اکسون مجله، پنځمه مقاله
سريزه
ښايي کله تاسو يو کتاب تر پايه لوستی وي او فکر مو کړی وي، چې هېڅ مو هم د دې کتاب اړوند په ذهن کې نشته، يا مو هېڅ نه دي ترې زده کړي. کله مو شايد د کتاب څو کرښې لوستې وي؛ خو وروسته مو پام شوی چې هېڅ متوجه نه ياست چې څه لولئ. تاسو به داسې څوک پېژنئ چې مطالعه کوي، خوند ترې اخلي، له لوستلو کتابونو ډېر څه زده کوي او له نورو سره خپل معلومات شريکوي، طبعاً چې دا کسان په مطالعه کې مخکښ دي، اوس پوښتنه دا ده چې څنګه مخکښ لوستونکي شو؟
په دې مقاله کې همدې پوښتنو ته ځواب پيدا کوو، چې مخکښ لوستونکي څوک دي؟
دوی د نورو پرتله څنګه اغېزناکه مطالعه کوي؟
کليدي وییونه: کتاب، مطالعه، لوستونکی.
مخکښ لوستونکي له مطالعې مخکې او د لوستلو پر مهال لاندې ټکي په پام کې نيسي:
۱ـ مخکښ لوستونکي مطالعه اړتيا ګڼي: دوی په اضافي وخت کې مطالعه نه کوي؛ بلکې ځانګړی وخت ورکوي، دوی پوهېږي چې مطالعه د ژوند اړتيا ده او انسانانو ته د ژوند له لومړنيو کلونو د ژوند تر وروستيو کلونو مهمه ده. که ماشوم دی، که ځوان دی او که زوړ هر انسان مطالعې ته اړتيا لري او مخکښ لوستونکي دا ضرورت درک کوي. دوی که د ښوونځي زدهکوونکي وي، که د پوهنتون محصلین، که دنده لري ان که په خپل مسلک کې متخصص هم وي بیا هم ځان مطالعې ته اړ ګڼي؛ نو که موږ غواړو چې په مطالعه کې مخکښ شو بايد مطالعه د ساتېرۍ او وخت تېرولو وسیله ونه بولو؛ بلکې د ژوند اړتيا یې وګڼو.
ښايي چاته پوښتنه پيدا شي چې مطالعه ولې اړينه ده، په تېره بیا دا چې وايو هر وخت او په هر عمر کې مهمه ده.
– مطالعه له موږ سره مرسته کوي چې خپلو موخو ته ورسېږو، يعنې که زموږ موخه په هر کار او هر مسلک کې وي، له مطالعې پرته پرمختګ نه شو په کې کولی.
– مطالعه مو عمومي معلومات ډېروي، څوک چې کتابونه لولي د هر څه په اړه معلومات لري.
– مطالعه اسټرس، اضطراب او افسردګي کموي.
– مطالعه د تحليل قدرت، تخيل او تفکر روزي.
– مطالعه له موږ سره مرسته کوي چې د ژوند له ستونزو سره مقابله وکړو.
– مطالعه د ماغزو ورزش دی.
– مطالعه له موږ سره د وينا په فن او ليکوالۍ کې هم مرسته کوي.
مطالعه ډېرې نورې ګټې هم لري، چې په دې مقاله کې ټولې نهشو یادولی.
۲ـ د مطالعې لپاره موخه ټاکل او پلان جوړول: د هدف ټاکل مطالعې ته زموږ انګېزه ډېروي. کولی شو لنډ مهاله او اوږد مهاله موخې وټاکو، مثلاً زما د نن ورځې هدف نيم ساعت مطالعه ده، په دې اوونۍ کې غواړم دا کتاب ولولم او په دې مياشت کې به دا کتابونه لولم. کله مو چې هدف معلوم شو بیا داسې پلان جوړوو چې ورته رسېدل ممکن وي، له وسه لوړ پلان جوړول د ناهيلۍ سبب کېږي. د مطالعې په پلان کې بايد موانع هم پام کې ونيسو، يعنې هغه کارونه چې زموږ د پلان د عملي کېدو مخه نيولی شي، بايد وپېژنو. د دې پېژندل راسره مرسته کوي چې ژر خپلو موخو ته ورسېږو.
۳ـ اغېزناک لوستونکي مطالعې ته ځانګړی وخت ورکوي: دوی دې ته نه په تمه کېږي چې نور کارونه یې خلاص شي او بیا په اضافي وخت کې مطالعه وکړي. مخکښ لوستونکي د مطالعې لپاره نور کارونه پرېږدي، خو د نورو کارونو لپاره مطالعه نه پرېږدي.
