ډوډۍ وتښتېده

اسما کاکړ

374

په یوه ښکلي او پخواني کلي کې د زرمینې، شفیقې او خاطرې په نومونو درې خورلڼې وې چې تل به یې له یو بل سره لوبې کولې.
د پسرلي ښکلی موسم و، زرمینه، شفیقه او خاطره د زرمینې دوی په باغچه کې نانځکې کولې، خاطرې وویل:
زه وږې شوې یم، دا څنګه د نانځکو واده دی، د خوړلو څه نه لرو.
زرمینه له ځایه پورته شوه، د ونې په یوې څانګه کې يې ځوړند دستمال راواخیست او غوټه يې خلاصه کړه، په دستمال کې يې یوه ډوډۍ پيچلې وه. زرمینې وویل، زه به له کوره پیاز او شین مرچک راوړم، ډوډۍ سره ډير خوند کوي او ولاړه چې ډوډۍ راوړي.
خاطرې ډوډۍ له دستماله راواخیسته او ویې ویل:
زه چې هر څومره وږې هم شم، دا سړه ډوډۍ نه خورم!
شفیقې يې خبره ورغبرګه کړه:
رښتیا وایې، دا ډوډۍ په بلا وهو!
خاطرې وویل، راځه ډوډۍ لرې واچوو، چې زرمینه راغله وبه وایو چې ډوډۍ مو وخوړله!
شفیقې یې خبره ومنله، خاطرې ډوډۍ لرې واچوله، خو په حیرانتیا یې وکتل، چې ډوډۍ په هوا کې ولاړه پاتې ده!
دواړو ډوډۍ خواته ورمنډه کړه، خو چې لاس يې وروغځاوه، ډودۍ له دویه وتښتیده او د يوې غټې ونې شاته پټه شوه.
زرمینه او خاطره په ډوډۍ پسې د ونې شاته ولاړې خو هلته یوه لویه کنده وه او دواړه په کنده کې ولویدلې.
هلته ډيره تياره وه، دواړه ډيرې ویرېدلي وې او چیغې يې وهلې:
مرسته! مرسته! څوک شته چې مونږ سره مرسته وکړي؟
د هغوی غږ په کنده کې انعکاس کاوه، خو چوپه چوپتیا وه.
شیبه وروسته د زرمینې او خاطرې سترګې په رڼا کې لږ آموخته شوې، یوه وړه رڼا یې ولیده د رڼا په لور لاړې، هغوی یوه وړه دروازه ولیده چې له څنګ نه یې د بهر رڼا ښکاریده. دواړه ددې په لټه کې شوې چې دروازه خلاصه کړي، خو د ډيرو هلو ځلو سره سره دروازه خلاصه نشوه. زرمینې د لوږې احساس وکړ او خاطرې ته یې وویل:
خاطرې زه په ژوند کې داسې نه وم وږې شوې، ګوره لاسونه مې ریږدي!
زرمینه: هو والا، زه هم دېره وږې یم، اوس که هغه د زرمینې سړه او باسي ډوډۍ هم وه خوړله مې.
خاطرې د زرمینې خبره تایید کړه او په حیرانۍ يې وکتلې چې دروازه خلاصه شوه.
دواړه ووتلې، ډير عجیبه ځای و، د ټولو سرې خولۍ په سر وې او د غنمو وږي يې په خولیو کې ټومبلي وو. په دیوالونو هم د غنمو او ډوډۍ انځورونه ایستل شوي و. ټول خلک بوخت و، د هر یوه په لاسونو کې د غنمو وږي وو.
زرمینه او خاطره چې ډيرې وږې او بې حاله وې، له هر یوه څخه يې د خوړو پوښتنه کوله، خو چا ورته ځواب نه ورکاوه، ته به وایې ټول کاڼه وي. هغوی له لرې یو په عمر پوخ سړی ولید چې ددوی په خوا روان و، زرمینې وویل، زه د هغه مخې ته دریږم او د خوړو پوښتنه کوم کنه له لوږې به مړې شو.
کله چې سپین ږیری سړی دوی ته نږدې شو، زرمینه يې مخې ته ودریده:
اکا! خیر دی مونږ ته د خوړو ځای وښیه یا هغه لاره چې مونږ بیرته خپل ځای ته لاړ شو، کنه د لوږې به مړې شو!
