ازموینې د هر هېواد د بشري پانګې د ارزونې، وړتیاوو د تشخیص او د عدالت د تأمین لپاره بنسټیز ارزښت لري. د ازموینو عمومي اداره هم د شفافیت، دقت او عصري وسايلو پر بنسټ خپلې ټولې چارې په منظم ډول پر مخ وړي، څو هر ګډونوال ته د برابر فرصت او عادلانه ارزونې زمینه برابره شي.
د ازموینې پروسه له نومليکنې څخه پیلېږي، ګډونوال لومړی د ازموینې د نومليکنې فورمه د ازموينو عمومي ادارې له ویب پاڼې څخه ښکته کوي او په سمه توګه يې ډکوي، چې د اړوندې ادارې له ارزونې او تأیید وروسته ياده فورمه د ازموينو عمومي ادارې ته سپارل کېږي.
د معلوماتو ثبت آمریت له لوري فورمونه په ځانګړي سیستم کې ثبتېږي او هر ګډونوال ته جلا او ځانګړی آی ډي نمبر ورکول کېږي. همدغه آی ډي نمبر د ازموینې د ټولو راتلونکو پړاوونو اساس او بنسټ جوړوي.
له دې وروسته، د همدغه آی ډي نمبر پر اساس سیستم د هر ګډونوال لپاره ځانګړی کارت جوړوي، چې د بایومتریک معلوماتو ثبت څخه مخکې د ازموینې ګډونوالو ته وېشل کېږي. دا بهیر د ګډونوالو هویت تثبیت او د هر ډول احتمالي تېروتنې او تکرار مخنیوي لپاره مهم رول لري.
د ازموینو عمومي ادارې تر ټولو مهم او حساس پړاو د پوښتنو جوړول دي. په دغه پړاو کې د هېواد متخصص او تجربه لرونکي استادان د قرنطین په ځانګړو شرایطو کې د ازموینو پوښتنې برابروي. په دې بهیر کې د قرنطين ځانګړې ساحې ته د هر ډول برېښنايي وسایلو د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي او نه هم څوک کولای شي، چې د قرنطین له ساحې څخه کوم معلومات یا اسناد بهر ته انتقال کړي.
قرنطین په دوه ډوله ترسره کېږي، لومړی قرنطین هغه دی چې هره ورځ د مازديګر له څلورو بجو وروسته پیلېږي. په دې موده کې د ازموینو کمېټې غړي د کانکور ازموینې لپاره نوې پوښتنې جوړوي او مخکې جوړې شوې پوښتنې تر ارزونې وروسته اصلاح کوي، څو د کیفیت او معیاري والي کچه لا لوړه شي.
دوهم ډول قرنطین د ځانګړو(ډاکټرانو فعالیت جواز، د مالیې وزارت بستونو، د ماسټرۍ، دوکتورا او نورو تخصصي) ازموینو لپاره تنظیمېږي.
په دغو مواردو کې د اړوندو برخو متخصص استادان راغوښتل کېږي او تر هغه وخته پورې د قرنطین له ساحې څخه د وتلو اجازه نه لري، څو ازموینه پیل شوې نه وي.
له چمتو شوو پوښتنو وروسته، ټولې پوښتنې د ځانګړي او خوندي سیستم له لارې جمبل کېږي، څو هر ګډونوال ته جلا او ځانګړې د پوښتنو کتابچه چاپ شي، دا پروسه د شفافیت او عدالت د لا ټینګښت سبب ګرځي.
وروسته له چاپ څخه، د پوښتنو صندوقونه د قرنطین په ساحه کې په رسمي ډول مهر او لاک کېږي او د ځانګړو امنیتي تدابیرو لاندې د ازموینې محلونو ته لېږل کېږي.
د ازموینو عمومي ادارې ټولې ازموینې د یوه منظم، عصري او خوندي سیستم له لارې ترسره کېږي، چې د هر ګډونوال حق او د ازموینې اعتبار خوندي وساتل شي.
کله چې ازموینه پای ته ورسېږي، د پوښتنو او ځواب پاڼو صندوقونه بېرته په هماغه محل کې مهر او لاک کېږي او د ازموینو عمومي ادارې د ازموینو کمېټې ته سپارل کېږي. له دې وروسته د تصفیې او ارزونې مرحله پیلېږي. په دې پړاو کې ځواب پاڼې له پوښتنپاڼو څخه جلا کېږي او پوښتنپاڼې په خوندي ډول ساتل کېږي.
بېلې شوې ځواب پاڼې بیا د یوه پرمختللي ماشین په وسیله، چې د (OMR) په نوم یادېږي، لوستل کېږي. دغه سیستم د ګډونوالو سم ځوابونه تشخیصوي او د ځانګړو سرورونو له لوري په اتومات ډول نومرې ورکوي، چې د هېڅ ډول انساني لاسوهنې او تېروتې امکان په کې نه ليدل کېږي.
کله چې پایلې بشپړې او وروستۍ شي، د یوې منظمې او قانوني پروسې له مخې د اعلان لپاره چمتو کېږي او له ګډونوالو سره شریکېږي.
همدارنګه، د ازموینو عمومي اداره د هرې ازموینې له پای وروسته تر درې کاري ورځو پورې ګډونوالو ته فرصت ورکوي، څو خپل شکایتونه په انلاین بڼه ثبت کړي. ټول ثبت شوي شکایتونه په دقت، شفافیت او مسلکي توګه ارزول کېږي او وروستۍ پرېکړې او پایلې یې د اعلان له لارې له ګډونوالو سره شریکېږي.
د ازموینو عمومي اداره د شفافیت، عدالت، مسلکیتوب او عصري ټکنالوژۍ پر بنسټ خپلې ټولې چارې تنظیموي، څو هر ګډونوال وکولای شي په عادلانه، خوندي او باوري چاپېریال کې خپله وړتیا وازمايي او د خپلو هڅو ثمره ترلاسه کړي.
له ازموینې څخه وېره – لنډه کېسه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.