له تېرې یوه نیمې لسیزې را په دېخوا ورځ تر بلې د سوشل مېډيا «ټولنيزو رسنيو» کاروونکي ډېرېږي.
چې فېسبوک – ټويټر- انسټاګرام – سکایپ – وي چاټ او ايايم او په نړۍ کې تر ټولو مخکښې وېب پاڼې شمېرل کېږي چې کاروونکيو د خپل ژوندانه يوه برخه ګرځولې.
پر فېسبوک او ټويټر وګړي واک لري چې خپل نظر، خپل عکسونه او خپل غبرګونونه په خپله خوښه خپاره کړي.
دا د ولسي ژورناليزم يوه مهمه برخه ده چې له کليو ښارونو او چېرته چې انټرنيټ کارول کېږي له هغه ځايه د نړۍ په لر او بر کې کاروونکي له يوه او بل سره ونښلوي او په دې انټرنيټي دنيا کې ځانته د اوسېدو ځايونه جوړوي.
ټولنیزې رسنيو د نورو مطبوعاتو په پرتله خپلو کاروونکو ته اختیار ورکړی چې څه د دوی زړه غواړي، هغه وليکي او خپاره يې کړي. دې رسنيو د افغانستان په ټولنه کې هم ګټه رسولې هم يې تاوان.
ګټه يې دا ده چې هر سړی د خپل غږ د اوچتولو اختيار لري او خپله ستونزه، انتقاد، خوشحالي او خپګان د خپلې خوښې مطابق خپاره کړي.
د فاسدو، زورواکيو او ظلمونو په اړه له خلکو سره مرسته او خپل احساسات او غبرګون څرګند کړي.
تاسې ډېر لوستي چې کله فېسبوک ته يوه ستونزمنه مساله ورسېږي او د خلکو ورته پام شي، بيا تر هغو تبصرې او غبرګونونه پرې کېږي چې حل يې نه وي موندل شوی.
رسنيو د افغانانو د ستونزو په لېري کولو، د دوی د فکر په پراخولو او د ټولنيزو اړيکو په جوړولو کې ډېره مرسته کړې. دا بېسانسوره مطبوعات دي چې هر سړی د خپل زړه درد پهکې بيانوي.
هر سړی د خپل کلي، ولايت، ښار او ډېر نور د ملي مسايلو په اړه خپل نظرونه څرګندوي.
د فېسبوک او ټويټر په کارولو سره د افغانانو فکري قوه غښتلې شوې، منطق يې قوی شوی او ډېر ژر په اسانۍ سره د نړۍ له بېلابېلو موضوعاتو خبرېږي.
کاروونکي فېسبوک او ټوېټر دوه نورې نړۍ ګڼي.
هر يوه ځانته کلی، هېواد او کور پهکې جوړ کړی، نړۍ يې دومره سره نژدې کړې چې حتا په يوه ثانيه کې له ختيځه تر لوېديځه د خلکو غږ، تصوير او نظر رسېږي. دا د ټينکالوژي په دنيا کې د خلکو لهپاره يو خورا مهم پرمختګ بلل کېږي.
د سوشل مېډيا له لارې افغانان له یو بل سره بېلابېلې مرستې کوي. که روغتون کې کوم ناروغ ته د وينې اړتيا وي، که څوک لادرکه شوی وي، که د يوه بشر پر وړاندې زور زیاتی شوی وي، د يوالي، افغانيت، وطندوستي او خپلې خاورې ته د درناوي په ډېرېدو کې يې خورا مهمه مرسته کړې ده.
د همدې فېسبوک ټويټر او نورو رسنيو له لارې افغانستان نړۍ ته ورغلی او نړۍ افغانستان ته.
يو بل يې ډېر سره نژدې کړي. تر ټولو ښه يې دا چې که چا ته کومه ستونزه پېښه شي، سمدستي يې د فېسبوک له لارې خپره، د قضيې اړوند مسوولې ادارې او نور کسان ترې خبرېږي.
که څوک د کوم حکومتي چارواکي پر ماموريت انتقاد لري، يا يې ستونزه ورته جوړه کړې وي، فېسبوک يې د ښکاره کېدو خورا ښه چېنل دی. لنډه دا چې ټولنيزو رسنيو د افغانانو په ژوند کې خورا مثبت بدلون راوستی.
