ورکه نغمه

شبانه همدرد

28

ته مې
د پښتو لیکنې سوژه وې،
نه پوهېږم څه وشول.
له تا وروسته
پښتو هم رانه هېره شوه
ته ما پرېښودې
خو پښتو له مانه زړه واخیست
لکه رڼا چې د کور له پنجرې څخه
بهر ووځي.
او کوټه په تیارو کې پرېږدي
ته لاړې،
خو ما نوره پښتو ونه ویله.
زما توري یتیم شول،
لکه مرغان چې له ځالې څخه
وغورځیږي
اوس د پښتو هره کلمه
زما د زړه ټپ تازه کوي،
او هره لیکنه مې
د ژورو احساساتو سرچینه ده
پښتو مې اوس
د مینې او کرکې ګډه ده،
لکه شپه او ورځ چې نږدې وي،
خو نه شي یو ځای کېدای.
زه هڅه کوم
له هغې لرې شم،
خو یوازې د هغې په خیال کې
ژوند تېروم،
لکه سیوری چې د ماښام له لمره بېلېږي.
زما ژبه،
زما فکر،
زما یادونه
ټول د پښتو په نغمو کې ورک دي.
هره کلمه چې لیکم،
لکه د باران څاڅکي په وچه خاوره،
زما زړه خړوبوي،
خو بیا هم سمسورتیا
زما په برخه نه شي کېدای.
پښتو مې اوس
د تیارو او رڼا تر منځ
یوه ورکه نغمه ده،
د لرغوني ساز وروستی غږ،
چې په نشتوالي کې یې
زما روح ژوندی ساتلی دی.

نارې وهم غږ راته نه کړې
بیا به دنیا راپسې ګورې نه به یمه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.