!!!د روسيی دسيسه په افغانستان کی

پاچا - کليفورنيا – امريکا

235

درنو لوستونکو: دا ليکنه د ښاغلی بروس ريچارډسن لخوا په انګليسی ليکل شوی او ماپاچا (ژباړن) پښتو ته اړولی ده. دا ډيره په زړه پوری ده چی د روسيی دولت چی د پخوانی شوروی اتحاد ځای يی نيولی دی دهغه وخت راهيسی چی په افغانستان يی تجاوز کړی وواو بيا د وطنپرستو افغانانو د مقاومت سره مخامخ او په ځوړند سر زمونږ د خاوری څخه وايستل شول تر اوسه پوری په افغانستان کی د وطن پلوروونکو ګوډاګيانو په وسيله چی په دی ليکنه کی ورته ريچارډسن اشاره کړی ده خپلو لاس وهنو ته په بيشرمانه توګه ادامه ورکوی.

“ماسکود غربيانو سره د سيالۍ/رقابت په ډول پخپل ټول قدرت د اوسنۍ جګړی څخه ملاتړ کوی چی د افغانستان پر طبيعی منابعو خپل تسلط برقرار وساتی.

ماسکو: ددی کال په مارچ کی د روسيی په سروالۍ (رهبرۍ) ګډ امنيتی سازمان په لوړ غږ د “افغانستان د مذاکراتو” سره خپل پريکون اعلان کړ. علت يی داسی وښود چی د متحده ايالاتو پريکړي يو اړخيزي دي چی دا به نه يواځی په اصطلاح د “تروريزم پر ضد جګړه” تر اغيز لاندی راولی، بلکه د سوداګرۍ هغه فرصتونه به له لاسه ورکړی  چی روسيه يی د افغان د تيلود ليږد ليکی د قرارداد څخه په قصدی ډول وايستله. روسيه په دی هم ډيره په قهر ده چی (امريکا.ژ) افغان ملی اردو ته د ميلونونو ډالرو په اندازه وسلي او هم عسکری روزنه ورکوی. که چيری په رښتيا سره وکتل شی روسيه په حاضر وخت کی (افغان ژ) دولت ته او هم د مقاومت ډلو ته وسلي ورکوي.

دا مؤضوع په دی ورستيو کی د هغه ژباړونکو (ترجماناتو) لخوا چی د متحده ايالاتو پوځ سره کار کوی د هغوي د کره مشاهداتو په اساس چی ” روسيی شمالی ټلوالی ته د وسلو ليږل پيل کړيدي” بربنډه شويده . بدون له شکه د پولی څخه بل پلو ته د دغسی وسلو ورکول به په لاندينۍ مرکه کی په اثبــات ورســيـــږی. د الجزيره (چاينل) د مرکی (مصاحبی) په اساس چی د مارچ په(۱۷) ولسمه (۲۰۱۴؟.ژ) نيټه يی د طالب بنديانو سره په کندهار کی تر سره کړيده ” روسيه طالبانو، سعوديانو او پاکستانیانو ته په پراخه پيمانه وسلي برابروی.” سره ددی دا کومه بی بنسټه موضوع نه ده چی په دی مرکه کی ورباندی نور مرچ او مساله ورزيات شويدې بلکه دا په پوره يقين سره ويلی شو چی ويکټور باوټ د کی- جی-‌ بی، نړيوال رسوای زمانه کارکوونکی  ( مامور) چی د الغوځ/ځوان يواځينی ليوه په نوم سره مشهور وو د افغانستان ټولو ډلو ټپلو ته د څو لسيزو څخه د احمد شاه مسعود او طالبانو په ګډون وسلي ورکولي. د ملګرو ملتونو د پلټنو او تحقيقاتو په اساس دا کار بدون د روسانو د دولت د مشوری، ګډون او تشريک مساعی څخه امکان نه درلود. (وګورۍ: لــويــه لـــوبــه، (ښاغلی) پيټر هاپکرک، ۱۹۹۰، ۱۹۹۲، ۲۰۰۲).

