Browsing Tag

مصطفی امن

غزل

په کتو کتو مې سپین د سترګو تور کړهٔ یو تصویر و ستا ماجوړ ترې درې څلور کړهٔ دهجران زخمونه هرڅومره که ډېر وو ستا د یاد په مرهمونو مې ټکور کړهٔ ما مې زړه کې درته باب دمینې پرانیست تا مې ټول د ژوند بابونه رانسکور کړهٔ…

غزل

ستړی انتظار یم حوصله رانه روانه ده لمر رانه ډوبیږي ، زمانه رانه روانه ده راکه ساقي یو بل دمستۍ جام چې راویښ مې کړي بیرته ارږمي راځي ، نشه رانه روانه ده ژر شه لیونتوبه د ژوند غوږ کې راته چیغه شه پاتې زندګي په خوب ویده رانه…

غزل

د ژوند په لټه د ژوندو له ښاره وتی یمه هسې هم نده چې بیخي له کاره وتی یمه ډېرځله یمه بلل شوی جنازې ته خپلې ډېر ځله زه هم د فتوو له داره وتی یمه چې مې په قتل ته تورن شوې ،کډه شوم له کلي چې چیرته نشمه قاتل له ډاره وتی یمه…

غزل

هیر یی کړم ستا هغه یادهم نه راځي له ډېره درده فریاد هم نه راځي دا تمه مه لره چې زه به درشم چې ستا له خوا نه سوړ باد هم نه راځي دا یو نظر وو دا دې هم واړاوه اوس دې د مینې امداد هم نه راځي انسانان یو بل ته په څوک کې ناست…

غزل

وریځې دي خړې، اسمان رژیږي ارواوې رېږدي، زړونه رپیږي د نفرت تندر بره غړمبیږي مینه کوئ ، که نه رالویږي د بیلتون اوښکې مې را بهیږي پټیدای نه شي ، مینه وریږي د کړاؤ خوږ باد، په ما لګیږي د ښکالو ساز دې، راته غږیږي د کوټې ګروپ دې، ماښام…

غزل

شپه ده، ستا خیال او کټ دی د سپوږمۍ ټال او کټ دی د اندیښنو له ستورو رانه تاو جال او کټ دی دیاد میلمه ته مې دې جوړ کړی شال او کټ دی د یارانې په ټس کې مې رنځورحال اوکټ دی مساپرو وخوړو پاتې وصال او کټ دی خانه به دوشه ګرځو…

غزل

دلیل چې په کردار کې دیوې نرۍ مسکا شم نو شکر په خوله وباسم او رب ته په دعا شم دژوند انتخاب خپلوکې مونږداسې تیروبیرکړو مئینه ته په بل یو شې او زه مئین په تاشم چې ته پکې مسکونه یی ، نوزه ترینه باغي شم چې ته ترې کډه بارکړې ، هله زه…

غزل

د هغو سره بې تاجه پاچائي ده چې پیشه یی د عالم دلربائي ده مال دولت ګټل بیشکه لوئ هنردی فضیلت د ماتو زړونو کمائي ده له شفقه تر شروقه انتظار وي چې حاجت یی د جانان رونمائي ده درپسې ډیوې د اوښکو ګرځومه چې په لاره د منزل مې رڼائي ده…

غزل

په میوند کې چې ټپه د ملالۍ شي د ایوب توره لا نوره مېړنۍ شي چې احمداو میرویس خان یی وي روزلي انا ګانې د ملت شي نومیالۍ شي که په هره یوه ځمکه کې اباد یم پېژانده مې په پښتو پښتونولۍ شي وزر وکړم وایم والوتې اسمان ته چې خبره د وطن د…

غزل

مستانه شانې خندا یی وکړه تېر شو جنازه یی وشوه،وخت له خلکوهیرشو لیوالتیا د روڼ سبا یی خدایه بچ کړې ژوند په خړو ګردابونو کې راګېر شو د قام سوبه خو د نسل په تعلیم شي چې بې کسبه بې کماله شو ګنډېر شو هغه ورور چې په کاله کې تش پاپړ وو…