Browsing Category
شعرونه او لنډۍ
نو د ژوند به څه لذت وي؟/ عزت الله ځواب
چې نه شونډې، نه شربت وي، نو د ژوند به څه لذت وي؟
ناروا چې محبت وي، نو د ژوند به څه لذت وي؟
چې پنځه نوي نهر وي او پينځه تنه ماړه وي!
د پنځو تنو دولت وي، نو د ژوند به څه لذت وي؟…
غزل / عبدالباري جهاني
خوب مي لیدی چي له جانان څخه هېر سوی یمه
شپه سبا کیږي له مُغان څخه هېر سوی یمه
لکه ارغند ستونی مي وچ وي له اهاړه څخه
کلونه کېږي له باران څخه هېر سوی یمه
زه به مي څنګه له…
هیله/ اجمل اند
کله بیا که په دې غرو کې د ډول ډنګ شو
ډکې، ډکې هدیرې به په نڅا شي
دنګ، دنګ ژڼي به له تورو خاورو پاڅي
او اتڼ کې به له څیرمې په ګډا شي
کله بيا که په دې غرونو واورې وشوې
د…
ورورګلوۍ/سمیع الدین افغاني
ځينې ، ځینې په نامه باندې افغان دي
په باطن کې ددې خاورې دښمنان دي
په هویت د افغانیت باندې شرمیږي
ځینې اوس لا په قدرت کې حاکمان دي
د تعصب اود نفاق اوریې بل کړی
ډیر بې رحمه پردي…
غزل / مصطفی آرين
يو څوک راځي ما خوب کې خوځوي بيا رانه ځي
په زړه راته لاس ږدي ما خبروي بيا رانه ځــي
دا سري ماښام ځکه آياتونه په ځان وايم
اول مې تخنوي، بيا ويروي بيا رانه ځي
په څه خوارئ…
له مینې نه منکر/ بصیر بیدار ستوری
له مینې نه منکر چې وي نفرت به خوښوي
شر خوښي چې شر غواړي شرارت به خوښوي
د ژوند ځیني بې زاره همیش مرګ غواړي له خدایه
چې بوج په زنده ګۍ شي نو قیامت به خوښوي
چې تل په مینه…
ښه به شمه/ عزت الله ځواب
جانانه در به شمه، ښه به شمه
سم برابر به شمه، ښه به شمه
چې تبليغي شوم، لېونی هم شومه
بېرته لوفر به شمه، ښه به شمه!
باډيګارډانو سره ښار کې ګرځم!
بس لنډه غر به شمه، ښه به شمه…
چې وختونه/ سمیع الدین افغاني
چې وختونــه يـو پــــه بل پسې سبا شي
حقايق د زمــــانې بــــه بـــرمــــلا شي
چاچې کړي وي خيانت د قام په حق کې
دا حتمي ده چې عالم کې به رسوا شي
د رښتيا کاروان پــه مخه ځي…
غزل / شاهنواز باقر
په خپل ځان چې ستا د هر درد بلا اخلم
مطلب دا چې زه ژوندی یمه، ساه اخلم
د یوه سړي قیمت راسره نشته
که په بيعه شوه دا ټوله دنيا اخلم
یوه نوي محبت ته مې حاجت دی
د یو نوي…
غزل / شاهنواز باقر
د محبت راز ته په داسې اظهار اور ورکړم
لاس چې د چا سره ميلاو کړمه. نو زور ورکړم
څه عجيبه دکانداري مې شروع کړې خدايه!
چې زندګي د چا پکار وي ، زه يې پور ورکړم
زه به ترې خلاص…