افغانستان اوس د نویمو کلونو هېواد نه دی او نه هم افغانان اوس په هغه ډول پاتې، چې په هرچا دې باور وکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني د « غوايي ۸» په مناسبت په خپل ځانګړي پیغام کې ویلي، چې ۲۹ کاله وروسته افغانستان ډېر اوږد مزل کړی او طالبان دې پخواني خوبونه نه ویني.
نوموړي ویلي، چې په افغانستان باندې د زور، وحشت او وژنو له لارې واکمني نه شي کېدای او طالبانو ته په کار ده، چې له افغان حکومت سره د خبرو له لارې حل ته ورسیږي.
غني د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې د زور او تاوتریخوالي له لارې طالبان هيڅ وخت ځان په افغانانو تحمل کولای نه شي او نور باید د زور پرځای د سیاسي او دیموکراتیکو لارو څخه خپل اهداف تعقیب او د ولسونو ارادې ته احترام ولري.
باید یاده شي، چې تر دې وړاندې هم ولسمشر محمد اشرف غني په ټینګار سره ویلي، چې که طالبان افغانستان کې واکمني غواړي؛ نو ټاکنې یې تر ټولو ښه بدیل دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320