په زور شړل شوي افغانان؛ ‘یوازې دومره وس لرم چې وژاړم’

307

د عکس تشریح،روزینه ساپۍ له تېرو ۷ میاشتو راهیسې له خپلو دوو ماشومانو سره په یوه کېږدۍ کې ژوند کوي.

 بی بی سی – حفیظ الله معروف

رحمت الله په پاکستان کې د یوه داسې افغان کډوال په توګه ۴۶ کاله تېر کړي، چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد یې نه درلودل. دی په خیبر پښتونخوا ایالت کې و او تر کلونو هغه ځای د خپل کور، کلي په څېر ورته ښکارېده. تېره میاشت بیا ده ته یوازې لس ورځې ورکړل شوې، چې کډه بار کړي.

دی وايي، “ډېر اندېښمن وم. مور مې له ما پرته بل هېڅوک نه لري. اندېښنه مې دا وه، چې که دوی زه زنداني کړم، کورنۍ به مې څوک پالي؟”

دی تورخم دروازې ته د کورنۍ له ۱۶ نورو غړو سره یو ځای راغلی و. هلته هوا خورا توده وه، د تودوخې درجه ان ۴۳ ته رسېده او سپین سرې مور یې په لاس ګاډي کې لېږدوله.

د رحمت الله مور له کورنۍ سره په ۱۹۷۹ کال کې له هغه یو څه مخکې له هېواده وتلې وه، چې شوروي ځواکونو پر افغانستان یرغل کړی و.

۸۵ کلنه نورنامه وايي، “پاکستان کې مې ډېر وخت تېر کړ. ځوانه هلته تللې وم او عمرخوړلې بېرته راغلم. دوی وهلو، ټکولو، موږ په خوښه له خپل وطنه نه وو وتلي، په زور یې شړلي وو.”

دغه ډېری کډوال خپل هېواد ته په داسې حال کې راځي، چې ځینو خو یې ان لا لیدلی هم نه دی.

ملګري ملتونه وايي، په ټوله نړۍ کې افغانستان اوس هم له هغو هېوادونو یو دی، چې ډېر وګړي یې په بهر کې د کډوالۍ ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان ګواښ کړی، دوی به نور یو میلیون هغه افغان کډوال وباسي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د افغانستان بل ګاونډی هېواد ایران وار له مخه د افغان کډوالو پر ایستلو بوخت دی. د راستنېدونکو کډوالو دا جوپې په افغانستان کې د بشري کړکېچ د لا پراختیا لامل کېږي.

رحمت الله پوهېږي، چې په هېواد کې یې بې روزګاري، د سرپناه نشتوالی، لوږه او د پېغلو لوڼو پر مخ د ښوونځي یا پوهنتون تړلې دروازې انتظار کوي. دی وايي، “دا سخته ده. قسم خورم چې دا انسان ډېر ځوروي. زه به له صفره خپل ژوند بیا پیلوم.”

Rahmatullah and her mother Nournama
د عکس تشریح،۴۶ کلن رحمت الله له خپلې ۸۶ کلنې مور نورنامې سره.

پاکستان کې نژدې څلور میلیونه افغان کډوال مېشت دي او رسمي شمېرې ښيي، چې یو اعشاریه اووه میلیونه یې هلته د اوسېدو رسمي اسناد لري، چې د رحمت الله کورنۍ هم په کې شامله ده.

د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې بیا پاکستان د غیرقانوني افغان کډوالو ایستلو لړۍ پیل کړه.

پاکستاني چارواکو هغه مهال تور پورې کاوه، چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې یې د وسله والو وراوښتو پېښو له زیاتېدو سره دا ګام پورته کړی دی، چې تر اوسه یې د رپوټونو له مخې ۷۰۰ زره افغان کډوال ایستلي دي.

تیاره پرخلیک

پر افغان خاوره له پل اېښودو سره سم دغه کډوال د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې (یو این ایچ سي ار) او نورو خیریه ټولنو سره ثبت او راجسټر کېږي.

دوی ته د سیم کارت، لنډمهاله پناه ځای، ټرانسپورټ، خوړو او یو څه نغدو پیسو په ګډون د اړتیا وړ لومړني توکي ورکول کېږي. خو له دې وروسته بیا دوی یو اوږد سفر پیلوي، چې د نامعلوم برخلیک پر لوري ځي.

۲۴ کلنه روزینه ساپۍ هم له دې کډوالو یوه ده، چې په پاکستان کې زېږېدلې او هماغلته لویه شوې ده. دا په جنورۍ میاشت کې له پاکستانه ایستل شوې او تر اوسه په یوه زړه کېږدۍ کې ژوند کوي.

دا چې هېواد ته ستنه شوه، داسې هېڅ ځای یې نه درلود چې ورشي. له پاکستانه ایستل شوي نیمايي افغان کډوال تر اوسه په ننګرهار ولایت کې اوسي، چې له مخکې یوه ګڼ نفوسه سیمه ده.

روزینه چې کله هېواد ته ستنه شوه، خپلوانو یې د خپل کور په انګړ کې د یوې کېږدۍ درولو اجازه ورکړه. موږ چې یې کله د جلال اباد ښار په لېرې پرته څنډه کې لیدو ته ورغلو، د خپلوانو د کور په انګړ کې یې درې کېږدۍ ولاړې وې.

هغې راته وویل، “دلته مې له خسرګنۍ سره یم. دوی یوه کېږدۍ راکړه، چې له لور او زوی سره پکې اوسم. د داسې وضعیت تمه مې نه درلوده.”