خو شايد د وسلو د قرارداد څخه ډيره د تشويش وړ خبره د هغوې په باره کی ناوړه تبليغات ډير آثر لری. د ځينو قراردادونو په متنونو کی په نا مشخص ډول د ماسکو لخوا داسی ځای په ځای (ليکل) شويدي چی افغانستان د ماسکو څخه پوروړی دی، په داسی حال کی چی ماسکو بايد افغانستان ته د جنګ تاوان (غرامت) ورکړی. په رښتيا سره چی دغسی نا حل شوي لاسوندونه (سندونه) د زياتو اړخونو څخه د تشويش وړ بلل کيدلی شی. لومړی دليل دا دی چی دافغانستان لپاره د جنګ تاوان ورکول په ځانګړی ډول نه شميرل شوی او نه هم مشخص شويدي. بل ډير مهم ټکی يا عنصر دادی چی دا يواځی افغانستان ته د (ټی-۵۵) ټانکونو په ورکړی پوری چی په قرارداد کی يی ذکر شويدی ددغو ټانکونو د عمر او نظامی ارزښت پوری محدود کيدلی نه شی. بل هغه ټکی چی ګوته ورته نيول کيږی دادی چی روسان داسی دليل وړاندی کوی چی ” افغانان د مښلو/ زړو وسلو د کارونی يعنی استعمال سره عادت دي نو په دی خاطر ديته اړتيا نه ليدل کيږی چی هغوي ته نوره روزنه ورکړل شی.” روسان ډير زيات ټګمار او هوښيار دي چی افغانستان ته به د سړی جګړی زنګ وهلی وسلي ورکړي او په دی کار سره به د ميلياردونو ډالرو د جنګ تاوان يا غرامت  مجری کړی. که يو څوک د کرزی د حکومت څخه دا پوښتنه وکړی چی آيا د روسانو لخوا چی دا يو طرفه شرايط وضع شويدي چی ټول يی په ښکاره د ماسکو په ګټه او د افغانستان په زيان دي د منلو وړ دي؟ ددی ځواب د روسيی د باندنيو چارو وزير سرګی ايوانوف لخوا په يوه بيانيه کی په دی ډول وويل شو، ” مونږ (روسان.ژ) بايد د افغانستان په اړه ټولو مزاکراتو (ډيالوګونو) کی حاضر اوسو، تاسو پوهيږۍ … چی مونږ په شمالی ټلواله کی ډير زيات ملګري لرو.” (وګورۍ: ددی وخت رارسيدلی چی شمالی ټلوالی ته د اوبو لار يا نلليکه خلاصه شی (مرستي وروغــځول شی.ژ) (ښاغلی.ژ) س. فريډريک سټار، والسټريټ ژورنال، سرمقاله، ۲۶ فبروری کال ۲۰۰۲ ( ۲/۲۶/۲۰۰۲).

هغه دوستانه اړيکي چی په ځانګړی ډول د احمد شاه مسعود لخوا د روسيی د حکومت سره پالل کيدي، او په اوس وخت کی د هغه د پيروانو لخوا په هغه پخوانی ډول د ربانی (چی اوس له منځه تللی او وژل شويدی.ژ)، فهيم ( فهیم چی دا هم د خپلو ټولو ناوړه او منفی هيلو سره د خاورو ډيران شوی.ژ) دوستم،  قانونی، عطا، عبدالله عبدالله، اسماعيل خان، او نور په هغه پخوانی شکل پالل کيږی، چی د نړۍ د ټولو معتبرو، ازادو خبريالانو او ژورنالستانو لخوا د پوره لاسوندونو په درلودلو سره په دقت څارل کيږی. اما که ددی بحث موجباتو ته وکتل شی داسی څرګنديږی چی د کرزی په دولت کی ځينی وزيرانو په دی ورستيو کی اسماعيل خان لکه د احمد شاه مسعود په شان د شوروی د څلويښتم (۴۰) ځــواک ســره د نه تيری (عدم تجاوز) لوظنامه لاسليک کړيده. په يوه مرکه کی چی د اګست په لسمه (۱۰) کال ۱۹۸۸ کی يو انګليسی ژورنالست مارک اوربان لخوا د روسيی تورن جنرال ليو سريبروف سره شوی وه، دغه تورن جنرال د اسماعيل خان سره ددغه قرارداد د لاسليک کولو په اړه چی د ايساف (د نړيوال آمنيت مرستندويه ځواک) د محلی قوماندی لاندی اوربند به د شوروی ځواکونو(د افغانستان.ژ) څخه په امن د وتلو لار هواره کړی، په ښکاره اعتراف وکړ. (وګورۍ: په افغانستان کی جنګ، مارک اوربان، ۱۹۹۰،پاڼه.۲۵۳) دا ښکاره ده چی په شمالی ټلواله کی اسماعيل خان يو ډير مهم سړی او د روسانو ملګری دی چی د روسانو د تجارتی ګټو څخه په کلکه ملاتړ کوی.

