د مشهورو کتابپلورځیو معرفي

راټولوونکی: رحیم روښان

114

اکسون مجله، معلوماتي برخه

۱ـ سروش کتاب پلورنځی
د سروش کتاب پلورنځي بنسټ په (۱۳۹۴ھ.ش ـ ۲۰۱۵ مېلادي) کال کې د ښاغلي حکمت الله سروش په مرسته اېښودل شوی دی چې تر دې دمه يې چارې د نجيب الله ځيرک په غاړه دي.
ياد کتاب پلورنځي پښتو ژبې او ادب ته ډېر کار کړی دی، چې د دې سربېره يې په بېلابېلو نورو برخو کې هم کتابونه خپاره کړي دي، لکه: سیاسي، ټولنيز، تاريخي، څېړنيز، کيسه ييز، همدارنګه د نوبل جايزې ګټونکو ليکوالو اثار يې پښتو ژبې ته را ژباړلي چې د لوستونکو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي. سروش کتابپلورنځي تر دې دمه د هېواد د نوموتو ليکوالو او شاعرانو مشهور اثار خپاره کړي دي، چې ځينو ته يې دلته اشاره کوو:
۱ـ شعرستان، ډاکټر احسان الله درمل
۲ـ یو څو لپې فکرونه، اسدالله غضنفر
۳ـ د څېړنې لارښود، محمد صدیق روهي
۴ـ د کیسو کیسې کره کتنه، ایمل پسرلی
۵ـ د ناول لیکنې تیوري، نثار احمد اریا
۶ـ کوچی ملا، محمد صدیق پسرلی
۷ـ اطرافي، اصف مشال
۸ـ توره نجلۍ، ارین جلال
۹ـ ځوان زخمي پاچا، عبدالهادي احمدزی
۱۰ـ د جهالت پېړۍ، کریم حیدري
۱۱ـ سپین داړی، جک لندن، ژباړن: جبار فراز
۱۲ـ بېلاری، پاتریک مودیانو، ژباړن: جبار فراز
۱۳ـ پردی، البرکامو، ژباړن: حیات ژوند
۱۴ـ پلار ته لیک، فرانز کافکا، ژباړن: حیات ژوند
۱۵ـ د عراقي سپي خاطرې، عبدالهادي سعدون، ژباړن: عزت الله شینواری
۱۶ـ د بابل خان، جورج اس کلاسن، ژباړه: جبار فراز
۱۷ـ د خوښۍ په لټه، سونجالیوبمېرسکي، ژباړن: سیال یوسفي
۱۸ـ پټ رهبر، وائل محمد نیل، ژباړن: هدایت الله همیم
۱۹ـ ژوند ته دې شفا ورکړه، لویس ایل هي، ژباړن: صالح محمد صالح
۲۰ـ هغه راهب چې خپل فراري موټر یې خرڅ کړ، ژباړن: جبار فراز
پته: سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکېټ، د درېیمې ناحیې کوڅې ته نږدې، میرویس میدان(کوټه سنګي) کابل/افغانستان
ایمیل ادرس: Hikmat.sorosh@gmail.com

