آمیرحبیب الله خان
۱۹۰۱ م تر۱۹۱۹م پوري
ګرګ زاده آخیر ګرګ شود…
څه اثربه يې دعقل وي په سرکي
د هغو په سر چي کښېنې ښا پیرۍ
امیر حبیب الله خان( هغه پاچا چي د ملت او د ین څراغ لقب یې د ځان له پاره خوښ کړی وو او ویل یې چي پاچهي او پېغمبري په یوه ګوتمۍ کي دوه غمیان دي، هغه پاچاچي په حرمسرای کې یې په مختلفو عنوانو تر سلو(۱۰۰) ښځو ډېرو ژوند کاوه، هغه پاچا چي د کندهار څخه یې غوښتل ښځي ور ولېږي چي لویه بلوأ پېښه سوه،هغه پاچا چي د خپل پلار امیر عبدالرحمن خان هغه د افغانستان د تجزیې او اسارت ټول تړونونه د انګرېزانو سره په رسمیت و پېژندل، هغه پاچا چي د هیواد د هر ډول آزادیو او مشروط غوښتونکو مخالف وو، هغه پاچا چي د شریعت او قانون مخالف حکمونه یې کول، او د ډېرو وطندوستانو او آزادي غوښتونکي یې په شهادت ورسول او ځیني یې بندیان کړل، هغه پاچا چي یوه ښځه یې په دواړو سترګو رنده کړه او بله ښځه چي حمل داره وه تر لرګو لاندي د وړوکي سره په شهادت ورسول، هغه پاچا چي یو ځوان یې د خوب لیدني په ګناه په شهادت ورساوه، هغه پاچا چي په لومړنۍ نړۍ وال جنګ کي د افغانستان د خپلواکۍ او سیمو د بیرته په لاس را وړلو لپاره اقدام ونه کړه، هغه پاچا چي ژوند یې په ښکار او عیاشۍ تېرسو او په هغه حالت کي و وژل سو.) پاچهانو څه کول، ص ۵۴۵: د دغه ټولو خبرو پوره وضاحت په کتاب کښي لوستلای سئ.
د حبیب الله پاجهي چي (۱۸) اتلس کاله وو، یوازي یوازي یو ځل د جنوبي خلګو د جانداد خان احمدزي په مشری یو بغاوت وکړ بله لویه پېښه نه تر سترګو کېږي، دا ځکه چي مخکي له مخکي یې پلار (عبدالرحمن) دغه هیواد مشران او خانان له یوه مخه له منځه وړي وو. پر دې اساس امیر حبیب الله بیله د خطر له احساسولو څخه آرام ژوند کاوه. په ۱۳۲۵هـ کال کي یې د هیواد د ننه کندهار، هرات، مینمې او بلخ ته سفر وکړ، د جنوري کال ۱۹۰۷م کال کي و هند ته دهغه وخت د سلطنت د وکیل ( لارد منتو) لخوا دعوت سو هلته ولاړ، د مارچ د میاشتي پر (۷) نیټه د پښاور و جمرد ته را وګرځېدئ. امیر سره لدې چي پاچهي یې ارامه وه بیا یې هم هیواد ته کوم مهم کار ونه کړ، غیره له یو مدرسې د (حبېبي) په نوم، بله مدرسه د حربیه په نوم او څو بابه ابتدایي، یو اخبار د سراج الاخبار، چاپخانه او څو قصره …. تاریخ متصر افغانستان عبدالحی حبیبي ص ۳۰۰.
