د ګـیـلـه مـن پـه یـاد

قـاضـی زاده پـشـیـوال

736

د ګـیـلـه مـن پـه یـاد

د شهید پیغام

   موټی شوم د خاورو خو همت می افسانه شو

تیر شومه له ژونده خو ژوند می ترانه شو

ساه  می په اسمان کی یوعبرت په زمانه شو

څاحکی می د وینو رنګ د ګل او پیمانه شو

شهید یمه شهید یم د وطن په ننګ شهید یم

شهید یمه شهید یم دافغان په رنګ شهید یم

آزاد ژوندون هر وخت قربانی غواړی

دا خاوره له دښمنو پاسبانی غواړی

ننګ او عزت  شوق توفانی غواړی

زړه غواړی همت غواړی پوهَ انسانی غواړی

شهید یمه………….

ځما ایمان ځما پیمان ځما سنګر وساتی

هره لویشته ددی خاوری په خپل سر و ساتی

د خلکو شان او عظمت د لروبر وساتی

مکړی نفاق په قومونو برابر و ساتی

شهید یمه…………….

ماته آمیل د سرو ګلونو او ژړا مکوی

په ما میلی مو د خوښی او صهبا مکوی

ماته سودا چیرته د نن او سبا مکوی

له دی تګ لاری د ژوندون نه،تاسی هم شا مکوی

شهید یمه…………..

هلته به زه شمه آرام په ګور کښي

چه وطنوال می شی راستون په خپل کور کښی

نه به راګیر وی بیګناه څوک په تور کښی

نه به ژوند وی د ذلت ، نه په بیغور کښی

شهید یمه…………

څـو بـه یـو خـواراوزار کـبـاب کـبـاب

څـو بّ نـکـړو د دښـمـن سـره حـسـاب

څـو بـه یـو پـه خـپـل ویـنـو کـی غـرقـاب

څـو بـه ګـالـو ظـلـمـونـه د پـنـجـاب

شـهـیـد یـمـه…..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.