Browsing Tag

عبدالهادي هادي

غزل

ما به نو خامخا راځي وباسي دا چې له کلي لیوني وباسي هغه چې ټول عمر مې خوب کې لیده اوس مې له خپل شکي زړګي وباسي دا مینه هم څه عجیبه لوبه ده سړی له ټولې زندګي وباسي زما بیوسې مور ملا راغوښتی سر نه مې ستا د عشق پیري وباسي دا جنکۍ د خدای…

غزل

ټوله رڼا ستا شه ګلې زه تیاره ماښام ښه یم پریږده د نظر په شانې پروت د چا پر بام ښه یم مه مې پخوه چې نور د اور د ټینګې نه یمه پوخ یمه دننه له بهر نه یو څه خام ښه یم زه خو د دنیا د رواجونو پروا نه ساتم عقل دې د نورو وي زه دغسې سرسام ښه یم…

غزل

خدای راته تراشلی ستا وجود زما په خوښه دی ستا په نرمو شونډو هر سرود زما په خوښه دی څنګه به راپاڅم د اخلاص سجدو نه ووځم؟ زه هغه عابد یم چې معبود زما په خوښه دی شنه شې له حیا نه خاموشي په دنیا جوړه کړې شور د انقلاب کې دا رکود…

د ارواښاد سيدجان ملال شپږدېرشم تلین

نن د ارواښاد سيدجان ملال شپږدېرشم تلین دی، تش د دې ښه انسان او ښه لیکوال د ياد تازه کولو له پاره خپله دا پخوانۍ ليکنه بيا شريکوم: په کابل کې د شپیتمو کلونو په هره مشاعره او سیمینارکې به زموږ مثلث( یون، زه او آزمون) حاضر وو.د لیکوالو…

اوښتی بخت

سم لکه د بل سگرت ايره له لاسه ولويږي ټک شي يو سپاهي په نيمه شپه، له آسه ولويږي خوب وينم چې خدای ته مې د سوال، لمن نيولې وي ډکه مې لمن شي،ستاره له پاسه ولويږي وخت وي له غروره، د آسمان ګريوان ته لاس وروړي وخت وي په هواره…

غزل

زه دې منزل یمه جانانه د تا لاره نه یم څنګه په خوله درځي چې وایې زه اوزګاره نه یم؟ لا مې له شونډو ستا د مچو ګرمي هیره نه ده که څو هیرجن یمه خو ډیر لکه هنداره نه یم له تا مې ځار د سپین ږیرتوب پر برید ولاړه ځواني لا هغه ستوری یم…

ستا به باور نه راځي

ستا به باور نه راځي...! واه ملکی! څومره هوسا ،څه په آرام پرته یې په څومره برم د عظمت د غره پر بام پرته یې واه زورورې! لا دې هم خلک سلام ته راځي شه مبارک چې پر لیمو د یوه قام پرته یې ××× دلته نازو او زرغونه خلک په کاڼو ولي د ملالۍ د…

غزل

خدایه شکر، غزلزارو کې اوسیږم ستا د دوه سترګو هندارو کې اوسیږم ستا د مخ له کعبې تاو شمه،مومن شم ګنې غرق یمه، کفارو کې اوسیږم د دښمن تندی چې ګوري، زه وریاد شم توره تیږه یم، په لارو کې اوسیږم لا مې روح ، په پورې غرو…

غزل

خدایه شکر، غزلزارو کې اوسیږم ستا د دوه سترګو هندارو کې اوسیږم ستا د مخ له کعبې تاو شمه،مومن شم ګنې غرق یمه، کفارو کې اوسیږم د دښمن تندی چې ګوري، زه وریاد شم توره تیږه یم، په لارو کې اوسیږم لا مې روح ، په پورې غرو کې سرګردانه لا په…

بانه

کیږدمه خپل سر په زنګانه ورپسې وژاړم ګل وطن را یاد شي، کینم ښه ورپسې وژاړم څوک وایي چې کلک وي نارینه ته ژړا نه ورځي؟ زما خو چې مورکۍ شي را په زړه ورپسې وژاړم بس چې په دې لوی جهان کې چا باندې مور بوره شي ځمکه راته اور شي، دلته زه ورپسې…