د ملتونو د پرمختګ راز

لیکنه: فضل حق مراد

54

د ملتونو د پرمختګ راز

تر هغه چې علم، تخصص او پوهان ونه پالل شي، نه ملت پرمختګ کوي او نه هم ټولنه د خپلو ستونزو بنسټیز حل مومي.

د انسان خلقت څښتن تعالی داسې جوړ کړی چې د طبیعت له مخې پرمختګ او ترقۍ ته لېواله وي. انسان تل غواړي نوي څیزونه وویني، نوي څه زده کړي او د نوښت او ابتکار پر لور ګام واخلي. د همدې طبیعي جوړښت له مخې، په چارو کې د نوښت او ابتکار هڅې ورته خوند ورکوي. د دې هڅو او ګاللي زحمت پایله نورو انسانانو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته کوي. زیار ایستونکی له دې لارې له روحي پلوه سکون مومي او له مادي او فزیکي اړخه هم ګټه ترلاسه کوي. دا د انسان د طبیعي جوړښت یو په زړه پورې بهیر دی چې د ټولنیزو اړتیاوو د پوره کېدو، د اسانتیاوو د رامنځته کېدو او د ژوند د بشپړېدو پړاوونه د تکامل پر لور بیایي.

په لنډه توګه، د ټولنې د پرمختګ راز په ګډو هڅو او د یو بل په لاسنیوي کې نغښتی دی. علما او پوهان د مادي او معنوي پرمختګ بنسټیز ارکان دي. د دوی پالنه او هر اړخیز ملاتړ کولی شي محسوس او پایدار پرمختګ یقیني کړي. حکومتونه د پوهانو د ګمارنې، د هغوی د استعدادونو د ودې او د نوښتونو د ملاتړ لپاره بېلابېلې برنامې لري. همدا پوهان او علما هغه مهال د خپلو ملتونو برخلیک بدلولی شي چې وپالل شي او د کار او څېړنې مناسب فرصتونه ورته برابر شي.

د پرمختګ او ترقۍ هیلې د هر انسان په زړه او ذهن کې ژوندۍ وي. خو دا هیلې هغه وخت په حقیقت بدلېږي چې د ټولنې د هرې برخې پوهان او متخصصین کار او نوښت ته وهڅول شي. دا هڅونه، په لومړي ګام کې، د حکومتونو مسؤولیت دی، او په دویم ګام کې د ټولنې هر وګړی دنده لري چې د خپلې وسې تر بریده د پوهانو مادي او معنوي ملاتړ وکړي، څو ټولنه ګام په ګام د هر اړخیز پرمختګ شاهده شي.

له بده مرغه، زموږ حکومتونو او وګړو تر اوسه دې ستر مسؤولیت ته هغسې اوږه نه ده ورکړې لکه څنګه چې اړینه ده. د تېرو څو لسیزو ناخوالو او جګړو دا روحیه تر ډېره زیانمنه کړې ده. پر ځای د دې چې ملت د خپلو مذهبي او فرهنګي ګډو ارزښتونو تر سیوري لاندې په یووالي سره راټول شي، مذهب چې د وحدت تر ټولو ستر سمبول دی، په بېلابېلو مذهبي مسلکونو وېشل شوی، او زموږ فرهنګي مشترکات هم په سمتي، نژادي، ژبنیو، ګوندي او سیاسي تعصبونو کې ټوټې شوي دي.

دا وېش یوازې فکري جلاوالی نه دی رامنځته کړی، بلکې په عملي ډګر کې هم د ګڼو شخړو او لانجو اصلي لامل ګرځېدلی دی. د موضوع د لا روښانتیا لپاره یوه بېلګه بسنه کوي. د یوه مذهبي مسلک ځینې پیروان د بل مسلک پیروان له دینه وتلي ګڼي او د خپلې وسې تر بریده د هغوی پر وړاندې هر ډول کړنې ترسره کوي. همدارنګه، ډېر دودیز رواجونه چې له ناپوهۍ سرچینه اخلي، د ولسونو پر اوږو دروند بار ګرځېدلي دي. له دې ناسمو دودونو څخه د وتلو لار د لیکوالانو، فرهنګیانو او ملي شخصیتونو مسؤولیت دی، څو د علم په مټ د اصلاح لارې چارې وټاکي او د هنر له بېلابېلو بڼو او وسیلو څخه په ګټې اخیستنې ولس ته د سم او روښانه برخلیک لارې ور وښيي.

د نړۍ دا بې‌ساری او هر اړخیز پرمختګ په سوال نه دی ترلاسه شوی، بلکې د علم او پوهې د دوامداره هڅو پایله ده. علم د علماوو او پوهانو له لوري د ټولنې د اړتیاوو او ستونزو په پام کې نیولو سره، د بنسټیزو او تخصصي حللارو د موندلو لپاره په بېلابېلو څانګو وېشل شوی دی. په هره څانګه کې متخصصین روزل شوي، له هغوی هر اړخیز ملاتړ شوی او د علمي بنسټونو په رامنځته کولو سره یې تر ډېره د ټولنې د ستونزو په حل کې بریالیتوب موندلی دی.

