د ملي گټې لومړيتوبونه روښانه دي؛ نه پیچلو تحلیلونو ته اړتیا لري او نه هم د چا له معجزې سره تړلې ده .
د افغانستان د جغرافیا د حفاظت له پاره د مدافعانو د لیکو او جبهې پیاوړتیا، يعني د أفغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع له پاره مشترک او واحد دریځ.
د ملي حاکمیت د جوړیدو او پیاوړتیا له هڅو څخه ملاتړ، په داسې ډول چې د ولسونه ارادې د سیاسیي او ټولنيزو ملي جوړښتونو په تشکیل کې د مشروعیت او دوام بنسټ و گرځي.
د” افغان ” کلمه نور نو د یو بنیادی اصل په توگه د افغانستان د ټولو باشندگانو د گډ برخلیک او پيژندنې په نوم او نښان او په یو منل شوی ذاتي حیثیت او هویت تبدیل شوی دی.
بنآ٬هر پښتون افغان دی، خو افغان یوازې پښتانه نه دي او نه هم نور کیدای شي. افغان هغه تاجیک هم دی، چې په باميانو، ارگون، لغمان او ننگرهار او د هیواد په هر گوډ کې ژوند کوي.
افغان هغه هزاره هم دی چې په گردیز، میدان وردگ، دايکندي، مزار او نورو سیمو کې ژوند کوي او زړونه رڼا کوي.
افغان هغه اوزبیک او ترکمن هم دی، چې د جوزجان او بدخشان، بغلان او کندز په دښتو کې ژوند کوي.
افغان هغه بلوڅ هم دی چې د نیمروز او هلمند د غرونو لاندې ساه اخلي او افغان هغه پشه یې نورستاني، ایماق، گجر او پامیري هم دی، چې ددې خاورې د تنوع ښکلا بشپړوي. لنډه دا چې، کوچیان٬ قزلباشان او سادات او هغه هندو او سک هم افغان دی، چې افغانیت خپل عزت گني او پر خپل افغان توب وياړي.
ددغه حقیقت په نظر کې نیولو سره،لازمه ده چې د بومي او غیر بومي، ناقل او غیر ناقل، د مهاجر او غیر مهاجر، کولابي او باجوړي خبرې چې د افغانستان د جغرافیا د سلامتیا دشمنان یې کوي، شاته پرېږدو او ورته نه ووایو.
دا ویشونه، افغانستان کمزوري کوي. دا ویشونه نفرت او عقدې زیږوي او د افغانستان يو والې ته زیان رسوي.
که څوک خر څیږي او د کینې٬ نفرت او د تعصب تخم شيندي او کري یې، موږ باید بالمثل عمل ونکړو. افغانستان هغه وخت ودانیږي او مضبوط کیږي، چې هر یو ددې خاورې په برخلیک کې ځان شریک احساس کړي او خپل ځان په کې وویني او د افغانستان غمیزه او د هر افغان غم د ځان غم و بولې؛ لکه چې ټولو د کنړ د زلزله ځپلو سره خپله غم شریکې ښکاره کړه، له پنجشیره تر بامیانه، له شماله تر جنوبه او له شرقه او مرکزه بیا تر غربه پورې.
لنډه دا چې: ملي حاکمیت هغه وخت ټينگيږي، چې موږ د یو والي پر بنیاد گام واخلو نه د ویش پر بنیاد او په همدې آهنگ کې کولای شو د افغانستان د ارضي تمامیت عزت و ساتو.
هغوي چې د افسوس د اور په لمبو کې سوځي او وایې چې د قطر پر ځای ای کاش چې اسرائیل پر افغانستان برید او یرغل کړای وای او یا دا چې وایې که افغانستان له پنجابیانو او یا ایرانیانو سره په جگړه کې ښکیل شي٬ موږ د گاونډیانو سره ودریږدو او د بهرنیانو له هر رنگه یرغله څخه چې پر افغانستان وکړي٬ ملاتړ کوو، افغانان نه دي د افغانستان زبون ٬ تاریخي او شرمیدلي دښمنان دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.