۲ـ اکسوس کتاب پلورنځی
اکسوس کتاب‌پلورنځي کابو لس کاله مخکې ( ۲۰۱۴) کې فعالیت پيل کړی دی، چې نږدې (۲۵۰) عنوانه کتابونه چاپ کړي دي.
اکسوس په بېلابېلو برخو کې لکه: سیاست، ارواپوهنې، اسلامي، ادبیات او د ماشومانو کتابونه چاپ کړي. په دې موده کې یې د کتاب پلور ترڅنګ د کتاب ژباړه، لیکوالي او چاپ هم ترسره کړی.
اکسوس په څه باندې لسو ولایتونو کې فرعي څانګې لري چې دا يوه بېسارې لاسته راوړنه او باور دی چې اکسوس يې په هېواد کې لري، د یوې اوونۍ په اوږدو کې د کتاب مینه وال کولای شي د خپلې خوښې وړ کتابونه حتی په ډېرو لرو پرتو سیمو کې ترلاسه کړي. اکسوس د ډېرو لیکوالانو، ژباړنو، اېډېټرانو او یو تعداد ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو یوه اکاډمیکه ساحه ده، چې دوی افغان ټولنې ته رغنده رول لوبوي او ورځ تر بلې تخصص او تجربې یې مثبتې پایلې خپلوي.
موخې:
• د کتاب لوست ترویج او فرهنګي وده رامنځته شي.
• په هېواد کې د فکر او اطلاعاتو شبکه بډایه شي.
• افغانان خپله او غني ژبه او هم علمي سرچینې ولري.
شعار:
«کتاب مو د ژوند ملګری کړئ!»
یاد شعار د اکسوس کتاب خپرندوی مرکزي شعار دی چې د دې شعار په ارمان کې خپل اهداف څاري.
د اکسوس مشتریان
د اکسوس کتاب خپرندوی مرکز ډېری مشتریان او کتاب اخیستونکي محصلین او نوي ځوانان دي چې د ټولنې ځوان نارینه او ښځینه قشر یې لویه برخه تشکیلوي.
پته: کابل ښار درېیمه ناحیه دهبوري پارک
ایمیل: aksosbookstore@gmail.com
وېبسایټ: www.aksosbookstore.af

۳ـ Kitab Kor کتاب کور
کتاب کور کتاب پلورنځي له ۲۰۱۸ مېلادي کاله را په دې خوا د ښاغلي يار اکبر شينواري په مشرۍ فعالیت پيل کړی دی، چې تر دې دمه (۱۱۴) عنوانه کتابونه چاپ کړي دي. ياد کتاب پلورنځي په بېلابېلو برخو کې لکه: سیاسي، ادبي، ټولنيز، تاريخي، څېړنيز، کيسه ييز، کتابونه چاپ او خپاره کړي او لس ټوکه هغه کتابونه چې کتاب کور تر ټولو ډېر خرڅ کړي، لاندې ترې یادوونه کوو:
۱ـ خپل اتلان وپېژنئ! ( اياز ايسپزی)
۲ـ تاريخ او روښان فکري، (مير احمد ياد)
۳ـ پښتونخوا تاريخي کړه وړه، (مير احمد ياد)
۴ـ زما داغستان، (رسول حمزه)
۵ـ تورغم، (عزيز الله کاروان)
۶ـ رژېدلې غوټۍ، (نام حق ځيرک)
۷ـ پښتانه څوک دي؟ (دوست شينواری)
۸ـ افغانستان په اوستا کې، (دوست شينواری)
۹ـ سعد الدين شپون، ژوند او اثار، (اسحاق مومند)
۱۰ـ ادب تيوري پېژندګلوي او قسمونه، (محب وزير)
پته: دوکان نمبر ۸ شيخ ياسين ټاور، ارباب روډ سټاپ يونيورسټي روډ پيښور.
ایمیل ادرس: kitaabkor@gmail.com

۴ـ صداقت کتاب پلورنځی
د صداقت کتاب پلورنځي بنسټ په (۱۳۶۶ هجري) کال کې د ملا محمد حسن اخوند له خوا اېښودل شوی دی. ياد کتاب پلورنځی په لومړيو کې د وخت مروج عربي او ديني کتابونه چاپول، چې اوس مهال دا لړۍ پراخه شوې ده، د مذهبي او ديني کتابونو سربېره تاريخي، ټولنيز، اراپوهنيز، ژبپوهنيز او فلسفي کتابونه هم چاپوي چې شمېر يې تقريباً (۵۰۰) ته رسېږي.
د صداقت کتاب پلورنځي چارې اوس مهال د محمد عمر په غاړه دي.
هغه اثار چې صداقت کتاب پلورنځي چاپ کړي دي:
۱ـ د پخلي اسانه زده کړه، (زبیده یاسمین)
۲ـ تاریخي څېړنې، (عبدالباري جهاني)
۳ـ لغت پوهنه، (څېړنوال دوکتور دولت محمد)
۴ـ د ښه ژوند کولو هنر، (نصیر احمد کمال)
۵ـ آرین او آریا، (محبوب رسول ازاد)
۶ـ درنه کورنۍ، (محمد معصوم هوتک)
۷ـ منوره کورنۍ، (هارون صمیم)
۸ـ د حکمت او فلسفې ودانۍ، (ویل ډورانټ)
۹ـ د اسلام لنډ تاریخ، (علي الله متوکل)
۱۰ـ اسانه فقه، (شیخ شفیق الرحمن ندوي)
پته: اوله ناحیه، ارګ بازار، کتاب او قلم مارکېټ.
ایمیل ادرس: Sadaqat.books@gmail.com

