د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي یو وار بیا د مرستو غوښتنه کړې

503

د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو اېف پي یو وار بیا غوښتنه کړې، چې له اړمنو افغانانو سره دې مرستې وشي.

یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، بسپنه ورکوونکي باید په افغانستان کې اړو کسانو ته د خوړو په برابرولو کې ورسره مرسته وکړي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې تېر کال په افغانستان کې ۲۳ میلیون کسانو د خوړو پروګرام مرستې ترلاسه کړې او دا کار یوازې د بسپنه ورکوونکو لکه د اسټرالیا، چین، کویټ، فنلنډ او برېتانیا په څېر هېوادونو د سخاوتمندانه مرستو له لارې ممکن شوی و.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، چې سږ کال یې د بودیجې د سخت کمښت له کبله پر لس میلیون وګړو د خوړو مرستې درولي او له بسپنه ورکوونکو غواړي، چې ورسره سمدستي مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده،  چې تر دې وړاندې هم یو شمېر سازمانو افغانستان کې له اړمنو کسانو سره د مرستې غوښتنه کړې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.