د پاکستان پوځ کله کله د سیاسي مخو له پاره او د خپلو ګټو له پاره په سیاسي مخالیفینو د غدارۍ الزام لګولی دی ،چې دا خبره دومره زیاته شوی او عامه شوي چې اوس څوک پرې به اصطلاح سر هم نه ګروي ،نو پوځ په دي مورد کې ځان ډیر شرمولی او رسوا کړی ،ځیني وخت پوځ او استخباراتي شبکو یې ،په هغو شخصیتونو او پوهو خلکو باندی د غدارۍ تور لګولی ، چې هغوي وروسته او تل په ښه نوم یاد شوي ،یانی د پوځ بر خلاف ،دوی د سولي امن او وطن ته د خیر خلک ول، د اسفند یار ولی خان خبره ده چې وايي چې دا تور او الزام خو په ما هم ولګیدو ، په باچا خان ، په غني خان ، په صمد خان اڅکزۍ او ګڼ شمیر نورو ولګول شو ،نو د پاکستان پوځ د غدارۍ د کلیمۍ او ټاپه وهلو نه مقصد او مرام همدا دی، چې د ځان په ګټه کار ترې اخلي.
او یا په بل اصطلاح د ځان په ګټه یې په مخالیفینواستعمالوی ،پوځ ته کوم وخت چې له سیاسي مخالیفینوویره پیدا شي ، نو بیا د همدې سلاح نه کار اخلي ،خو زه په خپل شخصی اند داسي فکر کوم ،چې د دي په معنی به دوی نه پوهیږي ځکه دوي د هر چا په مورد کې دا ټاپه د خپل جیبه راوباسي ، او په منورینو پوه خلکو باندی لګوي ،ځکه د زمان په تیریدو سره ورور ورو دا ثابته شوه او ثابتیږي،چې پوځ په کومو خلکو چې د غدارۍ ټاپې لګولي هغوي ټول د پوځ برخلاف د سولي ،آَمن، ترقۍ،او د تعلیم طرفداران ول،او نړۍ په سطح پوه دردمن او وطن دوستان ول ، نو ځکه زه دا وایم چې دوی به یې په معنی نه پوهیږي ،او یا پوځ د خپلي همیشني سر تمبګۍ نه کار اخلي او دا کلمه استعمالوي ،هغوي چې دوی یې غدار بولي ،د کرکې د نفرتونو د خورولو نه ول، او نه دي.
او دا بار بار ثابته شوه، چې برخلاف پوځ تر ننه پوری نفرتونه خوروی ، د ترهګرو د روزلو خو یې په دنیا کې نوم دی ،آن چې غیر د ګل خانانو نه چې دوي د دنیا و مافیها نه په اصطلاح بی خبره دي نور په عام خلکو او پوهو خلکو کې ټول د پاکستان ټول خبر دي او د پاکستان د دي کار څخه نفرت کوي ، پاکستان پوځ نفرتونه او بد امنی خوروی ،او دا هم ټولو ته په ښکاره ثابته شوه چې پوځ په کومو خلکو باندی د غدارۍ تور لګولوهغوي د علم معرفت ،د ښه تدبیر خاوندان ،او خاندانی خلک ول ،د پوځ برخلاف چې یو څو کوڅه ډبه انسانان چې د علم او معرفت په کوڅه نه دي تیر شوي ، پوځ د پاکستان د جوړیدو نه تر ننه پوری ،خپله پالیسي نه ده بدله کړی او کرکه نفرتونه خورول غواړي، څو موده د مخه یوه ویدیومی شریکه کړي وه ، چې په همدې هکله پوره معلومات په کې خواره شوي وو.
چې د څو کالو په ترڅ کې د ۲۵ ځلي نه زیات د فیسبوک ادارې ماته په خاطرو کې رالیږلي وه، چې ما یو ځل یا دوه ځلي شریکه کړه ، او نور می نه ده شریکه کړی ،چې د دي نه داسي ښکاري چې د فیسبوک ادارې ته به هم په زړه پوری وه ،چې په هغه کې د ایشیا ټایم په حواله هانګ کانګ نه یو مشهور سحافی احمد ظفر لیکلي دي: (چې په په پاکستان کې پر حکومت او پوځ نیوکي کونکو باندی د بغاوت او غدارۍ تورونه لګولو عمل زور شوي چې خلک ور له هیڅ اهمیت نه ورکوي ،او په کې دا هم ویل شوی وو،چې که پاکستان لنډ تاریخ ته نظر واچولی شي ،نو معلومه به شي فوج چې کله خپلو مقصدونو او غرضونو ته نژدې شوی وي ،نو دغه وخت د غدارۍ او مذهبی کارټ استعمالوي ،خو دا لوبه کله کله سر چپه کیږي هم ،چې د دي لرزونکی مثال د پخواني مشرقی پاکستان د مشر شیخ مجیب الرحمن دی، چې پخوانی فوجی آمر ایوب او بیا د ده جانشین جنرل یحیی خان شیخ مجیب الرحمن د غدارۍ په تورکې سره دخپلو زرګونو ملګرو ګرفتار کړل، دي سره چې مشرقی پاکستان کې کوم حالات پیدا شول ،بیا یې فوج د قابو کولو یا اداره کولو هم نه ول ) نو فلهذا اوس په کار ده،چې عوام او پوهه خلک که پښتانه دي که بلوڅ دي او که هر قومونونه دي بیداره اوسي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.