افغان ډاکټرې او څېړونکې رابعه جلالزۍ په امریکا کې له هغو څېړونکو سره همکاري کړې ده چې د HIV، ایډز ناروغۍ د درملنې لپاره یې د زرقي درملو د جوړولو په برخه کې څېړنه کړې.
اغلې جلالزۍ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل، دې څېړنې کلونه وخت نیولی، خو بالاخره دا څېړنه د امریکا د درملو او خوراکي موادو د څارنې ادارې له خوا تایید شوه.
نوموړې وویل: “هغه څېړنې کې چې ما هم برخه درلوده، د پرېوېنشن یا وقایې په برخه کې وه چې دې سره څنګه کېدای شي هغه کسان چې د ‘HIV’ ناروغۍ پر وړاندې له لوړ ګواښ سره مخ دي، دوی ته داسې درمل جوړ شي چې پر دوی یې بوج کم وي، مخکې هغه کسان چې د دغې ناروغۍ پر وړاندې لوړ ګواښ سره به مخ وه، دوی اړ و چې په ورځ کې دوه، درې او ځینو هېوادونو کې چې اسانتیاوې کمې دي ان تر څلورو ګولۍ وخوري، نو موږ ساینس پوهان په دې بوخت و چې داسې درمل رامنځته کړو چې نور دا خلک مجبوره نه وي چې دومره ډېر ټابلیت وخوري.”
نوموړې وايي، دا زرقي درمل په هر دوو میاشتو یو ځل په ‘HIV’ اخته کس ته تزریقېږي.
اغلې جلالزۍ د جان هاپکېنز نړیوال پوهنتون څخه فارغه ده.
په ورته وخت کې بلې افغان بهر مېشتې ډاکټرې شکردخت جعفري خپله دوهمه اختراع له اروپایي ټولنې سره ثبت کړې چې په خبره یې د سرطانونو د وړانګو د سنجولو لپاره یې جوړه کړې ده.
شکردخت جعفري ازادي راډیو ته د خپلې دغې اختراع په اړه وویل: “دا هغه درې بُعدي ډوز متري سیستم دی چې د هغو ناروغانو په بدن کې دننه چې راډیوټراپي ورته کېږي ځای پرځای کېږي، اوس مهال له لسو تر ۲۵سلنه هغه ناروغان چې راډیوټراپي یې کېږي له بده مرغه درملنه یې بریالۍ نه وي او د دې یو لامل دوی ته د هغې اشعه یي ډوز ورکړه ده چې راډیوټراپي پر مهال ورکول کېږي.”
مېرمن جعفري وایي، دا هیله منه ده چې د دغې نوي درې بُعدي ډوز په جوړولو چې خورا دقیقه اله ده، دا ستونزه تر هواره شي.
نوموړې وايي، دوهمه اختراع یې هم د لومړۍ هغې په دوام ده.
د مېرمن جعفري دغې څېړنې او بالاخره اختراع درې کاله وخت نیولی او په خبره یې، تازه د پنجشنبې په ورځ په اروپایي ټولنه کې ثبت شوه.
د دغو دوو افغان مېرمنو دا لاسته راوړنې په داسې حال کې دي چې دا مهال په افغانستان دننه اکثره ښځې له کار او تعلیمه بې برخې دي.
اغلۍ جلالزۍ په دې اړه خپل اندېښنه ازادي راډیو سره داسې شریکه کړه: “دا اوسنی حالت زما لپاره ډېر خواشینونکی دی، کله چې زه ګورم زما او تر ما ښې او لایقې مېرمنې او استعدادونه په افغانستان کې شته خو دوی اوس له پرمختګه منع شوي دي.”
مېرمن جعفري هم ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال ورته اندېښنه څرګنده کړه: “له طالبانو مې غوښتنه دا ده چې له نورو افکارو دې لاس په سر شي او افغان ښځو او نجونو ته دې د تعلیم پرمختګ او کار اجازه ورکړي چې ټول په ګډه د خپل هېواد د جوړولو لپاره کار وکړي، څو به دوی نورو هېوادونو ته د سوال لاس نیولی وي؟”
په ورته وخت کې د افغانستان د روغتیایي کار کوونکو او بنسټونو ټولنه د دغو دوو افغان ښځینه ډاکټرانو لاستې راوړنې د افغانستان او په ټوله کې د بشریت لپاره ستر ویاړ بولي.
د دغې ټولنې د دارالانشا مشر خسرو یوسفزي وویل: “د دوی دا لاسته راوړنې افغانستان ته ستر ویاړ دی چې موږ داسې خویندې لرو، خو له بده مرغه د نورو افغان متفکرو شخصیتونو تر څنګ د روغتیا په برخې کې هم لایقه خلک له هېواده وځي، اسلامي امارت دې د دغه شان شخصیتونو د بېرته جذب او رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.”
طالبانو په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د جمعې په ورځ د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي، ازادي راډیو سره په خبرو کې ټولو افغانانو ته ډاډ ورکړ چې هېواد کې د امن ژوند زمینه ورته برابروي او دوی دې بېرته دې هېواد ته ورستانه شي.
د یادونې وړ ده چې د رابعې جلالزۍ او شکردخت جعفري په شان په افغانستان کې دننه هم شته داسې ښځینه ډاکټرانې چې تېرو شلو کلونو کې یې د روغتیا برخه کې بېلابېلې لاسته راوړنې درلودې.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.