۵ـ مومند کتاب پلورنځی
مومند کتاب پلورنځی او مومند خپرندويه ټولنه د الحاج رحيم ګل مومند له خوا په (۱۳۵۰ هجري/ ۱۹۷۱م) کال کې رامنځته او په کار پيل کړی دی.
مومند کتاب پلورنځي په بېلابېلو برخو کې لکه: اسلامي، ادبي، تاريخي، انجينیري، طبي، اقتصادي، حقوق او سیاسي، ارواپوهنيز، ټولنيز… چې شمېر يې (۲۰۰۰) ته رسېږي، مهم اثار خپاره کړي دي. ياده دې وي چې د ارواښاد نصير احمد احمدي تر ټولو زياد ناولونه هم همدې خپرندويې چاپ کړي.
هغه کتابونه چې مومند خپرندويي خپاره کړي دي، لاندې ترې یادوونه کوو:
۱ـ کلتور او ټولنه، اسد الله غضنفر
۲ـ جادوګر هنر، اسد الله غضنفر
۳ـ د نثر لیکلو هنر، اسد الله غضنفر
۴ـ څراغ، اسد الله غضنفر
۵ـ نیکه ناول، نصیر احمد احمدي
۶ـ ډیوډ جونز ناول، نصیر احمد احمدي
۷ـ زرو ناول، نصیر احمد احمدي
۸ـ اغزن سیم، نصیر احمد احمدي
۹ـ له ژونده خوند واخلئ، ژباړن: فرید احمد هلال
۱۰ـ سیاسي مکتبونه، فرهاد داوري
۱۱ـ د طبي زده کوونکو لپاره کلینیکي لارښود، لیکوال: ډاکټر محمد علي، ژباړن: ډاکټر شېر افضل فیض
۱۲ـ مبادي حقوق، عبدالحکیم حکمت
۱۳ـ فزیکي تشخیص، ډاکټر عبدالناصر جبارخیل
۱۴ـ د پښتو معاصر ادب تاریخ څلورم پړاو، محمد داود وفا
۱۵ـ پښتو غږ پوهنه او وییپوهنه، پوهاند محمد صابر خوېشکی
پته: مومند خپرندویه ټولنه، دویم منزل، ننګرهار مارکېټ، پښتونستان واټ – جلال اباد
ایمیل ادرس: info@momandbooks.com ـ momand.books@gmail.com