امیرحبیب الله د پلار(امیر عبدالرحمن خان) تر مرگ وروسته د اسلام او پیغمبر د اصولو خلاف په میراثي پاچا سو، یعني د پلار ځای ناستۍ پاچا سو او په کار یې شروع وکړه، امیرحبیب الله د مستبد عبدالرحمن خان زوی، د مورنوم یې عسل یا گلرنگه وه، گلرنگه سمرقندی دعبدالرحمن خان د سیغئي ښځو له جملې څخه یوه مينځه وه، که څه چي د عبدالرحمن خان تر مړیني وروسته بلي ماند یني (حلیمې جُغه داري)غوښتل خپل زوی عمر پادشاه کړي، خو کهنه کاره سردارعبدالقدوس خان د سلطا احمد طلایي زوی د گلرنگي عسل، سمرقندي چي د حبیب الله او نصرالله موروه د هغې سره نژدې دوست وو، د هغې په اشاره يې ددې زوی حبیب الله تر پاچهی ورساوه، د گلرنگي زوی حبیب الله ته پلار عبدالرحمن خان داسي د مړو او سړو خالي سلطنت په ميرا ث پر ایښي وو چي ټول خلگ بیریدلي، عسکري قوت غښتلۍ وو
په اول سره کي امیرحبیب الله خان خلګو ته ځان یو باتقوأ او مسلمان معرفي کړه، ده په خپله لمړۍ وینا کي درباریانو ته وویل: زه د یوه مسلمان د پاره تر څلور ښځو زیاتي په نکاح کول حرام او منعه اعلانه وم، اولمړی اقدام يې خپله وکوم، ويې ويل:زه پنځه ښځي په نکاح لرم دادئ یوه مي دا نن طلاقه کړه، مگر په بل روایت امیرحبیب الله خان ۷ ښځي لرلې درې يې طلاقي کړې، والله عالم، دغه رنگه آمريې وکړی، چي ښځي سپینه چا درې او نازه که چادرې نسي پر سرکولای، بیله محرم څخه زیارتوته نسي تلای، هندوانوته آمر وسو چي ژړی لنگو ټي وتړي، ښځي دي برقه (بوغره ) پرسرکړي، په جبري توګه یې د کابل د خرابات سندري ویونکو او رقص کوونکو څخه توبه نامې واخيستل سوې. په یولسو ولایتو کي يې یوه یوه ديني مدرسه تا سيس کړه، په یوه بیانیه کي يې وويل: چي د مملکت ترقي په علم سره کیږي، آمريې وکړی چي غلامان او کنیزي، چي دده د پلارد پاچهې یوميراث ورته پاته دی، ددې نه پس څوک خرڅولای او رانیولای نسي، په محبسونو، تورو څاگاه نو، نظارتخانو او توقیف خانو کي يې د خپل پلارعبدالرحمن د وختونو د شکنجو غیري انساني ډولونوته يې تغیرورکړی، تر ټولو لا دا ښه کار چي په کال۱۹۰۳م کي يې لومړنئ مکتب د حبیبې په نوم تاسيس کړ. په وروستیو کي امیر حبیب الله امر وکړ چي یوخاص صنف دي د شهزاده ګانو له پاره وي، دغه څلور شهزاده بې په ګوته کړه لکه: شهزاده مجید خان، شهزاده اسدالله خان، شهزاده امین الله خان او شهزاده محمد علي خان، د صنف کمبود دي د محمد زو د سردارنو له اولادونو څخه پوره کړل سي….. ، بد بختانه چي دې کورنۍ د ولس دپاره زده کړي نه خوښولې، ډېر ژرد نصر الله په وړاندېز چي ټول مدارس دي لغوه اعلان شي پاچا و منل او مدارس یې بیرته لغوه کړه. شاباس مګر نه شاباس
که څه هم چي له حبیبې مکتب څخه په شپاړسو(۱۶) کالو کي يې ۲۰ نفره د دولسم صنف څخه فارغ کړه،.حقیقتد التواریخ دغه خبره داسي لیکي چي په (۱۴) کالو کي له حبیبې لېسې څخه (۱۹) تنه فارغ سول.په۱۹۰۹م کال کي يې بیا حربی ښوونځۍ تا سيس کړه، په۱۹۱۰م کال کي يې د کابل یتیم خانه جوړه کړل، او نورقدمونه يې اخیستي دي، د امیرحبیب الله کړني که دده څخه ترده د مخنیو پاچهانو سره پرتله کړو، دې وطن ته ترتیمورشاه پوري دده په شان کار چانه وو کړئ. په دې ځای کي یوه ټوکه:کله چي یوناشوني کار دیوه داسي چالخواشوني سي، چي توقوع ځينی د خلگو نه وي نوخلگ وايې: “د هندوله کوره قرآن (م) راو وت”،
د امیر حبیب الله خان وژني:
اصلي خبره داده چي د سدوزو او بارکزو شاهانو د افغانستان د خلګو د پوهي او زده کړو سره نه داچي مرسته یې نه کول بلکي ډېر ځله یې د زده کړو فکر لرونکو، آزادۍ غوښتونکو په وینو لاسونه سره سوي دي. چي امیر حبیب الله هم پدې کار کي پوره ونډه لرل. د مثال په توګه:
په افغانستان کي د ننه د خپلواکۍ او مشروطه نظام غوښتونکي منور شخصیتونه د یوې ډلي په توګه سره متحد سول، فعالیتونه یې شروع کړه چي پاچا و دې ته را و بولي څو د ملت اساسي غوښتنو ته مثبت جواب ورکړي، د مشروطه غوښتونکو په منځ کي دروتنو جاسوو هر یومحمد شریف د تاج محمد خان پغماني ورور، محمد عظیم د فابریکې کارګر او ملأ منهاج الدین جلال آبادي، د مشروطه غوښتونکو د نومونو لیست و امیر حبیب الله خان ته ورکړه، امیر حبیب الله خپل جواسیس و نازول، مشروط غوښتونکي یې پدې شکل سره ووژل یا یې زنداني کړه.
