فطرته جار دې شمه جار دې شمه
فطرت محشر کوي شهکاره موسیقي غږوي
پیالې پیالې ګلونه سترګې د ساقي غږوي
پستې مطربې نرمې ګوتې مې د زړه په پردو
څه غلې ملې کېږدي
نغمې نغمې لکه په نرم شمال پاڼې د ګل
له خوندورنګه رېږدي
د شپېلۍ غږ پاس په هوا کې زرین تار غځوي
چې پرې لمدې لمدې په پرخه د بلبل سندرې
د ماشومانو په شان
په پالي پالي راشي
لمر د غروب چترۍ پر سر په انتظار ولاړ دی
د مینې امر ته تیار ولاړ دی
د شپې مهینې معشوقې ته دروازه پرانیزي
هغه ده راغله خړ ماښام ته د رنجو قافله
پړک شو تر شا یې تکه سپینه سپوږمۍ ورپېده
ماته هم نوې د غزل ښاپېرۍ و موسېده
له شوخو ستورو نه که څه هم لږه و شرمېده
خو بیا هم غېږې ته په ناز و نوز را وغورځېده
فطرته جار دې شمه جار دې شمه یار مې یې ته
له لوی جمال راغځېدلی زرین تار مې یې ته
په زمزمه مې غزل وایې سندرمار مې یې ته
فطرته جار دې شمه جار دې شمه
۲۳ حوت ۱۴۰۰ هجري شمسي، خوست توره وړۍ
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.