دا يو نه مننونکی او د احتمال څخه ليری تصور دی چی د افغانستان ګټي دی د روسيی تابع وی او روسان دي د افغانستان دولتی مؤسسو ته د مرستو د عنوان لاندی لکه څنګه  چی يی په  ۱۹۷۰ کلنو کی تر سره کول لار پيدا کړې. که په حقيقت کی د روسانو دی تار غځونی (اړيکو) ته څوک پام واړوی په نظر داسی ښکاری چی روسان غواړی تاريخ يو ځل بيا تکرار کړی. (وګورۍ: د مهاجرت د کړاوونو هغه قيصې او داستانونه چی د افغان رهبرانو لخوا د متحده ايالاتو، ملګرو ملتونواو د نړۍ نورو رهبرانو ته اورول کيدل، ۲۱ سپټمبر ۱۹۷۹ – اکټوبر ۷، ۲۰۱۳، ډاکټر صديق نورزوی، پاڼي. ۱-۱۷، ۱-۶، ۱-۳، ۲۰۱۳. د افغانستان سياسی کمزورتيا او بهرنۍ لاسوهنه/مـداخــله، ډاکټر نبی مصداق ۲۰۰۶، پاڼي. ۱۳۲-۱۳۹، ۱۴۳-۴، ۱۵۵-۷. افغانستان د سولی په لټه کی، بروس جی. ريچارډسن، ۲۰۰۹، پاڼي ۲۵۹-۲۶۰. لويه لوبه، پيټر هاپکرک، ۱۹۹۰، ۱۹۹۲، ۲۰۰۲،  او د امريکايانو راج، آزادی يا ښکيلاک، د غــرب او اسلامی نړۍ تر منځ د شخړو حل، ايرک س. مارګوليس، ۲۰۰۸، پاڼه. ۱۹۶).

يوه بله د پام وړ خبره داده چی روسيه هم د کرزی حکومت ته او هم طالبانو ته وسلي ورکوي. د متحده ايالاتو او روسيی تر منځ د کسپين د بحيری او مرکزی اسيا د انرژۍ د بر لاسۍ په سر سيالی روانه ده. دا د روسيی په ګټه ده چی په افغانستان کی جنګ روان وی او همداسی په خټو کی بوخت وی، ددی جنګ په دوام کی به افغانستان په با القوه ډول د پانګونی (سرمايه ګزارۍ) څــخــه وروسته پــاتــی او هــم بــه د افغان تيلو د ليږد ليکی (ټرانس افغان پايپ لاين) چی امريکا د هغی د غځولو وړانديز کړی د خنډ او خطر سره مخامخ شی، که چيری دا (پروژه.ژ) کاميابه شی نو په ځانګړی ډول  به د روسيی  پانګونه او پرمختيا  په سيمه کی کمزوری شی، نو له دی امله روسيه غواړی چی په سيمه کی خپل “تسلط فعال” وساتی. لکه څنګه چی ليکوال پيټر هاپکرک په واضح ډول دغی مؤضوع ته چی په نولسمه پيړۍ کی په پټه (مخفی) د دوه زبرځواکونو… يعنی د بريتانيا  د سلطنت واکداری ملکی ويکټوريا او روسيی تزاری مامورينو تر منځ  تر نن ورځی پوری بدون له کومی وقفی مرګانی مبارزه  روانه وه د “لويی لوبی”   نوم يا عنوان غوره کړيدی.

