تاسو به اوریدلي وي چې ځینې حتی حکومت نظام یادوي او کله چې د نظام خبره کیږي، ځینې فکر کوي چې دا د حکومت ملاتړ کوي، خو نظام او حکومت دوه جلا بحثونه دي چې وضاحت یې له هر چا اوریدلی شئ.
حکومت کې به نیمګړتیاوې وي، نظام به هم ځینو اصلاحاتو ته اړتیا ولري، خو دا چې ځینې له حکومت سره د عقدې له کبله د نظام د تخریب لپاره کار کوي، دوی دې پوه شي چې سیاست کې بې هدفه انتحار کوي.
افغانستان کې چې هرکله نظام ړنګ شوی، هر څه د سره شوي دي، خو که حکومتونه ړنګ شي او نور رامنځ ته شي، بیا دومره مشکل نه جوړیږي.
حکومتونه به کله یو او کله بل وي، حکومت ډير کله تر نیوکو لاندې وي او اصلاحاتو ته یې ضرورت زیات وي، خو نظام هیڅکله له حکومت سره تړل نه دي پکار، ځینې همدا اوس هم فکر کوي چې نظام یانې ولسمشر محمد اشرف غني، خو نه، داسې نه ده، نظام یانې ملت او حاکمیت.
کله چې موږ د حکومت خبره کو، چې اصلاحات دې راشي، د حکومت مشر دې استعفا وکړي، بل دې راشي، دا برخه دې اصلاح شي او هغه برخه دې جوړه شي، دا سمه ده، خو نه دا چې د دې هر څه لپاره نظام تخریب کړو او ووایو چې نا، موږ جمهوري نظام نه غواړو او دا هر څه دې بیا له سره په یو بل چوکاټ کې تنظیم شي.
دا نن چې د سیاسیونو په نوم باندې ځینې ډلې او اشخاص یوې خوا او بلې خوا ته منډې وهي اوځینو یې له طالبانو سره یو ځای د جوال خوله نیولې ده، دوی سیاسي انتحار ته ځان برابر کړی دی.
دوی فکر کوي چې که اوسنی نظام بیخي له منځه لاړ شي او بل نظام رامنځ ته شي، هر څه به د دوی لپاره ښه شي، خو یو څه چې واضح دي، هغه دا چې که اوسنی نظام له منځه ځي او پر ځای یې د دوی او یا طالبانو په خوښه بل نظام منځ ته راځي او طالب پکې واکمن وي، دوی ته ولا که طالبان څوکیداري هم ورکړي.
د دوی مشکل یواځې دا دی چې حکومت کې نه دي او امتیازات پرې بند شوي دي، همدې عقدې دومره وارخطا کړي چې هرې خواته لاس اچوي چې تخریبي کارونه وکړي چې څوک ورته یو څه امتیاز ورکړي.
باجګیري کلونه وشوه، خو پای او پایله یې و نه رسیده، اوس که هر ډول وي، ملت ته مراجعه شوې او څو سیاسي ټیکداران چې ولس کې هیڅ نفوذ نه لري، ځای یې نه دی پاتې چې هره خبره یې ومنل شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320