دغه او شاهد نور یې هم اعدام کړي وي لکه : ۱- د خزاندار زوی لعل محمد یې اعدام کړه، ۲ – محمد عثمان خان پرواني یې په توپ کي والوزاوه، ۳ – جوهرشاه غوربندي یې اعدام کړه، ۴ – د تاج محمد خان زوی ایوب خان یې په توپ کي والوزاوه، ۵ – د ایوب خان ورور محمد عیسی خان یې بندي او هلته وواژه، ۶ – ملأ سرور خان یې په توپ کي والو زاوه، ۷ – اسعد الله خان یې په توپ کي والوزاوه، ۸ – عبدالقیوم خان یې په ټوپ کي روالوزا وه.
زنداني کړي: ۱ – غلام محمد میمنګي، ۲ – تاج محمد خان پغماني، ۳ – مرزا محمد حسن خان، ۴ – مرزا عبدالرزاق خان، ۵ – محمد انور بسمل، ۶ – احمد قلي خان، ۷ – مرزمان الدین خان، ۸ – عبدالوهاب خان کرنیل، ۹ – پادشاه میر خان، ۱۰ – قاضي عبدالحق خان، ۱۱ – میر قاسم خان، ۱۲ – مرزا غیاث الدین خان، ۱۳ – حافظ عبدالقیوم خان، ۱۴ – محمد ابراهیم خان ساعت ساز، ۱۵ – عبدالرحمن خان، ۱۶ – شېرعلي خان، ۱۷ – ملا محمد اکبر اخند زاده، ۱۸ – جلال الدین خان، ۱۹ – کاکا سید احمد خان، ۲۰ – عبدالرحمن خان، ۲۱ – حبیب الله خان، ۲۲ – محمد سرور خان، ۲۳ – امر الدین خان، ۲۴ – مولوي مظفر خان، ۲۵ – ډاکتر غبدالغني خان، ۲۶ – مولوي نجف خان، ۲۷ – محمد چراغ خان، ۲۸ – مولوي محمد حسن خان.
دغه نفر یې و بخښل:
۱ – سردار حبیب الله خان طرزي، ۲ – مولوي غلامحی الدین خان افغان، ۳ – حاجي میرزا محمد اکبر خان، ۴ – صاحبزاده عبدالله مجددي، ۵- محمد اسلم خان سیغاني.
سر ددې چي غبار صاحب او صدیق فرهنګ په خپل تاریخ کي د دغو کسانو وژنه او بنديتوب مني، خو تیر وتنه یې دلته ده، دوی لیکي چي د وژل سو خلګو ملکیتونه یې ضبط نه کړه. اما واقعیت داسي وو، چي د هغوی(منقول او غیر منقول جایدادونه یې ضبط کړه) ښاغلی محمد نادر ایوبي صاحب لیکلي دي چي زما دوه نیکه ګان یو د مور او بل د پلار لخوا (تاج محمد خان او ایوب خان) چي اعدام سول، ټول منقول او غیري منقول جائیدادونه یې ضبط کړل سوي وه.
