د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون نن اعلان کړی چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د دیني عالمانو غونډې ته ورغلی.
د دیني عالمانو او قومي مخورو لویه ناسته په کابل کې روانه ده.
د طالبانو ملي ټلوېزیون زیاته کړې چې تمه ده ملا هبت الله په دې غونډه کې وینا وکړي.
د شاوخوا درې نیم زره دیني عالمانو او قومي مخورو دری ورځنۍ غونډه له پرون پیل شوې او د طالبانو په خبره چې په مهمو سیاسي او ملي مسایلو پکې بحث کېږي.
د طالبانو لخوا کابل کې د دیني علماوو د رابلل شوې لویې غونډې د کار نن دویمه ورځ ده. د تېر کال له اګست راهیسې، چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، دا د دوی د پلوي او خواخوږو علماوو لومړۍ او ترټولو لویه غونډه ده.
دغه غونډه داسې مهال جوړه شوې، چې د طالبانو نظام د کورني او بهرني مشروعیت له ننګونو سره مخ دی او تراوسه د نړۍ یوه هېواد هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د طالبانو حکومت ددفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له ګډونوالوغوښتي، چې د ‘ستونزو هواري لپاره ‘ دوی ته لارښوونې او فتواوې ورکړي .
د نجونو زده کړې، د ښځو کار، بشري حقونه او د ټول ګډونه حکومت جوړیدل یو شمېر هغه مسئالې دي چې نړیوال یې پر سر له طالبانو سره جوړ نه دي او داسې احتمال څرګندېږي چې په دې غونډه کې به پرې بحثونه وشي.
په کابل کې ځینې خبریالان وايي، د غونډې ګډونوالو کاري کمېټې ټاکلې دي، چې د شمېر په هکله یې څه نه دي ویل شوي.
پرون د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د غونډې پر دویمه ورځ به د غونډې ګډونوال ویناوې وکړي او وروسته به دغه کاري کمېټې د علماوو خبرو او مشورو په هکله نن او سبا چې د غونډې دویمه او درېیمه ورځ ده، بحثونه کوي.
د نوموړي په وینا دغه کمېټې به د پرېکړه لیک مسوده چمتو کړي، چې سبا به اعلان او د طالبانو حکومت ته وسپارل شي.
پرون د دې غونډې پر لومړۍ ورځ د طالبانو حکومت دفاع وزیر په ګډون د ځینو ګډونوالو په ویناوو کې د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو او دغه راز د نجونو متوسطه ښونځیو په ګډون ځینې مسائل یاد شول، خو دا چې د طالب چارواکو په خبره د غونډې بحث اجنډا د دوی پر ځای د علماوو په واک کې ده، ګرانه ده چې معلومه شي د غونډې په پرېکړه لیک کې به پر کومو موضوعاتو سلا، مشوره کېږي.
ښاغلي مجاهد پرونۍ خبري غونډې ته د طالبانو حکومت د مشروعیت په هکله وویل، د مشروعیت موضوع په افغانستان کې حل ده، ځکه په وینا یې د دوی حکومت د خلکو د ملاتړ له کبله رامنځته شوی دی او که د خلکو ملاتړ ورسره نه وای، دوی به ”دومره اوږده مبارزه و نه شو کړای.
ښاغلي مجاهد زیاته کړه: ”په اسلام کې د یوه نظام د مشروعیت لپاره د حل و عقد شورا مهمه ده، چې موږ له مخکې درلوده. ”
د باختر دولتي خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه درې ورځنۍ غونډه پرون ګهیځ د حبیب الله حقاني په مشرۍ د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په وینا پیل شوه.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د علماوو دې غونډې د امنیت ساتنې لپاره په کابل ښار کې نژدې ۱۲ زره امنیتي کسان په دنده ګومارل شوي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.