Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
غزل/ ارواښاد صاحب شاه صابر
څه د جانان څه د سپریلی د ښکلی خیال په خوږو
خو نازولی زړه می لوی کړو د جمال په خوږو
یاران د شال او د شړی د فرق خبری کوې
مونږ د شړی په خوند خبر شو نه د شال په خوږو
دوې به تر…
غزل/ سپوږمۍ
جرګو سره زه نه ځمه جرګې ځان سره وړم
ملاله دمیوند یمه ټپې ځان سره وړم
دسرو پیزوان مې ورک دی لوغړنه پسې ګرځم
دسرو شوڼدو لپاره سِری لمبی ځان سره وړم
له خوبه لا کله بیدار یږی…
غزل / اسدالله غيرت
مرم محبت پسې ګلاب ماته څوک نه راکوي
ژوند مانا څه ؟ دلته ځواب ماته څوک نه راکوي
څه د جاهل ولس بچی يم ، له وسلې نه بغير
دلته قلم ، دلته کتاب ماته څوک نه راکوي…
غزل/ هیله افغانۍ
په درد دي ډيره درديدلي يم ستومانه مور يم
بچيه هيڅ مي درته ونه کړه ناتوانه مور يم
انسان چي ولي مي په ځمكه فرياد وانوريدو
زما د زړه چيغي خو رسي تر اسمانه مور يم
يو وخت…
پښتنو ته د آباسين آواز/ امان الله سېلاب ساپي
اى لروبر محكوم آزاد پښتونه
څه شي مخمور كړې انتظار يې څله؟
زه غورزنګونه ستا په نوم وهمه
ته دربدر او ناكرار يې څله؟
ستا په تاريخ زه افتخار لرمه
ته نو لـه ژوند څخه بېزار…
غزل / هيله افغانۍ
زه چې کله ستا نه بيله شوې يم
زه د هغې ورځې نه مړه شوې يم
زه هم بې ګناه په زړه سورۍ شومه
زه هم بې ګناه شهيده شوې يم
ما د اصلې ژوند منزل پيدا نه کړ
زه تش په يو خيال کې…
غزل / هیله افغانۍ
امید شته دی چې ارمان ته به ور رسم
چې تعلیم کووم میدان ته به ور رسم
دا منمه چې لږ لرې رانه تللې
چې همت وکړم کاروان ته به ور رسم
ته زما د استعداد نه خبر نه ئې
چې لږ زغم تیر…
غزل/ طالب منګل
له دې نه نور څومره پښتونه انتظار په کار دی
د قوم وژونکو ته په دې خاوره سنګسار په کار دی
د جنګیالیو مقدسې تورې وغورځیدې
د مات لښکر را ټولولو ته سلار په کار دی
ولې فاتح شي په…
غزل / جلال امرخيل
په سترګو ړوند نه یم خو سترګې غړولی نه شم
سترګې دې جار شم په سرو سترګو درکتلی نه شم
لکه د ونې که له ځایه خوځیدلی نه شم
لکه اوبه هم پر هر لوري بهیدلی نه شم
د زړه درزا مې که در…
اتڼچي/سیدمنتظرشاه هاشمي
اتڼچي
یو اواز د څڼه ور اتڼچي راشي
ته وا وايي
پاڅه پاڅه
نهیل مه شې
هه ستا ماتې د بریو پیلامه ده
په کې وینم
د سبا
او
د نن متن
۱۶-۸-۱۳۸۹
لغمان