د حبیب الله د پاچهی ډېر وخت تیرنه وو چي د خبرو او عمل ترمنځ يې واټن پیدا سو، دده لخوا د کندهاوالي محمدعثمان ته فرمان ورکړل سوو، چي دامیرحبیب الله دربارته د کندهار څخه څوښځي ور واستول سي، والی د آمر د پر ځای کیدو لپارد خلکو څخه ښځي غواړي، خلگ دوالي محمد عثمان او امیرحبیب الله ددې ناوړه غوښتني په مقابل کي په قیام لاس پوري کوي، دا خبره په هیڅ کتاب کښي درسته نه ده توضيح سوې، چي د وخت والي محمد عثمان خان د چا سره دا خبره شریکه کړل؟طبعي خبره ده د مخورو سره به يې دا خبره شریکه کړې وي، د ولس منځ ته دا خبره چا را وایستل؟، دولایت لوی قاضي چي د پاچا آمر يې واجب بلی د خپل زوی سره یو ځای د خلگو لخواو ژل کیږي، والي عسکرو ته امر کوي چي پر پاریدلو خلګو ګولۍ و چلوي په د ګولیو چلولو له امله په لسګونه خلګ ووژل سول.
۱۹۱۲م، ښاغلې میرغلام محمدغبارپه خپل ا ثر ” افغانستان درمسیر تاریخ “په ۲۶ ص کي د حبیب الله خان د ناروا کړونو یوه نمونه داسي لیکي،:” په ۱۹۱۲میلا دي کال کي امیر حبیب الله خان دوه تنه د کابل د حربي فابریکي زرگران هریو عبدالقا در او عبدالغني خان په دي منظور ودهلې ته وا ستول، چي د عصري زرگری ترزده کړو وروسته، په کابل کي د پاچاه د ښځو د پاره زیورات جوړکړي ، دعصري زیوراتو په جمله کي یوهم لوزي شکله طلائې ټوټه وو، چي د نریونازکو زنځیرونو پوا سطه ښځو پر لڅ بدن په حمامو کي د لمبید وپر وخت د نیکر په عوض دستري عورت کار ځیني اخیستې “،
خپله د امیر جبیب الله خان د وژني عمل هم د دوی د نورو کړونو په شان مرمز غوندي دئ، ښاغلی عبدالحی حبیبي صاحب په بې علاقه ګی سره پر امیر حبیب الله باندي یوه صفحه پوره لیکنه نه لري، لیکي: د پنج شنبي په شپه (۱۸) د جمادی الاولی( ۱۳۳۷هـ ۱۹۱۹م) کي د لغان په کله ګوش ښکار ګاه کي د توفنګچې په ډز ووژل سو. از امیرکبیر تا رهبر کبیر(ددلوی وروستۍ او حوت د میاشتي په لمړۍ ورځ (۱۲۹۷ هـ د شپې درې بجې وي یو مسلح سړی د شاه لخوا دپاچا خیمې ته په عاجله نن وت، امیر بیده وو، خپله توفنګچه یې د امیر پر غوږ ور کښېښول او فیریې وکړه ژر له کومي لاري چي راغلی وو له خیمې ووت….. په یوخوله دا نده تائید سوې چي اصلي قاتل او د قاتل همکاران څوک وو؟ شجاع الدوله چي دوی د امیر حبیب الله په قتل باندي متهم کوي، مګر د امیر حبیب الله په وژلو باندي بیګناه کس متهم او اعدام سو.
