دا یو څو ګوټه شراب
کړه پېرزو په ما خراب
 
دوه پیالې پستې سینې
جلوه ګرې له مهتاب
 
داغ د لمس پرې مروارې
نازکي د سور ګلاب
 
ورځ د شړکنده باران
که ګټې مستې! ثواب
ــ
دا یو څو ګوټه شراب
کړه پېرزو په ما خراب
**
ماتوي د زړه بتان
کاڼي کاڼي شان لمحې
 
ساقي پروت د غم په خواب
یادوي سر د بادې
 
محتسب نشه نشه
خوري ململ شونډې تودې
 
تاو مې خېژي له سینې
نشته نور په ما کې تاب
 
دا یو څو ګوټه شراب
کړه پېرزو په ما خراب
**
چې بهیږې مې لېمې
په زړه بلې دي لمبې
 
د زړګې په بتخانې
د چا یاد لکه ډیوې
 
د ځوانۍ دا ورځې شپې
او دا دومره اندېښنې
 
وو، تورات تورات بدن
خو منسوخ شو دا کتاب
 
دا یو څو ګوټه شراب
کړه پېرزو په ما خراب
**
د خوشحال په خېل خانه
زه یم زه یم دېوانه
 
دا زما وحشي هوس
ستا کمزورې بهانه
 
صد بهار، ګنجِ تمبان
خزانه ده خزانه
 
یو ماحول د وۍ او اخ
بل ذره ذره حساب
 
دا یو څو ګوټه شراب
کړه پېرزو په ما خراب
**
ګرېوان چاک، پکې لونګ
او د شنو بنګړیو شرنګ
 
خلاص ویښته، ناسته په پښو
توبې بیا وهلی لنګ
 
ګریانې شمعه، تر څنګ
زما ژوند سوی پتنګ
 
د شهلا د لبو ست
او زما د هو جواب.
 
دا یو څو ګوټه شراب
کړه پېرزو په ما خراب
**
 
جوړ بازار د جینکو
په زړه وار د جینکو
 
چې یم پروت د خدای په غېږ
ما کړې هار د جینکو
 
په درون ګرګِ خونخوار
منت بار د جینکو
 
دا زما دښتي نظر
په ګلبڼ کې تور حجاب
 
دا یو څو ګوټه شراب
کړه پېرزو په ما خراب
 
************************************
![]()
 
 
			 
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
	
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
			 
					
		
		
	 
Comments are closed.