي ورسره اړیکه لري او د اړېکې راز یې دادې تر څو دوي سولې ته راکش کړي.
هم مهاله د يو شمېر امریکايي چارواکو پر روسيې تور پورې کړی وو چې په افغانستان کې طالبانو ته وسلې ورکوي.
ددې تر څنګ د هلمند ولایت د کجکي ولسوال عبدالرازق اخندزاده هم رسنیو ته دا تائید کړې وه چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو په ليکو کې روسي سلاکاران لیدل شوي دي.
بل لور ته بیا د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف خبرې که تاسې واورئ لږ تر لږه به مو په موضوع سر خلاص شي، نوموړي ویلي وو موږ په افغانستان کې له داعش ډلې سره د چورلکو پر مټ د بهرنۍ مرستې په اړه اندېښنه لرو او ویلي دي چی د افغانستان د فضا کنټرول له ناټو سره دی، په دې اړه یې ترې معلومات غوښتي خو د مسکو لپاره د ناټو ځواب قانع کوونکی نه و.
اوس شاید تر ډيره په دې پوه وئ چې د ستونزې اصلي غوټه چیرته ده، او ایا رښتیا دا جنګ د افغانانو دی او که نه؟
د نړۍ زیاتره ستر قدرتونه هڅه کوي چې خپل ټوپک په پردي مټ یوسي، او تل په دې هڅه کې دي چې څنګه خپله سیمه له جنګه لیرې وساتي. مثلاً که د روسيې او امریکا زور ازمویل کیږي خو روسیه خو نیغ په نیغه امریکا تر برید لاندې نه راولي ځکه چې که د امریکا لویې دسیسې دي د روسيې لپاره هغه یې د افغانستان له جغرافیې ورباندې پلي کوي نو هغوي به هم هڅه کوي تر څو په مستقیم او غیر مستقیم ډول په افغانستان کې مداخله کوي او دلته به په پردي جنګ کې خوار افغانان وژل کیږي.
وايي که غر لوي هم وي خو په سر یې لار ده، ددې ټولو ستونزو حل شته او هغه د ځوانانو او ولسونو ویښتیا ده، خپل ځان پیژندل دي د خپل هیواد سره مینه ده افغانیت پالل دي، تاسې وګورئ ځینې خرڅ شوي مشران ددې په ځای چې داسې لویو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي په هیواد دننه یې په ډیرو کوچنیو او لویو موضوعاتو باندې ګډوډي جوړه کړې تر څو افغان ولس په دې بوخت وساتل شي او باداران( روسیه او امریکا) یې خپل هدفونه او پلانونه په ډیره چټکۍ پر یوسي او نور هم مونږ او تاسې وځپل شو.
د ټولو افغانانو د یووالي په هیله
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320