څوک ویلاي سي چي د فارسي ژبي نام ور شاعرخلیل الله خلیلي صاحب دیوه رشوت خوراو قاتل ميرزاحسین خان زوی دئ،
که ووايې نو او لاده يې وايې د ښاغلې خلیل الله خلیلي پلار په بد نوم یادوی؟ زه هیڅوک په بد نوم نه لیکم، چاچي قتل کړۍ وي هغه قاتل، چا چي رشوت خوړلیۍ وي هغه رشوت خور ونه بولم نوڅه یې وبولم؟ هو له ډیرو بدو به ښه سړي او له ډیرو ښوسړو به بد سړي زیږیدلي وي چي ښه مثال يې ” د لوي احمد شاه څخه تیمورشاه غوندي بیکاره سړئ، د حبیب الله خان څخه غازي امان الله خان غوندي ښه سړی د میرزا حسین څخه نوم لرونکئ د فارسي ژبې شاعر خلیل الله”،
ميرزا حسین د امیرحبیب الله په او سنۍ اصطلاح د مالې وزیر، دا ستخباراتومسئول هم وو، ټول مشروطه غوښتونکي همدغه ميرزاحسین په حبیب الله خان ووژل، ده تعقیبول، نیول، توپ ته يې تړل، بند یانوته ده شکنجې ور کولې، ټولو ته ده د سر په کا سو کي او به ورکولې، خپله خلیل الله خلیلي د خپلویا داښتونو په ۲۵صفحه کي د خپل پلار پیژند نه داسي کوي:ترجمه”د حبیب الله خان د حکومت په د وره کي، ۱۹۰۱ – څخه تر۱۹۱۹میلا دي پوري يې په دربارکي لوې چوکۍ ونیولې “، یعني هغه د وژلو او زورونو چوکي په اوسني ژبه د خا دریس وو، بیا خلیلي په ۲۶صفحه کي لیکي : ترجمه” مستوفي یوه شپه امیرحبیب الله خان په خپل کورکي میلمه کړی، ، ، ، په هغه شپه د ماښام ترلمانځه وروسته پاچاه په شاهانه کالوکي د مستوفي کورته راغی، قند یلونه هرلوري ته روښانه وه، په هغه شپه چي لا پادشاه د مستوفي په کورکي وو، یوترټلې شاعرد مستوفي په کورکي وزېږېدی، هغه شاعر زه وم، په هغه نه هیردونکې شپه دوې خوشحالې مي د پلار په کورکي پیښي سوې، یو د پادشاه راتلل بل زما زېږېدنه وه ، کله چي امیرحبیب الله خان دغه خبر واورېدئ، ويې غوښتل چي ما ورته وروړي، امیرزما په غوږکي څوسورته ولوستل او زمانويې خلیل الله کښیښود، او آمريې وکړئ هغه شال چي د امیردوست محمد وو راوړئ او زما پرځانگو يې واچوئ “،
دخلیل الله او د شهزاده گانو تر منځ به تفاوت څه وو؟ خلیل الله دشهزاده گانو په جم کي شمېرل کیدای سي ، دا کورنۍ هم د ملت په وینو غټه سوېده، خلیلي هم د پلارد وظیفو سم نوم نه یا دوی “لوړي چوکیانې په دربارکي ونیولې”نورد خپل پلارټول ژوند تر مرگه يې بیان کړی دی، خودا ستخباراتو د منتظم او نیونو، وژنو، او توپونو ته د مشروطه غوښتنوکو د تړلواو قتلونو ذکريې نه کوي ،
دخلیل الله د وینا له مخي دده پلارد حبیبې مکتب یوه برخه خپل کورته را انتقال کړه او هلته ددوی په کور کي دوی ۲۲ نفرودرس وایه، شفاخانه هم جوړه کړه، نور د هیواد ځوانان ددوی هیڅ نه وه، بیا يې هم د میرزا حسین کوراباد چي په خپل زوی يې زده کړي وکړې مکتب يې په خپل کورکي خو ورته جوړکړ، دغه ۲۲ نفره د درباري کورنیو څخه وه چي میرزاحسین راجمعه کړل، هغه څه چي دی د ځان د پاره خوښ وي د نورو د پار يې هم خوښ لره ، دا د اسلام د پیغمبر ویناوه ، ولي ملت څه جُرم کړئ وو، چي خواړه، ځاي، صحت، کار او هیڅ يې نه لرل، او په سلهاونور مثالونه شته،