اوس راځو دې ته چې د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت کوم دی؟
د مطالعې لپاره ټول وختونه غوره دي؛ خو دې ټکي ته بايد پام وکړو چې د مطالعې ښه وخت ښايي د هر چا لپاره توپير وکړي. دا په دې مانا چې يو کس ښايي سهار له مطالعې ښه زدهکره وکړي، بل ته به غرمه يا د شپې له خوا مطالعه غوره وي. دې ته په کتو ښه ده چې خپله ځانګړتيا پيدا کړو او ځان پوه کړو چې په کوم وخت کې ښه مطالعه کولی شو. وروسته بیا په همدې ثابت او ټاکلي وخت مطالعه دا مرسته هم راسره کوي چې له يو څه مودې وروسته به مو په همغه وخت مطالعې ته زړه کېږي.
ځينې کسان چې فکر کوي سهار ښه مطالعه کولی شي، سمدلاسه دې مطالعه نه پيلوي، لږ تر لږه ۲۰ يا ۳۰ دقيقې وروسته له ويښېدو دې مطالعه شروع کړي. د دې تر څنګه له ډوډۍ وروسته سمدستي او د شپې ناوخته مطالعه هم ګټوره نه وي.
۴ـ د مطالعې ځای: د مطالعې لپاره ښه ځای کور دی. مخکښ لوستونکي پخپله کوټه کې د مطالعې مېز لري، که په خپله ځانګړې خونه هم ونه لري، د کور په هر ځای کې چې وي؛ خو د مطالعې د مېز ځای یې همېشه ثابت وي. په هغه ځای کې بیا له مطالعې پرته بل هېڅ کار نه کوي، مبايل نه کاروي، تلويزيون نه ګوري، مجلس نه کوي، ځکه چې له يوې مودې وروسته همدغه د مطالعې مېز يا ثابت ځای د لوستلو احساس تداعي کوي. نو ښه ده چې د مطالعې لپاره مېز ولرو او ځای یې تل ثابت وي، بیا مو که کومه ورځ مطالعې ته زړه نه کېږي، همدا چې مېز ته کېنئ مطالعې ته به شوق پيدا کړئ او ذهن به مو مطالعې ته چمتو شي.
د مطالعې په ځای کې د خپلو موخو اړوند د يوه انځور يا بل داسې څه اېښودل چې تاسو ته خپل هدف دريادوي، هم ښه اغېزه لري؛ یانې که تاسو غواړئ طب ووايئ؛ نو که د مطالعې په وخت کې د طب اړوند يا د ډاکټرانو انځورونه ووينئ مرسته درسره کوي چې اغېزمنه مطالعه وکړئ.
د مطالعې ثابت ځای له موږ سره په اغېزمنه مطالعه کې مرسته کوي؛ خو موږ بايد ځان داسې عادت نه کړو چې له خپلې خونې او خپل مېز پرته مطالعه ونه کړی شو. ثابت ځای خپلې ګټې لري خو ځان ته د دې تلقين ورکول چې زه له خپل مېز پرته مطالعه نهشم کولی، موږ ته تاوان رسوي، ځکه چې موږ ښايي په ځينو اوږدو لارو په موټر کې مطالعه وکړو او يا کله ښايي په کتابتون کې کتاب ولولو.
۵ـ مخکښ لوستونکي د مطالعې په وخت کې هغه څيزونه لرې کوي چې د تمرکز مخنيوی کوي: داسې څيزونه لکه: مبايل، تلويزيون، راديو او دې ته ورته شیان چې فکر مو پرې مشغولېږي، بايد د مطالعې په وخت له ځانه لرې کړئ، څو چې مطالعه مو نه ده خلاصه شوې، ښه ده چې ټولنيزې رسنۍ ونه ګورئ.
دا هغه څيزونه دي چې زموږ پام ځانته اړولی شي؛ خو موږ بايد ځان داسې هم عادت نه کړو چې ان ډېر کم شور مو هم مطالعې ته پرې نږدي. که داسې عادت شو، بیا ښايي مطالعه راته سخته شي، ځکه په کور کې ممکن يو ماشوم وژاړي، تلويزيون روښانه وي، يو څوک به په مبايل کې خبرې کوي، له کوڅې به د ماشومانو شور يا د موټرو د تېرېدو اوازونه راځي. که څوک وغواړي او هڅه وکړي کولی شي خپل تمرکز ډېر کړي او کله چې د کتاب په کرښو کې ډوب شي بیا به هېڅ اواز هم مزاحمت ورته ونه کړي، لکه کله چې د ځينو کتابونو او په تېره داستانونو د لوستلو په وخت کې احساس کوو چې موږ هم د کتاب او داستان په صحنو کې حاضر يوو.
۶ـ اړينه نه ده چې هر کتاب تر پايه ولولئ: سمه ده چې هر کتاب په يو وار لوستلو ارزي؛ خو ښه دا ده چې هغه کتابونه ولولو چې په پرمختګ کې مرسته راسره وکړي، ځکه نننۍ نړۍ ډېره بوخته ده او د ځينو کتابونو په لوستلو مو يوازې وخت مصرفېږي.
