Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل/اسما لمر
چې مې نیولې وه هندارې ته ډېوه په شپه کې
دژمي شپه غوندې اوږده وه ستا کیسه په شپه کې
دستورو شمار کې وم لګیا تر سپېده داغه پورې
دستورو منځ کې مې ونه مونده هغه په شپه کې…
غزل/ شاه نواز باقر
چې غزل ته مې اوس ذهن برابر شي
نو رديف د کافيې نه مرور شي
په لګن کې اوبه را وړم ورته کينم
چې را ياده کناره د سمندر شي
تنهايي مې په لار ونه خوري ويريږم
ستا احساس مې دې د لارې همسفر…
اسمالمر / غزل
شړکنده باران ومه ، زه مسته له سیلابه وم
ځوږ وم، راوتلې دسندرو له دریابه وم
چابه لټولمه دریاب، چا دغرو کاڼو کې
چاومه موندلې له اغزو، چاله ګلابه وم
سا دیوه وجود ومه ارواح دموټي…
ستاسيورى/ نظیف تکل
ته هوښياره وې
بې غمه شوې
ياد دې زما له ياده
پاک کړ
زه چې اوس هم
ګل ته ګورم
ته را ياديږې
خو لکه بې خياله شعر
زر مې له ياده وځې
پوهيږې چې تياره هم
څه نه پټوي
پر ميز د لګيدلې شمعې رڼا…
غزل / داکتر احمدمجیب احمدي
زړه مې راته وايي غرنی شه په صحرا ګرځه
لاړ شه له دې كلي او پردی شه په صحرا ګرځه
ځه هغه خوابدې ولولې كړه يو ځل بيا خپلې
بیا ددوی دغاړې سپېلنی شه په صحرا ګرځه
مينه شه ټول…
شاه نواز باقر /زما احساس
که وس مو نه وي د بيرغ اخيستو
څادر لرئ کنه د ستړو اوږو !؟؟؟
د کور سکاره، د بدن وينه او د ونې پاڼې
د محبت په کاڼي وټکوئ!
ترينه سور، تور، او شنه رنګونه ساز کړئ!
په خپل ريښې ريښې…
ازادي/ علم ګل سحر
موږ په خوله باندې ستایلې ازادي ده
بس له هرڅه راته ښکلې ازادي ده
موږ په وینو ازادي ده تل اخیستې
موږ په خوشي شي بایللې ازادي ده
یو دوه درې کسه مین په ازادي یو
دلته نور وایي چې ولې…
نظم / اسما لمر
انگازه يې شوم دفکر په آرام کې
چې شړلې یې وم بیا راپسې ګرځي
په صحرا کې مې دسیوري په ارمان دی
هغه اوس نور په صحرا راپسې ګرځي
******
دلوړ خیال سره په ماپسې راغلی
لکه سیوری دمرغه رانه…
افغانزوى افغان / توره ورځ
يوه ورځ راځي د کال په جنترۍ کې
چې ده شمېر زموږ د قام په بدمرغۍ کې
ازادي د ژوندانه راڅخه اخلي
او ساتي مو په بدرنګه غلامۍ کې
هېروي راباندې ژبه، خاوره، وينه
يوه توره ورځ راځي په…
خلک څه غواړي؟/ عظم الدین علیمي
ســوي ګلبڼ نه اغځي لـیـرې کړئ ګلان غواړي خلک
د جـان کـیـري یارانـو تاســو نه احسان غواړي خلک
د جـنګ ځـپـلـو پـرهـــرونـــو تـه مـلهـم پــــه کار دي
لـه ډاکـټـرانـو زهـر نه غـواړي…