په۱۹۱۲ او ۱۹۱۳م کي پکتیاوال دامیرحبیب الله د کړنو په خلا ف قیام کوي، څو هغه و چي د حکومت لخوا دعسکری قوت په زورماتیږي، البته د نظامي قواو مشر محمدنادرخان هغه نادرچي انگرېزانو ورسته وپاچهۍ ته ورساوه، ډېر ځوانان او زاړه په هغه جگړه کي ووژل سوه، نور نوحبیب الله د سړيتوبه ووتۍ،
ښاغلی غبارپه افغانستان درمسیر تاریخ په۷۱۱ص کي لیکي:ترجمه امیرحبیب الله د وخت په تیریدو سره حبیب الله د بې سرحد واک، مطلق العنان، مسؤلیت نه منونکئ، شوخ، بې پر وا او په ژر زورېد ونکي واکداربدل کړ ، درباریان دده د کړونو زورېدونکي او بېرېدونکي سوه، حبیب الله خان په خپلوخبروکي په ښکاره ویل:” پاچهۍ او پیغمبري لکه دوه غمي چي په یوه انگشترۍ کي”فراش باشي شجاع الدوله په دې باب نقل کاوه چي امیرحبیب الله خان یوه ورځ په دربارکي د “علوي اسماني مقام پا دشاهی ” په هکله خبره کول او په ټینگه يې دا بیت شاهد راوړئ:” انکه جان بخشداگربکشد رواست – نایب است ود ست او د ست خدا ست” مطلب يې: هغه چي ژوند ورکوي هغه که څوک مړهم کړي ورته روا دي – وکیل دی د وکیل لاس هم د خدای لاس دی،
راسي اوس يې نو پوره کي، د خدای دعوه نه بلکي ځان یې خدای تعالی بللی دی، “معنی دا چي زه د خداي (ج) وکیل یم ماته د انسا نانو وژل روادي “ترحسا ب تیري ماینی، بی حسابه فاحیشي، د مشروطه غښتونکوپه توپ کي الو زول، بندي گیری، فرارونه د کلي او کوره د ولسونو شړل، جائیداد ونه ضبط کول، رښتيايې ويلی وه:د لیوه زوی اخیر لیوه کېږي، نو بیا هم د اسلام دستر پیغمبر خبره ده، چي د انسان شرافت په علم او ادب کيدی، نه په مال او نصب کي، د آمرحبیب الله خان د وژل کیدو په باب په “کرسي نشينان کابل” کتاب کي داسي لیکل سوي دي :
ترجمه” د تبلغاتو، پټو پوښتنو او خپلوانود خبرو په اساس د امیرحبیب الله وژنه به دامان الله خان د مور، چي د حبیب الله خان سره د هغه د ډېرو ښځولرلو له امله قطع را بط وه، د هغه سره خصومت لاره واقع سوې وي، ویل کېږي چي ددې پیښي تشویق کونکې امان الله خان او یوشمېرد ننه په دربارکي لویان وه” دا خبره واقعیت ته ډېره نژدې په دې ده چي په۱۳۲۰ هجری کال د محرم الحرم د میاشتي پر شلمه د سه شنبی په ورځ د خپلي غریزي د سرته رسولو د پاره هغه وخت یو فرمان صادر کړي چي د نادرشاه خور سلطانه يې خوښه سول،
په فرمان کي يې څلور نفره زاړه محمدزي د هغه وخت شیطانان په رنگونو دا سلام فروشتې ملایان مؤظف کړل چي سبا به د سلطاني کورته ورسي او ورته ووايې چي امیرحبیب الله غواړي سلطانه خپل ښځه کړي ، اوماښام ته هغه دارگ شمالې دروازي ته راولي، هئیت همدغسي وکړل سبا يې سلطانه وامیرحبیب الله ته راو رسول،
دا وه مرکه، دا وه مؤا فقه، دا وه شیرني، داوو د ستمال، دا وو واده، غرمي ته ورغله د ښځي د غوښتلو د پاره، ما ښام ښځه دامیرحبیب الله صاحب سره بیده سوه، او وه ښځي نوري يې هم لرلې ددرو سوو(۳۰۰) فاحشوسره په دربارکي او سېدی، خلیل الله خلیلی د امیرحبیب الله خان د وژلو پر وخت د خپل پلار میرزا حسین دا ستخباراتو د منتظم سره په جلال اباد کي وو، د خپلو سترگولیدلۍ حال د خپلو یاداشتونوپه ۲۵ صفحه کي داسي بیانوي :
