د آمریکا سره د خبرو اترو لپاره د وسلوالو طالبانو نوې وړاندیزونه

0 845

 

له  NBC News  څخه ژباړل شوي

  ژباړونکې: اسدالله ولي/ یماهوتک

د طالبانو څلورو تنو مشرانو چې نومونه یې ندي اخیستل شوي د ان بي سي خبري شبکې سره په خپلو خبرو کې ویلي: «که آمریکا له طالبانو سره په خپلو خبرو کې ریښتینې وي نو د طالبانو له سلګونو بندیانو له ډلې دې د حقانې تروریستي شبکې د اوسنې مشر ورور انس حقانې خوشې کړي. چې دا کار به د راتلونکو خبرو اترو لپاره یوه لار پرانیزي او که داسې ونشي نو د سولې خبرې به د تل لپاره په ټپه ودریږي». دا څرګندونې یو طالب قوماندان د هلمند په ولایت کې ان بي سي ته د خپل نوم د نه ښودولو په شرط کړي دي ځکه ده اجازه نه درلوده چې له رسنیو سره وغږیږي.

څلورو طالب مشرانو چې په اماراتو، قطر او افغانستان کې اوسیږي په خپلو خبرو کې دا څرګنده کړې: چې د خبرو اترو بل پړاؤ به ډیر ژر پیل شي چې لمړنۍ خبرې به د بندیانو د تبادلې په اړه وي.

وسلوالو طالبانو د بندیانو د تبادلې په اړه کلک دریځ نیولې، خو دا ناممکنه ده چې آمریکایان د افغان دولت له موافقې او په خبرو کې له کوم لوی پرمختګ او لاسته راوړنې پرته د حقاني ډلې یو لوړ پوړې غړې چې په ډیرو خونړیو پیښو کې لاس لري خوشي کړي.

په واشنګتن کې د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي:« په نږدې وخت کې د خبرو اترو لپاره تراوسه هیڅ ډول پلان ندې نیول شوی او د بندیانو د تبادلې د احتمال په اړه یې هم له خبرو ډډه کړی او ویلي یې دي چې تراوسه د خبرواترو پر میز داسې کوم څه نشته» د سې شنبي په ورځ د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیټرنیروټ خبریالانو ته وویل: مونږ چمتو یو تر څو د افغانستان خلکو، دولت او وسلوالو طالبانو سره یوځای کار وکړو تر څو دې جګړې ته د پای ټکې کیږدو.

خو د افغانستان دولت تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ ندی څرګند کړې. پدې ورستیو میاشتو کې آمریکایانو د افغان دولت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

د۲۰۰۱ سپتمبر څخه چې آمریکایې ځواکونه افغانستان ته راغلل تر اوسه ۲۴۰۰ آمریکایي پوځیان وژل شوي دي او په لسګونه زره افغانانو هم ددې جګړي په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړې.

د آمریکا اوسنۍ ولسمشر دونالد ټرمپ د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې څخه خوښ ندې او آمریکايې دیپلوماتانو او جنګي قوماندانانو ته یې لارښوونه کړې چې له وسلوالو طالبانو سره د مخامخو خبرو هڅې پیل کړي، دوی سولې ته وهڅوی او دی اوږدې جګړې ته دپای ټکې کیږدي، د آمریکا پخواني چارواکي او دیپلوماتان چې د افغانستان په چارو کې تجربه لري هغوی هم په دی نظر دي چې د آمریکا اوسنۍ اداره په افغانستان کې د سولې لپاره یو ممکنه فرصت ویني خو دوی لاهم تراوسه د سولې په اړه د خبرو اترو په لمړنیو پړاوونو کې دي.

«د وسلوالو طالبانو د مشرانو په منځ کې داسی ژورې نښې نښانې لیدل کیږي چې مستقیما له آمریکا سره د خبرو اترو پرسر یو له بل سره غږیږي، پدې خاطر چې دوی افغان دولت د یو مشروع دولت پتوګه نه مني» دا څرګندونې له آمریکا سره د طالبانو د خبرو اترو په غبرګون کې یو طالب مشر د نوم د نه ښودلو په شرط کړي.

انس حقاني چې د جلال الدین حقاني چې د حقاني شبکه یې په ۱۹۷۰ کلونو کې جوړه کړه، ځوی دې، او دده نوم د هغه طالب بندیانو د لست په سرکې دی چې هغوی یې د خوشې کیدو غوښتنه کړې. انس حقاني د ۲۰۱۴ د اکتوبر میاشتې راهیسې د افغانستان دولت په زندان کې پروت دې او نوموړې آمریکایانو هغه وخت ونیو چې له بحرین څخه قطر ته پر لاره وو، ددې شبکې بنسټ ایښودونکې څه موده مخکې د ورپیښې ناروغۍ له امله ومړ.