د ټولنيزو رسنيو د ګڼو لاسته راوړونو تر څنګ د افغانانو د فکري ځواکمنتيا معيار لوړ شوی، دغسي يې تاوانونه هم ورته پېښ کړي.
زموږ ټولو يوه بنسټيزه ستونزه دا ده چې په هر کار کې مو افراط کړی. دا يوازې ټولنيزې رسنۍ نه دي چې زموږ ډېر شمېر هېوادوال يې ناسمه کارونه کوي، بلکه موږ د خپل ژوند په نورو کارونو کې هم دغسې افراط او تفريط کړی دی.
په افغانستان کې د فېسبوک تر ټولو ناسمه کارونه دا ده چې خلکو د بل چا په نومونو اکاوونټونه او پاڼې جوړې کړې، بيا خورا غلطه ګټه ترې اخلي.
ناسم مالومات ترې خپروي او د شخصيت سپکاوی کوي چې ډېر مضر بهير يې پيل کړی. تاسې شايد ډېرې پاڼې او ادرسونه لوستلي او ليدلي وي چې د نورو په نومونو جوړ شوي او هغوی ته يې په لويه کچه سرخوږی جوړ کړی.
په افغانستان کې د جعلي او ناجعلي ادرسونو پېژندنه يو څه ستونزمنه هم ده؛ ځکه تر اوسه په افغانستان کې فېسبوک هر چا ته د ويريفيکېشن حق نه دی ورکړی.
ويريفيکېشن د فېسبوک، ټويټر يا نورو رسنيو يو قانوني سند، يوه نښه او يو تثبيت دی چې د دغو ادارو لهخوا کاروونکيو ته ورکول کېږي.
زه يې تر ډېرو ښه بېلګه يم. زما په نوم ګڼې پاڼې او ادرسونه جوړ شوي چې له بده مرغه ناسمه کارونه ترې کېږي. په خلکو پسې سپکې سپورې او داسې مالومات او موضوعات ترې خپرېږي چې د خپرېدلو معيار نه لري.
زموږ د هېواد انټرنټي نظام يا د ټکنالوجي سيسټم دومره پياوړی نه دی چې مستعار يا پېک ادرسونه له منځه يوسي او خلک له سر خوږيه خلاص کړي.
د مخابراتو او ټکنالوژي وزارت تر اوسه دا وړتيا نه لري چې انټرنېټي کاروونکي کنټرول او ټول هغه ادرسونه بند کړي چې د هېواد د ملي منافعو پر ضد او يا د اشخاصو په نوم فعال شوي او غلطه ګټه ترې اخيستل کېږي.
له بده مرغه په افغانستان کې ډېرې پاڼې زموږ د مشهورو مېرمنو په نوم خپرونې کوي چې خورا بد پيغام يې خپور کړی، ځکه د دوی مالومات غلط او نامناسب دي. له خلکو يې اصلي او نا اصلي ادرسونه ورک کړي دي. پر خپل سر عکسونه، وېډيوګانې او غلط راپورونه خپروي چې دا زموږ د ټولنيزو اخلاقو يوه واضحه کمزروتيا ګڼل کېږي او د مخينوي لهپاره يې بايد حکومت يوه حل لاره ولټوي او زموږ استخباراتي ارګانونه بايد د دغو کسانو پلټنه وکړي چې ناسم ادرسونه يې فعال کړي او ناوړه ګټه ترې اخلي.
که د دغو اشخاصو پلټنه ورته ستونزمنه وي، بيا دې نو دا ادرسونه بند کړي.
زما ټولو ورڼو او خوېندو ته دا پېغام دی چې له ټولنيزو رسنيو څخه دې غلطه ګټه نه اخلي. د بل چا د خور او مور په نوم دې پېک ادرسونه نه فعالوي. خپل د ټولنیزو رسنیو ملګري د دغو مستعارو ادرسونو په ختمېدو او بربنډولو کې يو ملي کمپاين ته رابولم چې د دې په تر سره کولو سره به مو له یوې خوا د جعل مرض لمن ټوله کړې وي او له بلې خوا به مو ملي یوالی په رښتني ډول پلی کړی وي.
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320