ترجمه” د ۱۹۹۸ – ۱۹۱۹ م کال په ژمي کي مي پلارد معمول په شان د امیرحبیب الله خان سره وجلال اباد ته ولاړی ، په دغه کال د جلال ابادهوا ډیره ښایسته او په زړه پوري وه، زموږ باغ په جلال اباد کي د شبو گلانو ډک وو، په یاد مي دي د گرموشپو څخه یوه شپه وه پلارمي خپل انډیوالان څاښت مهال د چایو ،عصرې ته خپل باغ ته را میلمانه کړې وه، زه د خپل ښوونځی د همزولو سره په بازیو مصروف وم، ناڅاپه د باغ د دیوال شاه ته د امیرحبیب الله خان د سپرلۍ موتر معلوم سوو، د موټردهارن په او رېدو، مي پلاردروا زه وان ته آمر وکړی چي هرڅونه ژرکولای سې وځغله دروازه خلاصه کړه، امیرپه موترکي سپور باغ ته راغلی، کله چي مي پلار وامیر ته د موټردروازه خلاصه کړه، وامي وریدل چي امیرمي پلار ته وویل:”مستوفي څونه ښایسته گلان لکه غالۍ لرې، زه د موتر نه کښته کېږم، مگر پدې شرط چي ته زما سره قول وکړې چي زما سره د ښکار د پاره کله گوش ته ځې، پدې وخت کي مي پلارد امیرپه غوږ کي په کراره یوڅه وویل، چي نه زه او نه نورڅوک پوه سول چي څه یې ورته وویل،
ښه مي په یاد دي چي امیرتردغه وخت پر خوله خندا لرله، سمد ستي يې بڼه جدي سوه، امیرپه بې با کانه توگه زما پلار ته وویل:”مستوفي ته ماته هروخت نصیحت کوې” ددې پر ځای چي د موتره راکښته سي موتروان ته يې آمر وکړي چي دروگرځه، پلارمي د امیردعکس العمل څخه حیران سو، بیرته د خپلي چوکې پر خوراغلۍ او کاملاً چپ سو،
وروسته له څو د قیقو چپوالې يې ومولوي «۱»عبیدالله سهندی ته وویل:”چون قضا اید طبیب ابله شود— ان دوا درنفع خود گمره شود” په جواب کي مولوي مي پلار ته صلاح ورکړه، چي امیرته ډیر ژر یو خط ولیکه او په خط کي تذکر وکړی چي دیادولو څخه ستا مطلب بل څه وه، نه هغه چي امیريې تصور وکړی، “
ښه د مستوفي پیام امیرحبیب الله ته ورسېدئ هغه ونه لوستۍ، خلیلي لیکې چي : “په هغه کوچني پیغام کي د زرهاو انسانانو د ژوند او هیواد دگټو مطلب ځای کړه سوی وو”، ښه داده خلیلي صاحب نظردی، “زه هربل څه منلای سم مگر دانه سم منلای چي ددې فاسدوشاهانو په شتون او تسلط کي دي د هیواد او هیواد والوخیروي”، څوهغه مکتوب هغو ته په لاس ورغلی وو د خلیلي په ژبه چي د امیرحبیب الله د قتل پلان جوړکړي وو،
«۱» مولوي عبیدالله سهندی د انگرېزانوجا سوس وو،
په دوا م يې خلیلی لیکې ترجمه” د سراوس دفوځ دوه سرتیري معمولاً د امیردخیمي په دروازه کي درېده، دسراوس دفوځ دوعسکرو ماته د امیردوژل کیدو قیصه کړېده: هغوی نقل کاوه چي امیرحبیب الله هروخت دننه په خیمه کي پر چپر کت بیدېدی او مخ يې د غرب پرطرف وو، هرشپه یوه نقل چي به امیرحبیب الله خان ته نقل کاوه، دوونفرو به يې پښې ور چاپې کولې، د خیمې په یوه گوښه کي به یوتاریک رنگ سورڅراغ د لرگو پر میز ايښاوه، فقط کله چي امیرخوب وړي د امیرخدمتگارڅراغ مړکوي او چاپې کونکي ته رخصت ورکوي چي د خیمې ووزي، د توپک د فیراواز راغلې، د خالې کیدو سره سم د ستي يې پر امیرفیروکړې، قاتل توپک د امیردغوږ سره جفت نیولې وو، پدې خاطرد توپک او ازترلیري فاصلې نه ولاړې، گولۍ دامیرد مغز سره ټکرکړې وو، کرنیل شاه رضا د جنرال سید شاه خان زوی چي د هزاره قوم څخه وو، بیله ځنده خپل ځان خیمی ته ورساوه او قاتل يې تر لاس ونیوی ،