تر پايه د هر کتاب لوستل اسانه دي. که موږ په يوه کتاب پيسې ورکړو او بیا یې تر پايه ونه لولو، د پښېمانۍ يو احساس راته پيدا کېږي. خو هر کتاب په لوستلو او بیا تر پايه لوستلو نه ارزي. فرانسس بيکن وايي: (ځينې کتابونه بايد وڅکل شي، ځينې بايد له ستوني تېر شي او لږ بايد وژول او هضم شي: دا په دې مانا چې د ځينو کتابونو بايد ځينې برخې ولوستل شي، ځينې بايد سرسري ولوستل شي او ځينې نور کتابونه بايد تر پايه په پوره دقت او ځيرکتيا ولوستل شي.(ياد، ۲۰۳۲: ۷۸)
دې خبرو ته په کتو بايد د کتاب په انتخاب کې دقت وکړو او که بیا مو هم داسې کتاب شروع کړ چې راته ګټور نه و، کولی شو په نيم کې یې پرېږدو.
که تاسې پوه شوئ چې له درې څپرکي کتاب لوستلو وروسته مو هم ګټور او ارزښتمن معلومات نه دي تر لاسه کړي او کتاب مو هم ځان ته نه ورجذبوي، نو ځان سره يوه ښېګڼه وکړئ: کتاب پرېږدئ او خپل وخت په ګټور کار مصرف کړئ، «بل کتاب را واخلئ.» (ياد، ۲۰۳۲: ۷۸)
۷ـ د يادښتونو ليکل: د مطالعې په وخت کې د ځينو اړينو ټکو يادښت ليکل په اغېزمنه مطالعه کې مرسته کولی شي. يوه ګټه یې دا ده چې تمرکز مو ډېروي، يعنې کله چې د مطالعې په وخت کې ځينې ټکي ليکو د کتاب په کرښو کې لا ژور فکر کوو. کله چې موږ مثلاً يوه پاڼه کتاب ولوست، ځينې ټکي یادښت کوو، دا چې معمولاً مهم ټکي وي د ليکلو په واسطه په ذهن کې ښه پاتې کېږي.
د مطالعې فن تر سرليک لاندې کتاب کې د يادښت اخيستلو په اړه راغلي:
ايا د يوې مسالې نوټ کول د هغې په رايادولو کې درسره مرسته کولای شي؟ د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره یې له محصلانو وغوښتل، چې يوه لنډ مطلب ته غوږ شئ او نوټ ترې واخلي. يوه اوونۍ وروسته یې ترې وغوښتل، چې د مطلب په اړه یې هر څه په ياد وي، ویې دې ليکي.
معلومه شوه، چې د یادښت شويو معلوماتو د رايادولو چانس د هغو معلوماتو تر رايادولو شپږ ځله زيات دی، چې یادښت شوي نه دي. که غواړئ، په ذهن کې مو تر ډېره د مطلب د پاتې کېدو امکان زيات شي، يادښتونه ترې واخلئ. ( وياړ، ۲۰۲۰: ۷۵)
۸ـ ځانته ډالۍ ورکول: مخکښ لوستونکي او په ټوله کې بريالي کسان د بل چا هڅونې ته نه په تمه کېږي؛ بلکې دوی خپله ځان هڅوي. د دې لپاره چې په مطالعه کې مخکښ شو، غوره ده چې ځانته جايزه وټاکو، مثلاً کله مو چې پرېکړه وکړه چې دا مياشت به هره ورځ نيم يا يو ساعت مطالعه کوئ، بیا مو چې پلان په برياليتوب سره عملي شو، ځان ته جايزه ورکړئ. جايزه ښايي د نږدې ملګري سره ليدل، له کورنۍ سره په چکر تلل، د نوي کتاب پېرل او يا بل هر څه وي.
پايله:
کله چې لوستونکي يادېږي زموږ ذهن ته څو ډلې راځي، يو د تعليمي او تحصيلي مرکزونو زدهکوونکي بل هغه کسان چې پخپل مسلک کې مطالعه کوي، مثلاً ډاکټر چې د طب کتاب لولي. بل هغه کسان چې معلوماتي کتابونه لولي يا عمومي مطالعه کوي. په دې ډلو کې ځينې کسان له مطالعې ښه پايله نهشي اخيستلی او ځينې نور بیا په مطالعه کې مخکښ دي. موږ د دې په اړه خبرې وکړې چې څنګه کولی شو په مطالعه کې مخکښ واوسو او ځينې ټکي مو ياد کړل. په پايله کې ویلی شم چې مطالعه زموږ د ژوند اړتيا ده، که غواړو پرمختګ وکړو بايد کتاب لوستلو ته د ساتېرۍ په سترګه ونه ګورو. که په هر عمر کې يوو، د درس په هر پړاو کې يوو او که دنده لرو، مطالعه زموږ د پرمختګ لار ده. د دې لپاره چې په ژوند کې کامياب شو بايد تل د اغېزناکې مطالعې په هڅه کې اوسو.
اخځلیکونه:
۱ـ وياړ، احمد شاه. (۲۰۲۰). د مطالعې فن. سوله خپرندويه ټولنه.
۲ـ ياد، مير احمد. (۲۰۲۲). ته چې ومرې څوک به ژاړي. کابل اکسوس خپرندويه ټولنه.
wadanlima23@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.