حقانیان په دي ډاډه دي چې دوی کیفین کینګ یو آمریکایې تبعه چې د افغانستان آمریکایې پوهنتون له دوه پروفیسرانو له ډلې څخه یې یو دي، چې د ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې په کابل کې ددوی له خوا برمته شول، په لاس کې لري، او دوی په تیر اکتوبر کې ویلي وو چې روغتیایې وضیعت یې ښه ندې.

د حقاني شبکه په افغانستان کې پر آمریکايې ځواکونو او ناټو باندي د ډیرو خونړیو بریدونو ترشاه لاس لري، او په ډیره لوړه سطحه تښتونې او برمتې تر سره کوي د بیلګي پتوګه په ۲۰۱۲ کال کې یې یوه آمریکاېې میرمن چې حامله هم وه د کاناډايې خاوند سره برمته کړل.

یو لویدیځ چارواکې او بهرني دیپلومات د نوم نه ښودلو په شرط ځکه چې اجازه نه درلوده چې له رسنیو سره وغږیږي ویلي دي: «ممکنه ده دواړه خواوې د باور جوړونې لپاره لوړپوړي بندیان تبادله او یا خوشې کړي».

  یو غربي دیپلومات وايې: «د افغانستان دولت ته به له سیاسي اړخه دا ډیره سخته پریکړه وي چې انس حقاني خوشې کړي، خو که د افغان دولت او طالبانو دواړو لورو ترمنځ د عادي بندیانو تبادله وشي دا به د باور فضاء رامنځ ته کولو لپاره ډیر ګټور وي».

د انس حقاني خوشې کیدل د افغانانو لپاره هم یو ښه زیرې ندی، ځکه هغه په ډیرو خونړیو او پیچلو بریدونو کې لاس لري چې ډیرو افغانانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړې، او د کابل ښار په شاوخوا کې تراوسه هغه پوسترونه لیدل کیږي چې پری لیکل شوي (انس حقاني باید اعدام شي).

د حقاني بل ځوی سراج الدین حقاني چې اوس د حقاني شبکي مسئولیت په غاړه لري او د طالبانو د ډلي مرستیال هم دې، د ده پرسر هم آمریکایانو ۵ میلیونه ډالر انعام ایښی دې.

طالبان ادعاء لري چې ددوی له ۱۳۰۰۰څخه تر ۱۵۰۰۰ پوری غړي د افغانستان په زندانونو کې بندیان دي، او دا ادعاء هم کوي چې دوی سره تر څلورسوه پورې بندیان دي، چې ډیرې يې د افغان امنيتي ځواکونو غړي، او ځني یې آمریکایان او د نورو هیوادو اتباع دي.

د لویدیځ چارواکي د سولې خبرواترو برخه کې ډیر محتاط دي ځکه دوی وايې داسې نښې نښانې نه لیدل کیږي چې طالبان له افغان دولت سره مخامخ وغږیږي، او د افغان دولت یو له شرطو څخه هم دادې چې طالبان باید له دوی سره مخامخ وغږیږي، خو طالبان تل په دې ټینګار کوي چې مونږ مستیقما له آمریکایانو سره خبری کوو او افغان دولت په رسمیت نه پیژنو.

«تراوسه پورې داسې نښې نه ښکاري چې د دوی په نظریاتو کوم بدلون راغلې وي او د طالبانو ډیر غړي پدې باور دي چې دوی د جګړې ګټونکې دي»

آمریکا تیرکال خپلې پوځي مرستې له افغانستان سره په دی موخه ډیری کړې چې طالبان کمزوري کړی او خبرواترو ته مجبوره کړي په ځانګړې توګه هوایې بریدونه، دا په داسې حال کې چې آمریکایان وايې مونږ په طالبانو باندې سخت ګوذارونه کړي دي خو په دی وروستیو کې طالبانو هم افغان دولت باندې سخت بریدونه کوي، ډیر تلفات یې وراړولی او ډیری سیمی یې تر خپل واک لاندی راوستي.

په کوچني اختر کې ولسمشر محمد اشرف غني له طالبانو سره اوربند اعلان کړ او هغوی هم اوربند ومانه خو وروسته چې ولسمشر د اوربند نور هم وغزاوو نو طالبانو رد کړ.

د طالبانو یو چارواکې وایې:« زلمې خلیلزاد د آمریکا پخوانۍ سفیر او د افغانستان لپاره اوسنۍ استازې متحده عربي آماراتو ته د طالبانو سره خبرو اترو لپاره رسیدلې» خو د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت دا خبر نه تأییدوي او نه یې ردوي خو د وزارت ویاند صرف دومره وایې چې خلیلزاد تراوسه خپله رسمي دنده نده پیل کړې.

او همدا زار په ۰۷ د سپتمبر د آمریکا د دفاع وزیر جیمس مټیس په یو نا څاپی سفر افغانستان ته راغې تر څو افغان دولت او وسلوال طالبان د سولی خبرو ته وهڅوي.

https://www.nbcnews.com/news/world/afghan-taliban-seek-prisoner-swap-u-s-attempts-broker-peace-n909556

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply