تـږی
نن مې د شیطان توره
سره په وینو ولیده
آه! ټوټې، ټوټې بدن
ټول پرهر، پرهر یمه
خدایه! ستا راکړې ساه
زما وجود کې ځغلي لا
سرې سترگې د اوښکو مې
بیا تا ته نیولي دي
جل وهلی مُساپر
ستا د رحمت تږی دی
عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن…
Recover your password.
A password will be e-mailed to you.