د ماشومانو احساسات

244

د ماشومانو د احساساتو درک ډېره مهمه او اساسي موضوع ده، چې د والدینو، ښوونکو او د ماشومانو پالونکو او روزونکو ته باید اهمیت ولري. د ماشوم احساسات د هغوی د شخصیت، چلند او ټولنیز پرمختګ بنسټ جوړوي. روانپوهان وایی، ځینې مهم ټکي دي چې د ماشومانو د احساساتو د درک کولو لپاره باید په پام کې ونیول شي:

احساسات بابیزه مه ګڼئ

ماشومان که خوشحاله وي، خپه وي، وېرېدلي وي یا غوسه وي، دا ټول احساسات ریښتیني دي. باید هغوی ته ووایو چې دا احساسات طبیعي دي او هر څوک یې لري. کله چې ماشوم خپه وي، مسخرې پرې مه کوئ او ارزښت ورکړئ.

ماشوم ته غوږ ونیسئ

ماشوم ته وخت ورکړئ چې خپلې خبرې او احساسات بیان کړي. که ماشوم وویل: “زه وېرېږم”، هڅه مه کوئ چې سمدلاسه دا احساس له منځه یوسئ. لومړی یې ومنئ، بیا پوښتنه وکړئ چې ولې وېرېږي او څنګه ورسره مرسته کولی شئ.

احساسات ته نوم ورکړئ

ماشومان ډېر وخت نه پوهېږي چې څه ډول احساس لري. مرسته ورسره وکړئ چې خپل احساسات وپېژني. مثلاً، ووايئ:
– زه فکر کوم ته غوسه یې ځکه چې…
– ته خفه ښکاري، څه پېښه شوې ده؟

د مثال له لارې

که چېرې مور یا پلار خپل احساسات په مناسب ډول بیان کړي، ماشوم هم دا زده کوي. مثلاً، که پلار ووايي: “زه نن ستړی یم، لږ ارام ته اړتیا لرم”
ماشوم دا زده کوي چې احساسات باید بیان شي، نه چې پټ شي.

غبرګون

ماشوم ته وښایاست چې غوسه، ویره یا خپګان څنګه په ښه ډول کنټرول شي. مثلاً، کله چې ماشوم غوسه شي، ورته ووايئ چې ژوره ساه واخلي، یو ځای ته لاړ شي، یا رسم وکاږي یا سپورټ وکړي تر څو ارامه شي.

ماشوم ته د امن احساس ورکړئ

ماشومان هغه وخت خپلې احساسات څرګندوي، چې ځان خوندي احساس کړي. هغوی باید پوه شي چې د هر ډول احساس په صورت کې مور او پلار ورسره دي او هغوی نه پرېږدي.
نو:
د ماشوم احساسات نه یوازې د رواني روغتیا لپاره مهم دي، بلکې د هغوی پر شخصیت اغېزه هم لري. که موږ وغواړو چې زموږ ماشومان بااعتماده، عاقل او د نورو احساساتو ته درناوی لرونکي لوی شي، باید له وړوکوالي څخه یې احساسات ومنو، درک کړو او ښه چلند ورسره وکړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.