منتظره ونه

نجیب منلی

218

منتظره ونه

(۱)

پښې مې کلکې
ځمکه کې ښخي
دومره ساړه دي
باور مې نه شي
چې دغه ځای کې
څه موده مخکې
ژوند په نڅا و
دومره تیاره ده
چې هر څه پرېږده
د برېښنا پړک هم
له اسمان تللی
د باد څپې مې
لغړ بدن ته
د واورې څاڅکي
داسې راشیندي
لکه له اوره
چې د سپرغیو
لپه ګوزار شی
زړه مې کنګل دی
خو خیر دی وي دې
هر څه چې کېږي
هغه به راشي.

(۲)

څومره ښې لګي
دا د لمر ګوتې
شوخې، شیطانې،
څرخنده راشي
لغړ وجود مې
منګول کې نیسي
زه لا تر اوسه
په انتظار یم
چې شین څادر به
راباندې خور شي
پاسته ورېښم به
د باد له نېشه
دا یخ وهلې
تنه خوندي کړي
نن راته زېری
وږمې راوړی،
نېټه نېږدې ده
هغه به راشی

(۳)

د حسرتونو
شپې مې سبا شوې
اسمان کې ستوري
د شپې راګوري
د رڼاګانو
خبرې کاندي.
باد مې په څڼو
په ډېره مینه
لاسونه تېر کړي
لکه دنیا چې
یوازې ما ته
په ګډا سروي
اوس نو پوهېږم
شک په کې نه شته
هغه به راشي.

(۴)

هغه د ژمي
یخنۍ یو خیال و
هغه لغړې
شپې پسې ولاړې
اوس په ورېښمو
کې یم رانغښتې
جامې مې واړه
په ګلو پټې
لا پر وېښتو مې
ګلان نڅېږي
هوا توده ده
وخت یې راغلی
هغه به راشي.

(۵)

اسمان ناڅاپه
ورېځو راتور کړ
توپان بې رحمه
هر خوا مې ولي
زه لا پر ځای یم
خو له لوېدلو
په امن نه یم.
چې کوم پېریان به
پر ورېځو ناست وي
ږلۍ د کاڼو
په څېر رااوري
ګلان مې توی شول
جامې مې څيرې
ما یې چې ژمی
لاره څارله
هغه مېوه مې
دغه دی مړه شو
نور یې راتلو ته
په تمه نه یم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.