۶ـ سمون خپرندویه ټولنه
سمون کتاب پلورنځی په ١٣٩٥ ل کال کې تاسیس شو، مسوول یې محمد مصطفی سمون دی چې تر دې دمه یې ١٠٠ عنوانه بېلابېل کتابونه چاپ کړي دي، په دې کې ادبي، ټولنیز، سیاسي، مدیریتي، دیني او ارواپوهنې په برخه کې کتابونه شامل دي. په راتلونکي کې هم د ژبې او فرهنګ د بډاینې لپاره خپلې هڅې همداسې روانې ساتي. د هېواد د فرهنګ بډاینې په برخه کې به تل اسلامي او ملي تګلارې پالي، چې په دې کې به مو خپل ارزښتونه ساتلي وي او هم به مو خپل فرهنګ ته په علمي توګه کار کړی وي. د همدې تګلارې د پاللو لپاره مو ډېر درسي او علمي اثار چاپ کړي، چې د هېواد وګړي مو ترې په زده کړو، څېړنو، تالیف کې ګټه واخلي.
موږ به تل د خپلو لیکوالو، څېړونکو او ژباړنو هغه اثار د چاپ په ګاڼه سمبالوو، چې زموږ د علم، ژبې او فرهنګ د پراختیا او پرمختیا لامل شي. د لیکوالو او ژباړونکو به تل تر خپله توانه د چاپ په برخه کې لاسنیوی کوو. دا مو هوډ دی، چې تل به د کتاب د فرهنګ په دودولو کې او مطالعې د عامېدنې په برخه کې ښه اثار خپلې ټولنې وړاندې کړو.
هغه اثار چې سمون خپرندویه ټولنې چاپ کړي دي، لاندې ترې یادوونه کوو:
۱ـ هنر نا اشنا کول، اجمل ښکلی
۲ـ د ادبپوهنې بنسټونه، پوهاند محمد رفیق رفیق
۳ـ د لیکوالۍ اصول، ګل رحمن رحماني
۴ـ د سازمان او مدیریت بنسټونه، ژباړن: محمد نواب خوښ
۵ـ پښتو زده کړه د ماشومانو لپاره، محمد مصطفی سمون
۶ـ اموزش دري برای کودکان، عبدالحکیم حکمت
۷ـ د پښتو ژبې تدریس اصول، پوهاند محمد رفیق رفیق
۸ـ د کره کتنې بهیر، پوهاند لعل پاچا ازمون
۹ـ عرفاني ادبیات، سراج احمد حبیبي
پته: سمون کتابپلورنځی، مینه یار مارکېټ، درېیمې ناحیې ته نږدې، میرویس میدان (کوټه سنگي) کابل/ افغانستان
ایمیل ادرس: mustafa.samoon24@gmail.com

۷ـ نور خپرندویه ټولنه
نور خپرندویه ټولنه له ۲۰۱۴ مېلادي کاله د ښاغلي عبدالمالک همت په مشرۍ فعالیت پیل کړی دی، چې تر دې دمه (۹۶) عنوانه کتابونه یې چاپ کړي دي. یاد کتاب پلورنځي په بېلابېلو برخو کې لکه: دیني، اقتصادي، حقوقي، تاریخي، ادبي، ټولنیز، کتابونه چاپ او خپاره کړي.
دلته د هغو اثارو یادوونه کوو چې نور خپرندویه ټولنې چاپ کړي دي:
۱ـ داسې پیغله اوځوان شه، ژباړه او راټولونه: حسیب الله سجاد
۲ـ دقرآن کریم د یادولو نهه رازونه لیکوال: دوکتور مجدي عبید، ژباړن:حسیب الله سجاد
۳ـ د افغاني شخړې سوله ییز حل، لیکوال: پوهندوی شېر مقصود حیدري
۴ـ رښتیا چې ته الله یې! لیکوال: شیخ علي بن جابر الفیفي، ژباړن: حسیب الله سجاد
۵ـ د لومړي لمانځه خوند مې نه هېرېږي، لیکوال: خالد ابوشادي، ژباړن: حسیب الله سجاد
۶ـ روڼ اندی ځوان، لیکوال: عبدالوهاب مومند
۷ـ له ټنبلۍ سره وجنگېږه! لیکوال: داکتر خالد ابوشادي، ژباړن :حسیب الله سجاد
۸ـ بیاید امامان خود را بشناسیم! نویسنده: محمد امین مدقق ارغاني
۹ـ درس های از رهبر محبوب، نویسنده: محمد امین مدقق ارغاني
۱۰ـ ژوند دې پیل کړه، لیکوال: داکتر عبدالعزیز فلاحي، ژباړه: صحراء اصف
پته: مینه یار مارکېټ، مبارک سنټر ته مخامخ، میرویس میدان (کوټه سنگي) کابل

roshaanandar31@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.