بې اتباره وخت

سید عبید الله نادر

346

دومره وخــت شو بی اتباره، چې آشـنا نه مونږه تښتو

ځــان ځانۍ په رڼخ اخـــــته یو، له دوا نه مونږه تښتو

زمانې دیوانو دومــره یو، اوهــامو کـــښي پری ایښي

چې خپل سیوري نه ډاریږو، له هر چا نه مونږه تښتو

محبت مو د دوکــو او د درواغــــو دی، په زړه کښي

صداقت ایمان دارۍ ، او د ریښـــتیا نه مـــونږه تښتو

د بد رنګ ضمیرپه سترګومو، جهان بد رنګه ښکاري

ټول جــهان بد رنګه وینو، د ښــکلا نه، مونږه تـښتو

دومره وشــولي چاودنې، په محراب او په منبر کښی

چې اوس هر چـیري طالب، او د ملا نه ، مونږه تښتو

د تړلي مکتـــــبومو، فلــــــسفه ده ښـــکاره شــــــوي

چې هر چا ځــــیني ډاریږو د دانا نه ، مونږه تـــښتو

پلوشو د معرفــــــت خـــو، ټول جهــــان رڼا رڼا کړ

خـو مقــــام د علم وفن، او د رڼا نه، مــونږه تــــښتو

مغــــــارو په لور روان یو، مدنـــیت نه یو بــــیزاره

له غروره نه کوزیږو، د دنـــــیا نه مـــونږه تــــښتو

حقیقت کښي مونږ د غــــرو، او تیارو هغه دېوان یو

په ویو د یو څـــو ټکي، بسم الله نه، مـــونږه تــــښتو

د بګوو او دېوانو خولي ته پروت مو خوار وطن دی

مسلم دا حقــــیقت دی، دې بلا نه مــــــونږه تــــښتو

د سید عبیدالله نادر څو څلوریځې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.