غزل

جلال امرخیل

252

د لوپټې سره دې ونیوې په خوله کې ګوتې
ځار دې له شرمه نور مې مه وهه په زړه کې ګوتې

ما ستا د زلفو په تارونو باندې وتړلې
زما له ګوتو ښویېدې په بارانه کې ګوتې

ډیرې زما د نیټې کرښې په کې څه له کاږې
درنه به پاتې شي جینۍ په دیواله کې ګوتې

د عشق له درده مې کړه داسې ناګهانه چغه
لکه ماشوم نه کله ونښلي په وره کې ګوتې

تر څو چې ته د زړه ګلاب راته رالیږې په کې
اوبه اوبه به وي له ما نه په ویاله کې ګوتې

په رکاتونو کې خطا کړم د بنګړو ماتیدو
د سودایانو غوندې شمارم په لمانځه کې ګوتې

ستا جدايۍ په خپل نصیب کړمه حیرانه پاتې
جلاله و مې سوځیدې په تناره کې ګوتې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.