فقط کله چي عنایت الله خان، نصرالله خان او سپه سالار نادرخان وخیمې ته ننوتل، د سپه سالار نادرخان په آمرقاتل خوشي سوو څو نورخلگ هغه ونه ویني “جنرال عبدالطیف خان چي په ترکېه کي يې نظامي زده کړې کړې وې دا ستقلال په جگړه کي د جنوبې حوزي جبهې مشر او بیا دامان الله خان په حکومت کي لوی درستیز وو د امان الله خان همصنفي او نژدې ملگری وو، په دې ورستیو کي يې یوکتا ب د “خاطرات یک افسر قهرمان “چاپ ته راو تلی دی ، په کتاب کي د جنرال عبدالطیف خان د خولې د نورو معلوماتو علاوه د امیرحبیب الله د وژل کیدو بیان هم راغلي دی، نوموړئ لیکې :چي په اصل کي امیرحبیب الله خان پلان نه لاره چي د لغمان کله گوش ته د ښکار د پاره ولاړ سي ، هغه غوښتل چي د خپلو ښځو سره دسره رود په باغ کي ددې گچې میله وکړې ،
خو د جوړکړل سوي پلان له مخي د لغمان تر ټولو مخورخان صلاح الدین خان لخوا امیرد کرکانو د ښکار میلې ته د عوت کړل سوو، امان الله خان، نصرالله خان، نادرخان او دامان الله خان مورپه گډه ددې پلانه خبر وه، نصرالله خان شجاع الدوله چي په ورستیو کي د امیرحبیب الله خان څخه ازرده وود ډېرو وعدوپه ورکولو په دې راضي کړي چي امیرووژنې، جنرال عبدالطیف خان دابیان د نادرخان لخولې کوي، چي نادرخان دا بیان هغه وخت ده ته کړی دی، ددې بیان څخه معلومیږي چي د حبیب الله خان په وژلوکي د نادرپه شمول د حبیب الله د کورنۍ زیاتوغړو لاس لاره،
ښاغلۍ پوهاند عبدالحي حبیبي په خپل ا ثر”جنبش مشروطیت در افغانستان “کي د امیرحبیب الله په وژلوکي علاوه د هغه د کورنۍ د غړود مشروطه غوښتنکو په خاصه درهبري دغړونقش هم تائید وي داسي لیکي: “د یپلوم انجینر محمداکرم پرونتا په المان کي افغان محصل وروسته په ۱۳۲۹ هجري کال کي د فواید عامي وزیرپه برلین کي دزده کړو پر وخت تقریباً ۱۳۱۰ هجري کال کي په برلین کي داوسیدونکي شجاع الدوله لېدوته ورغلم، د کوټې د میز پر مخ يې دیوه ځوان عکس پروت وو، ما وپوښتل دغه څوک دی ؟ شجاع الد وله وویل:” ستا د اکا جوهرشاه شهیدعکس،هغه ځوان چي د لومړي مشروطیت غوښتونکو نهضت قربان سوو،
لاکین په دغه گوته په خپله ، ، ، دهغه د وینو بدله د امیره واخیستل” ص۵۵، په بل ځای کي بیا پوهاند حبیبي لیکي: ترهغه ځایه چي ددې کرښولیکونکي درښتیا ویونکو په قضیه کي د ښکیلواو یانژدې تماشاچانو څخه او ریدلي دي، پلان مخکي د مشروطیت په پټه مشرۍ جوړسوی وو، حتی د امیرورورد سلطنت وکیل يې هم ږغی او قسمي کړې او پر کاغذ يې امضا ورسره کړې وه، “ص ۱۵۴، په هرصورت زماپه باورد وژلولايق وو، ملت ټول نارا ضه، ښځي، او لادونه، وروڼه ټول ناخوښ وه،
نوټ: که څوک خفه کېږي نه دغه په یوه کال کښي په سلهاو واو د پاچهې تر پایه په زرهاو ښځي چي امیرحبیب الله خان خپل ساتیری کاوه، دا ښځي او ا نجوني د چالوڼي؟او اخیرچاته واده سوې؟،
عبادت د رېاکارهیڅ په کار ندی
لکه خوگ هسي په بحر کي مردار سي
**************************************
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.