دکرنې او مالداري وده مو د نورو له احتیاجه ژغورلی شي/اېمل پیاوړی
افغانستان غرنی هیواد دی چې د پرېمانه اوبو ترڅنګ ابادې کرنیزې او شاړې ځمکې یې هم که اساسي پاملرنه ورته وشي، نو د کرنیزو محصولاتو له پلوه نه یوازې د افغانستان د خلکو اړتیاوې په کوردننه پوره کولی شي، بلکې بهرته یې هم صادرولی شي.
د ولسمشر غني تمرکز هم په کرنه او هم په مالدارۍ دی، ځکه کرنه او مالدارۍ د افغانستان د خودکفایۍ مهم توکي او د افغانستان د وګړو چې اکثریت یې نالوستي دي مهم شغلونه دي. مګر د تېرو جګړو او ناامنیو له امله لا هم نه یوازې د کرنې او مالدارۍ ودې ته پاملرنه نه ده شوې، بلکې لا هم زموږ بزګر او مالدار د کرنې له ډېرو مهمو لارو چارو څخه بې خبره دي او لا هم په همغو زړو مېتودونو چنګاو دي.
کرنه د ناخالصه کورنیو تولیداتو شاوخوا ۲۳ فیصده مهمه برخه جوړوي، خو په خواشینۍ سره د اورښتونو د کموالي او په تېرو دوو کلونو کې د طبیعي آفتونو له وجې د کرنیزو محصولاتو کچه حدودا ۱۴،۲ فیصده راکمه شوې او دې وضعیت د هېواد پر اقتصادي وضعیت منفي اغیز وکړ.
د شته شمېرو له مخې، د کرنې او مالدارۍ سکټور ۴۴ فیصده کاري ځواک راجذب کړی او ۶۰ سلنه کورنۍ له دې لارې خپل ژوند تمویلوي. کرنه له نورو اقتصادي برخو سره پراخ تړون لري، داسې چې ۹۰ سلنه تولیدي صنایع په کرنیزو محصولاتو پورې تړلي دي.
د اوبو د نویو بندونو له جوړولو سره پرېمانه شاړې ځمکې ابادېږي او د خړوبولو اسانتیاوې یې برابرېږي، د ولسمشر غني ټینګار په همدې دی چې له دغو ځمکو څخه دې د داخلي کرنیزو محصولاتو د تولید لپاره موثره ګټه واخیستل شي. که چېرته کرنیز تولیدات او کرنیزې ځمکې زیاتې شي، کرنه کولای شي ۱،۲ فیصده کلنۍ اقتصادي وده او ۱،۲ میلیون کاري فرصتونه په راتلونکې یوې لسیزې کې رامنځ ته کړي.
د افغانستان په اړه د نړیوال بانک د ۱۳۹۵اقتصاد ي راپور د معلوماتو له مخې، د زیربناوو لکه اوبو لګونې، د اوبو مدیریت او په افغانستان کې د کرنې بالقوه ظرفیت ته د لاسرسي په هدف د کرنې د ترویج د خدمتونو برابرولو لپاره هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالرو پانګونې ته اړتیا شته.
د افغانستان حکومت په تېرو درېوو کلونو کې د کرنیزو اقلامو ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. د کرنې او کلیو پراختیا لپاره ځانګړې شوې بودجه په دغه موده کې مخ په ودې وه. د کرنې او کرنیزو محصولاتو د ودې په موخه ولسمشر غني داخلي تولیداتو څخه استفادې ته لومړیتوب ورکړی او همېشنی ټینګار یې په دې دی چې خصوصاً د امنیتي ځواکونو لپاره دې له وطني پیداوار څخه استفاده وشي.
د ۱۳۹۳ نه تر ۱۳۹۵ پورې د کرنې او مالدارۍ په سکټور کې ۲،۲۵ میلیونه کسانو ته کاري فرصتونه ( ورځني، لنډ مهاله او اوږد مهاله) پیدا شوي دي. د کرنې وزارت د شمېرو له مخې دا مهال د بازار د اړتیا څه باندي ۲۲ سلنه له کورنیو کرنیزو محصولاتو څخه تامینیږي.
افغانستان د وچکالۍ باوجود د کرنیزو توکو او مېوو له لارې زیات عاید ترلاسه کړی، ځکه چې د افغانستان اکثره وچې او تازه مېوې د هوایي دهلېزونو له لارې، متحده عربي اماراتو، هند، چین او اروپا ته ولېږل شوې او په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان مېوې ښه بازار او ګڼ مینه وال لري.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			