په انساني ټولنه کې هره ستونزه یو لامل لري، او تر هغه چې دا لاملونه په بنسټیز ډول له منځه یو نه وړل شي، له مسلکي پوهې او تخصص پرته یې حل ناشونی دی. د بېلګې په توګه، که یو عمومي داخله ډاکټر د زړه د جراحۍ د ترسره کولو مسؤولیت پر غاړه واخلي، څه فکر کوئ چې د ناروغ برخلیک به څه وي؟ همدارنګه، د هر مسلک لپاره خپل اهل او متخصص کسان اړین دي. که یو ښه قومي مشر، چې له موټر چلولو سره هېڅ بلدتیا نه لري، د موټر تر سټیرنګ کېنول شي، ایا موټر به له ټکر او زیان څخه خوندي پاتې شي؟

همدا لامل دی چې د بشریت ستر لارښود فرمایلي دي: «کله چې د چارو واګې نااهله کسانو ته وسپارل شي، نو د قیامت انتظار وباسئ

که د خپلې ټولنې د پرمختګ د مخنیوي لاملونو ته په دقت وګورو، نو همدا ستونزې به د نوملړ په سر کې ووینو. خو د موضوع د اوږدېدو د مخنیوي لپاره، بېرته هماغه اصلي بحث ته راګرځم چې د ټولنې د رښتیني پرمختګ راز پکې نغښتی دی.

لکه څنګه چې مخکې هم په لنډه توګه یادونه وشوه، محسوس پرمختګ او د ژوند په بېلابېلو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدل هغه مهال شوني دي چې عامه افکار علم، پوهې او پوهانو ته متوجه شي او خلک د علم ارزښت او ګټو ته وهڅول شي. دا نظریه هغه وخت اغېزمنه پایله ورکولی شي چې حکومتونه د پوهانو مادي او معنوي ملاتړ وکړي او علماوو او څېړونکو ته د تحقیق، څېړنې او علمي نوښت لپاره پرانیستې او مناسبې فضاوې برابرې کړي.

زه دلته پر دې نه غږېږم چې زموږ په هېواد کې دا زمینه تر کومه بریده برابره ده، خو حقیقت دا دی چې د څېړنو او علمي موضوعاتو د پراختیا په بهیر کې بېلابېلې علمي څانګې د همدې لپاره رامنځته شوې دي، څو د ژوند نیمګړتیاوې او اړتیاوې د علم او پوهې په مټ په ښه مدیریت او اغېزمنه توګه پوره شي. دا ټولې څانګې د علم پر بنسټ رامنځته شوې او د همدې علم په مټ یې بشري ژوند ته بې‌شمېره بریاوې ور په برخه کړې دي. د هرې څانګې متخصصینو د خپلې پوهې او مسلکي تجربې پر بنسټ د ستونزو د حل مناسبې او معقولې لارې موندلې دي، ځکه د هرې ستونزې حل د هماغې برخې له متخصص سره تړاو لري.

د بېلګې په توګه، یو مسلکي ممثل کولی شي د ټولنې د اصلاح او سمون پیغام په داسې اغېزمنه بڼه خلکو ته ورسوي او عام یې کړي چې نور خلک یې په ترسره کولو کې دومره بریالي نه وي. همدا راز، فلم، ډرامه او د هنر ټولې بېلابېلې بڼې، او همدارنګه ادبیات د خپلو ټولو صنفونو او ډولونو سره، د انساني ژوند نه بېلېدونکې برخې دي. که دا برخې له ټولنې څخه لرې شي، تشه یې په څرګند ډول احساسېږي او منفي اغېزې یې د ټولنې په بېلابېلو برخو کې ښکاره کېږي.

له بده مرغه، د حکومت له لوري دې برخې ته هغه پاملرنه نه ده شوې چې اړتیا ورته شته، بلکې د اسلامي امارت له نظره یې لا هم د شتون او ارزښت په اړه پوښتنې مطرح دي. له بلې خوا، که پوهان او فرهنګیان هم دې برخې ته پاملرنه ونه کړي، دا بهیر به د له منځه تلو له جدي ګواښ سره مخ شي.

له همدې امله، زموږ لومړنۍ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې د ژوند دا نه بېلېدونکې برخې وپالي او د ودې لپاره یې لازم شرایط برابر کړي. په دویم ګام کې، له هغو شتمنو هېوادوالو څخه غوښتنه کوو چې د پوهانو، لیکوالانو او علماوو مادي او معنوي ملاتړ وکړي، هغوی وهڅوي او که څوک کومه لیکنه یا کتاب چاپوي، د چاپ او خپرېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

که موږ دا مسؤولیت ادا نه کړو، د داسې زیانونو سره به مخ شو چې جبران به یې ناشونی وي. په هغه صورت کې به راتلونکو نسلونو ته د ځان د ملامتولو پرته بل څه په میراث پرې نه ږدو.

پرمختګ یوازې د علم او پوهې په مټ شونی دی. د پرمختګ احساس د هر انسان په فطرت کې نغښتی دی، خو رښتینی او پایدار پرمختګ هغه مهال یقیني کېږي چې د علماوو، پوهانو او متخصصینو هر اړخیز مادي او معنوي ملاتړ وشي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.