سپین ږیری: دلته نور خواړه نشته، یوازې سپوره ډوډۍ پيدا کیږي.
زرمینه: خیر دی اکا! سپوره ډوډۍ هم خورو، ځکه ډيرې وږې شوي یو.
سپين ږیری سړی: خو دلته وچه ډوډۍ نشته!
خاطره: تا خو وويل دلته وچه ډوډۍ پيدا کيږي.
سپین ږیری: هو ! خو تاسو بايد خپله غنم وکرئ، بیا چې ورسیدل ويې ریبئ، وروسته يې په ژرنده کې اوړه کړئ ، بیا یې لامده کړئ او ډوډۍ پخه کړئ!
زرمینه: څه؟ دا خو ډير سخت کار دی، مونږ يې نشو کولای!
سپین ږیری: بله چاره نشته، نو همداسې وږې پاتې شئ!
خاطره : خو دا ډير وخت غواړي مونږ به تر هغه چې ډوډۍ پخې شي له لوږې مړې شو!
سپين ږیری: دا د غنمو جادويي ښار دی، دا هر څه د سترګو په رپ کې کيږي او په لسو دقیقو کې به هر څه وشي. زه یوازې دا مرسته تاسو سره کولای شم، چې تاسو ته غنم درکړم بس!
زرمینه او خاطره چې ډيرې وږې شوې وې، د سپين ږیري خبره يې ومنله او غنم یې ترې واخیستل.
هغوی دواړو، غنم وکرل او په حیراني يې وکتل چې غنم شنه شول. دواړو غنمو ته اوبه ورکړې، څو شیبه وروسته غنم پاخه شول.
زرمینې او خاطرې په ډيرې سختۍ غنم وریبل، ژرنده کې یې اوړه کړل. زرمینې تنور سور کړ او خاطرې اوړه لمدول. خاطرې وویل، زه نور د لوږې توان نلرم، پښو کې مې دمه نه ده پاتې!
زرمینې وویل، اوړه به هم زر خمیره شي، دا جادويي ښار دی، ډوډۍ به پخه کړو او ګرمه ګرمه به يې وخورو، بیا به کور ته د تلو لاره هم پیدا کړو.
څو شیبې وروسته خاطره او زرمينه په دې وتوانیدې چې ډوډۍ پخه کړي. د تودې ډوډۍ بوی ډير خوندور و، زرمینه او خاطره کبړۍ اخیستې وې چې ژر ډوډۍ وخوري.
زرمینې وویل، یوه ډوډۍ په څومره سختۍ لاس ته راځي، خو مونږ يې په قدر نه پوهیږو!
دواړو د ډوډۍ نه لا یوه مړۍ نه وه اخیستې، چې په حیرانتیا یې ولیدل، چې د زرمینې دوی په باغچه کې دي!
خاطرې وويل: اوه! دا څنګه؟ مونږ خو د شفیقې دوی په باغچه کې يو!
زرمینه: هو خو دا دومره ځنډ شفیقه چیرې وه؟
خاطره: هغه ده شفیقه مونږ خوا ته روانه ده!
زرمینه: شفیقې دا ته دومره ځنډ چیرې وې؟
شفیقه: ځنډ؟ کله ځنډ شو؟ زه خو په ۵ دقیقو کې راغلم؟
خاطره: څه؟ پینځه دقیقې؟ مونږ د غنمو جادویی دنیا ته ولاړو، هلته مو غنم وکرل، ومو ریبل، اوړه مو کړل او بیا مو خیشته کړل.
زرمینه: هو بیا مو توده ډوډۍ هم پخه کړه!
شفیقه: لکه چې ډيرې وږې شوې يئ او اپلتې وایئ!
خاطره: نه نه اپلتې نه وایو، وګوره مونږ سره توده ډوډۍ ده!
شفیقه: کومه ده توده ډوډۍ؟ دا خو هماغه زمونږ پرونۍ سړه ډوډۍ ده!
خاطرې او زرمینې ډوډۍ ته وکتل، د شفیقې خبره سمه وه!
دواړو حیرانې حیرانې یو بل ته وکتل! او ویې ویل:
ته یې نه منې، خو مونږ دا ومنله چې ډوډۍ په اسانه لاس ته نه راځي، په قدر یې پوه شولو .
او درې واړو سړه ډوډۍ له مرچ او پياز سره په خوند وخوړله!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.