د اکسیوس خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران او امریکا چارواکي د متقابلو بریدونو د درولو او د مستقیمو خبرو اترو د پیل لپاره په قطر کې سره ګوري.
د راپور پر بنسټ، د دواړو لورو غونډه به د سېشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۹مه، د دوحې په ښار کې ترسره شي، چې اصلي محور به یې د هرمز تنګي امنیتي وضعیت وي.
دوو لوړپوړو امریکايي چارواکو تایید کړې چې خبرې اترې به په مستقیم ډول ترسره شي او موخه یې د تاوتریخوالي کمول او په سیمه کې د بېړیو د ازاد تګ راتګ بېرته تأمینول دي.
د یوه امریکايي چارواکي په وینا، دواړه لوري به په موقتي ډول خپل متقابل پوځي فعالیتونه ودروي او له نښتو به شاتګ وکړي، څو د تخنیکي خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.
سرچینو زیاته کړې چې د دوحې په غونډه کې به دواړه خواوې هڅه وکړي د هرمز تنګي په ستراتیژیکو سمندري لارو کې د روانو کړکېچونو د پای ته رسولو لپاره یوه حللاره ومومي.
په تېرو ورځو کې د ایران او امریکا د متقابلو بریدونو راپورونه خپاره شوي وو، چې ښودله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي ترینګلتیا زیاته شوې ده.
د دوحې غونډه ښيي چې د کړکېچ د کمولو او د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره هڅې یو ځل بیا په جریان کې دي. تر اوسه ایراني چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.