غزل / جلال امرخيل
په سترګو ړوند نه یم خو سترګې غړولی نه شم
سترګې دې جار شم په سرو سترګو درکتلی نه شم
لکه د ونې که له ځایه خوځیدلی نه شم
لکه اوبه هم پر هر لوري بهیدلی نه شم
د زړه درزا مې که در رسي راواپس شه ګلې
ژوند لکه دښته ، غږ له ویرې درکولی نه شم…