کله چی متحده ايالات په تپه تياره کی د فتنی او دسيسی څخه ډک د “لويی لوبی” دالان (دهليز) ته داخل شول نو د لوبغاړو په نوملړ (فهرست) کی څه لږ بدلون راغی خو اجندا او تاکتيکونه  په هم هغه خپل حالت باقی پاتی شول…  ددی سره په ښکاره ډول د تيری او تجاوز اجندا راوغوړيده  چی موخه يی په نړيواله اندازه د افغانستان بی بها قيمتی  او نورو طبيعی منابعو لکه د مثال په ډول تيل، ګاز، مس، تارياک، زمرد، لاجورد او په يوه کمه اندازه ليتييوم باندی سلطه قايمول وو. بروس جی. ريچارډسن.”

د ژباړن تبصره: درنو لوستونکو د بروس ريچارډسن په دی ژباړل شوی ليکنه کی ځينی ځايونه ما (پاچا) په سور رنګ په لومړۍ، دوهمه او دريمه پاڼه کی په نخښه کړی دي، غواړم په اړه يی يوه لنډه تبصره وړاندی کړم.

کله چی په امريکا باندی د يولسم سپټمبر (۲۰۰۱) ټکه را پريوته او زور يی د افغانستان د ځوريدلی ملت نه وويست، زه په همدغه شپو ورځو کی د کليفورنيا ايالت د انتياک په سيمه کی چی کانکورډ ته نژدی دی په يو کور کی ميلمه ووم. په دغه ميلمستيا کی ډيرو خلکو ګډون کړي وو چی د ميلمستيا زياتره ګډون وال د جمعيت اسلامی او شورای نظار کسان وو. دا ښکاره خبره وه چی په ټوله نړۍ او بيا د افغانانو ترمنځ  په مجلسونو کی همدا د يولسم سپټمبر نقل وو چی باديدل او هر چا ورباندی په مړه ګيډه شخوند واهه. ډير داسی کسان هم وو چی يو بل ته به يی مبارکياني ورکولي. په افغانستان باندی د امريکايانو يرغل د جمعيتيانو، شورای نظاريانو، ستميانو او نورو افغان دشمنو عناصرو لخوا ډير په مينه بدرګه کيده. ډيرو به پکی لا دا هم ويل چی دا ډير ښه کار وشو چی امريکايان پښتانه له منځه يوسی ځکه چی د دوي په نظر طالبان ټول  پښتانه دي.

په دی مباحثه کی چی هر چا خپل نظر له مختفلو زاويو څخه څرګندوو، ما (پاچا) په دی مجلس کی دا خبره وکړه چی ګورئ داسی  وخت به راشی چی روسيه به د امريکا پر ضد طالبانو ته وسلي او مهمات ورکړې لکه څنګه چی امريکا او نورو هيوادونو د پخوانی شوروی اتحاد د يرغل په وخت کی مجاهدينو ته وسلي او پيسي ورکولي. دا مؤضوع پس له تقريبآ دولسو کلنو بروس ريچارډسن پخپله ليکنه کی اوس څرګنده کړه خو ما دا نظريه هم په هغه وخت کی څرګنده کړی وه، خو هغه د چا خبره چی د غريب ملا په اذان نه څوک کليمه وايی او نه ورباندی روژه ماتی کوی.

د دغه مجلس ډير کسان لا اوس هم ژوندي دي او زما د دی خبرو شاهدان دي.

په ډير درنښت

پــــا چــــا

!!!د ژورناليزم دروهه (دسيسه)

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.