ګرمۍ سره څه ډول مقابله وکړو؟

تازه ګل شینواری

1,581
که له ېوې خوا کرونا ناتار جوړ کړی او له بلې خوا جګړې زور اخيستی نو له ډېره بده مرغه چې وروستېو څو ورځو کې سختې ګرمۍ هم د نورو بلاګانو په دغه صف کې ځای نيولی او د افغانانو ژوند ګواښي .
د هېواد د ېو شمېر نورو سيمو په ګډون په ننګرهار کې هم اوږده وچکالي روانه ده او څو وروستېو ورځو کې ګرمۍ هم سخت زور اخيستی او خلکو ته ېې روغتېايي تشويشونه پېدا کړي دي .
دلته مې ګرمۍ سره د مقابلې لپاره ، له ځينو بهرنېو طبي پاڼو ېو شمېر روغتېا ژغورونکې مشورې راخيستي چې تاسې سره ېې شريکوم :
1. زېاتې اوبه وڅښئ . عادي حالت کې موږ د ورځې ېو نيم ليټر اوبه څښو خو په ګرمۍ کې باېد دغه اندازه 3 چنده زیاته شي . البته چې دلته هدف د سوچه او عادي اوبو څکل دي ، نه چای ېا شربتونه .
2. هڅه وکړئ د ورځې په تر ټولو تودو ساعتونو کې ( له دولسو څخه تر څلورو بجو ) ، ځان د لمر له مخامخ وړانګو څخه وساتئ او سيوري کې اوسی .
3. څومره چې کولی شی زېات ولامبئ . دې کار سره ستاسې پوستکی پاکېږي او پاکه څرمن د تنفس دوهم اغيزناک غړی دی . د اوبو د تودوښې کچه باېد د کوټې د تودوښې معادل وي ؛ په ډېرو ېخو اوبو لامبل روغتېا ته ډېر سخت زېان رسولی شي .
4. د ګرمۍ په موسم کې باېد د سهار او ماښام پر مهال ، کافي اندازه خوځښتونه او حرکات ( سپورت ) وکړئ . ښايي دا مشوره عجيبه ښکاره شي خو پوهاند وايي چې په ګرمۍ کې پر ځای کېناستل او حرکت نه کول کېدی شي د زړه د ېو شمېر ناروغېو لامل شي .
5. هغه خواړه چې ساړه خوړل کېدی شي ، مه ېې ګرموئ ، ساړه ېې وخورئ . د غوړو شيدوايزو خوړو او غوښې خوړلو څخه ډډه وکړئ ، کبان او ترکاري ډېره ګټوره ده .
6. خوړو کې مو مالګه خامخا وکاروئ . د لوړې تودوښې پر مهال موږ ډېر خوله کېږو او پاېله کې مو د بدن څخه د اوبو ( ماېعاتو ) تر څنګ ، کافي مالګه هم بهر کېږي . د مالګې دغه کمښت باېد بېرته پوره کړل شي .
( د وينې لوړ فشار لرونکي اشخاص دې خپل ډاکټر سره مشوره وکړي ) .
7. د هغو جامو له اغوستلو تر ممکنه حده ډډه وکړئ چې نېلون( پلاستيک) په کې کارېدلی وي . کوشش وکړئ د طبيعي نخ څخه جوړې شوې جامې واغوندی .
8. پراخه ېا ازاده جامې واغوندئ او هڅه وکړئ چې تر ممکنه حده مو د بدن ټول غړي لباس کې پټ وي .
9. د خولۍ ( خصوصاً هغه چې پر سترګو سيوری هم جوړولی شي) په سر کولو څخه شرم مه کوئ ځکه چې د ګرمۍ ناوړه اغيزې هغه وخت راښکاره کېږي ، کله چې ستاسې سر زېاتې ګرمۍ ته پرېښودل شي .
10. کور کې د اېرکنډېشن کارول کافي زیانونه لري ، خو که بېا هم د هغه کارول حتمي وي نو داسې ځای کې څملئ چې د (اې سي) د هوا ېا باد څپو ته مخامخ نه وي .
روغتېا مو غواړم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.