ته به څنگه ښکارې؟

عبدالعزیز نایبي

564

مودې شوې لرې یې له ما نه، ته به څنگه ښکارې؟

زه سوی سکور یم به له تا نه، ته به څنگه ښکارې؟

ستا د تندي د خال ښایست جوړه په هند کې نه وه

اوس یې کډواله، پریشانه، ته به څنگه ښکارې؟

ستا د تگ ویر، ناگاساکي غوندې له منځه یوړم

ذره، ذره یمه جانانه، ته به څنگه ښکارې؟

توپان دی گډ په هغه خاوره چې مین وو پرې موږ

زه پسې مړ یم له خفگانه، ته به څنگه ښکارې؟

د ښار مُفتي بُلبُلي‌غږ پسې رانجه راخیستي

زه یې فتواوو ته حیرانه، ته به څنگه ښکارې؟

نوې پېـړۍ، زړې خبرې، د هیچا نه مني

پیغلې په تنگ له مُلاجانه، ته په څنگه ښکارې؟

۲۸/۸/۲۰۲۴

ستاکلهم، سویدن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.