غزل

راشد خټک

690
ساقي تر څو به دې پیالې ته انتظار کوو
چې بیا یې ماته کړو توبې ته انتظار کوو
د سوزیدونکي وجدان سرې رڼا کې ځان لټوو
ورځ په قمار ووهو شپې ته انتظار کوو
د شیبو شګې مو د لاس نه لاړې وښوییدې
مونږه تر اوسه ښې شیبې ته انتظار کوو
خدایه چې تا یاد کړو په جهر استغفار ووایو
د دې د پاره زلزلې ته انتظار کوو
د عبادت وروستې میوې د خرڅیدو په هیله
دوکانداران یو او روژې ته انتظار کوو
چې په ورانکاري ماشوم ورور پسې سرتوره ِځغلي
د چا کوڅه کې دې صحنې ته انتظار کوو
ماښام زاړه غم سره نوي ستړي مشي وکړو
سحر بیا نوې حادثې ته انتظار کوو
کیدی شي راشي هغه خوی د موسمونو لري
راشده ځکه لا هغې ته ته انتظار کوو

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.