د روزینې لور مریم اوس څلور کلنه ده. روزینه د مریم مېندواره وه، چې مېړه یې په پاکستان کې تری تم شو. معلومه نه ده، چې د روزینې مېړه ولې تری تم شوی، خو دا وايي، نیول شوی دی او بیا یې دوی په هکله هېڅ معلومات نه لري.

Afghan refugees near the border

د عکس سرچینه،AFP

د عکس تشریح،هره ورځ له پاکستانه سلګونه افغان کډوال خپل هېواد ته ستنېږي.

په ۲۰۲۱ کال کې چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، روزینه په خپله خوښه هېواد ته ستنه شوې وه، خو وروسته یو ځل بیا پاکستان ته کډواله شوه.

د یادونې ده، چې په تېرو درې کلونو کې زرګونه افغانان له خپل هېواده وتلي دي. روزینې بیا پاکستان کې د کالیو ګنډلو له لارې د خپلې کورنۍ لپاره څه نا څه عاید ترلاسه کاوه، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د روزینه غوندې ښځو لپاره دنده یا مزدوري موندل اسانه چاره نه ده.

ښځو ته په افغانستان کې د کار او زدکړو اجازه نه ورکول کېږي.

نامعلوم راتلونکی

افغانستان له یوه سخت بشری کړکېچه تېرېږي. د شمېرو له مخې د دې هېواد له ۹۰ سلنې زیات وګړي، د بیوزلۍ وروستۍ کچې تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په ټول هېواد کې په پراخه کچه بې روزګاري هم له هغو لاملونو یو دی، چې له کبله یې په دا وروستیو کلونو کې له هېواده د وتلیو افغانانو شمېر ورسره زیات شوی دی. مرستندویه ادارې اندېښمنې دي، چې د خلکو دا ډله‌ییزه وتنه به په هېواد کې د لا ډېرې بې ثباتۍ لامل شي.

د افغانستان لپاره د یو این ایچ سي ار د نوي مشر په توګه په دا وروستیو کې ګومارل شوی عرفات جمال وايي، د افغانستان لپاره د مرستو پانګه یو په درېیمه برخه ټیټه شوې ده او دوی د نړۍ نورو سیمو کې د بېړني وضعیت له کبله د افغانستان لپاره د مرستندویه پانګې په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي.

دی وايي، “په غزه، اوکرایین، سودان او داسې نورو سیمو کې د وضعیت له کبله موږ د مرستندویانو لېوالتیا کمېدو له حالت سره مخامخ یو.”

په افغانستان کې د طالبانو حکومت منلې چې دوی نه شي کولای په یوازې سر دا وضعیت کنټرول کړي. په ننګرهار کې د کډوالو چارو لپاره د طالبانو رئیس باز محمد عبدالرحمان وايي، له پاکستانه د راستنېدونکو کډوالو دا جوپې به تر راتلونکو کلونو پورې مرستې ته اړتیا ولري.

Taliban refugee director for Nangarhar, Baz Mohammad Abdul Rahman
د عکس تشریح،په ننګرهار کې د کډوالو چارو لپاره د طالبانو رئیس باز محمد عبدالرحمان

ښاغلی عبدالرحمان وايي، “اویا یا اتیا مروستندویه ادارې دي، چې له موږ سره په شریکه کار کوي، نوملړ اوږد دی، خو دا بسنه نه کوي. موږ به د هغو کډوالو لپاره چې له پاکستانه په زور شړل شوي، لږ تر لږه پنځه کاله پرلپسې مرستو ته اړتیا لرو.”

پر افغانستان د طالبانو له ولکې راهیسې ملګرو ملتونو په افغانستان کې نژدې یو اعشاریه اته میلیارده ډالره لګښت کړی. خو د دوی په باور “کال په کال د مرستو ورکړه” به پر خپلو پښو د خلکو درېدو لړ کې ناکامي وي.

ښاغلی عرفات وايي، “ملګري ملتونه باید نړیوالې ټولنې ته دلیل ووايي، چې پر افغانستان باور وکړي. اوس داسې ډېر دلیلونه شته، چې له کبله یې داسې باور نه شته او موږ ټولو ته هغه تورې وریځې معلومې دي، چې پر دې هېواد ګرځي. خو په تر ټولو ناوړه وضعیت کې هم موږ کولای شو، هیله ژوندۍ وساتو.”

پر ښځو محدودیتونه، د نجونو پر زدکړو بندیزونه، د یوه ټولګډونه حکومت نشتوالی او له بشري حقونو سرغړونه هغه څه دي، چې له کبله یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د باور جلبولو په لړ کې نړیواله ټولنه ټکنۍ ده، “تر ټولو ناوړه وضعیت به داسې وي، چې خلک به ډېر ستانه شي، دوی به ځان په یوه داسې وضعیت کې وویني چې بې ثباتي به ډېره وي او دوی به بیا هماغو ګاونډیو هېوادونو ته ستانه شي.”

د جلال اباد په څنډو کې روزینې خپله څلور کلنه لور مریم په غېږ کې نیولې وه:

“له مېړه پرته راته سخته وه. ماشومانو مې کالي او خواړه غوښتل. زه چې څه کولای شم، هغه دا دي، چې یوازې اوښکې تویې کړم او وژاړم، همدا مې له وسه کېږي.”

Nazdana and her daughter Maryam
د عکس تشریح،روزینه او لور یې مریم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.