پښتون

اروا ښاد ګل پاچا الفت

403
باغ و بڼ یې بې بلبل بې عندلیــــــــــــــــــــــــبه
رنځوران یې بې دوا او بې طبیــــــــــــــــــــــبه
څه په لــــوږه څه په تبـــه څه په تېــــــــغ مری
ورک شه ورک شه د پښـــــــتون خواره نصیبه
که یې ښه پوره په حال بانـــــــــــــدې خبر شې
خدایږو ته به هم پرې وژاړې رقیـــــــــــــــــبه
نا پوهی خواره خواري ده او پښــــــــــتون دی
کوریې وران کاریې ګډوډ او بې ترتیـــــــــــبه
لاس یې یو ځای سر یې بل ځای پښـه بل ځای
افغانان ټوټې ټوټې دی بې ترکیـــــــــــــــــــبه
نه ډوډۍ لري نه پوهــــــــــه نه تعلیـــــــم څه
بې له تورې نور له هر څه بې نصیـــــــــــبه
چه رښتین خادم یې وینم بېــــــــــــــــــنوا دی
پښتو ژبه ده په ژبـــــــــــو کې غریبـــــــــــه
که غمخور همدرد خواخوږی او دردمنـــد یې
ژاړه ژاړه د پښـــــــــــــــــــتون په حال حبیبه
توره مه ســـــــــتایه هنر ورلره ســــــــــــتایه
چه نور هم نشي مجروح پښـــــتون ادیبـــــــه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.