غزل

محمدنعیم اکلیل

1,158
لاس په نکریزو باندې سره کړه
په شنه خالونو زنه شنه کړه
پر کومو دې شین خال کښېږده
مخ رنګ په سرخه او سپېده کړه
ملا دې ښکاره کړه لکه لښته
پېکی یوې خوا ته شانه کړه
غلې غلې زما خوا ته وګوره
مخ تر پوړنې راښکاره کړه
تور کميس دې په خپل ځان کړه
زرغون شال دې پر اوږه کړه
په سپینه غاړه دې غاړګۍ کړه
سترګې دې تورې په رانجه کړه
ورځي دې تورې په کجل کړه
ټیک پر تندي دې راشوه کړه
بیا مې و خوا ته ته کاته کړه
تور وربل پر مخ را ايله کړه
راسه څنګ ته مې ته کښېنه
مینه له یار سره بیا ته کړه
د خپل مین د زړه غږ واوره
خوږ د اکلیل زړګی نور مه کړه
02.04.2023

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.