غزل

مصطفی امن

137
د ژوند په لټه د ژوندو له ښاره وتی یمه
هسې هم نده چې بیخي له کاره وتی یمه
ډېرځله یمه بلل شوی جنازې ته خپلې
ډېر ځله زه هم د فتوو له داره وتی یمه
چې مې په قتل ته تورن شوې ،کډه شوم له کلي
چې چیرته نشمه قاتل له ډاره وتی یمه
تا دې د ظلم د انجام ننداره نه وه کړې
پکې اوس ستا او هم له خپل اختیاره وتی یمه
په تقاطعو د نظریاتو کې مې ولټوه
اوس حقیقت یم له ذاتي افکاره وتی یمه
ستا هر خواهیش ته مې جانانه هو کې حد کړی دی
په نه دلیل ورته له خپل انکاره وتې یمه
په خپل وجود کې خپل عمل ، ردې عمل لرمه
منفرد رنګ کې له عامه کرداره وتی یمه
ستا سترګې هاغسې نشې راپکې نه مستوي
اوس ددیدن له لیوني خماره وتی یمه
داچې ډېر رنګ په خط اوخال د غزل نه مږمه
امن سپینږیری یم له شوخ سینګاره وتی یمه
م .امن
19.11.25
https://af.dawatmedia24.com/?p=163045

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.