له مسیحیت، اسلام او هندویزم وروسته چې په مجموعي ډول څلور اعشاریه اته ملیارده منونکي او عقیدتمند لري، بودیزم د نړۍ څلورم لوی روحي مکتب (دین) دی چې په ټوله نړۍ کې یی د پیروانو او مریدانو شمیر ۴۷۰ ملیونو ته رسیږي. ددی مذهب بنسټګر چې شهزاده سیدارتا ګوتاما نومیده، د حضرت مسیح له میلاد څخه ۵۶۳ کاله وړاندی د نیپال د هغه وخت د ټولواک په کور کې زیږدلی او بیا د اتیا کلنۍ په عمر مړ شویدی. سره ددی چې نوموړي د طاووس له بڼکو په جوړو بالښتونو باندی ستر شوی او د ژوند په لمړنیو دوو لسیزو کې د ناز له هر نعمته بی نیازه وو، ولی پاتې ټول عمر یی بیا د یوې مبارزې او مجادلې په ډګر بدل شوی چې محور یی له بی وزلو سره د مرستې او د خلکو له آزارولو څخه د ځان ساتلو په فلسفه راڅرځي.
بودا چې د ویښ، هڅاند او یا هم روښنایي ته د رسیدو مانا لري، د هندویزم د طبقاتي توپیرونو په وړاندی یی یوه اصلاحي مبارزه پیل کړه وه، په یو خالق او یا میتافزیک یی هیڅ عقیده نه درلوده او پدی باور وو چې بی ځایه ارزوګانې د مادي ژوند د ټولو بدبختیو او ناخوالیو اصلي سرچینه ده. بودا او بیروان یی پدی باور دي چې روح له مړشوي انسان څخه بل پیدا کیدونکي فرد ته انتقالیږي کوم ته چې د ارواو تناسخ یا (Reincarnation) ویل کیږي، ولی فکر کوي چې د مظلومانو لاس نیوی، د افراط او کړاوونو د مخنیوي لامل ګرځي. .
ما د تایلند پلازمینې، بنکاک ته د خپل سفر په ترڅ کې هڅه وکړه چې په دغه ستر ښار کې د بودایانو له دری غټو مذهبي مرکزونو څخه د لیدنې په مهال د هغوئ له مشرانو سره وګورم ترڅو له نژدی پوه شم چې دوئ سولې او تشدد ته د خپل مشر د تعلیماتو په رڼا کې له کومې زاویې ګوري؟ خو موفق نشوم. البته د یو ډیر مشهور بودایي معبد چې دوئ یی (وات) بولي ورغلم او د څو ځوانو شاګردانو او دوو تنو استاذانو سره می ولیدل چې سرونه یی لوڅ، پښې یبله او احرام ډوله نارنجي څاردونه یی له ځانونو تاو کړي وو. له دوئ سره د خپلې لنډې مرکې په پای کې ما داسی و انګیرله چې د بودایانو اکثریت له جنګ او وینو توئیدو کرکه لري او تاوتریخوالی د بدیو مور ګڼي.
خو د تایلند په غربي ګاونډي میانمار/ برما کې چی یوپنځوس ملیونه وګړي پکې اوسییږي، غوڅ اکثریت (٪۸۹) یی بودایان او د سوله مل بودا دا لنډه غري مریدان د یو مظلوم اقلیت د وینو له توئیدو خوند اخلي. ددی هیواد د نفوسو ۵٪ مسلمانان چې د آراکان په ولایت کې استوګن او د روهنګیانو په نوم پیژندل
کیږي، د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د نړۍ د نخچې پرمخ، تر ټولو مظلوم، ځپل شوی او محروم اقلیت دی.
اګر که له پیله راهیسی، د رنګون ټولو متعصبو پوځي او ملکي حکومتونو، نه یواځی دا چې دغه اقلیت یی د معرفت او پیژندګلوۍ د هر ډول اسنادو له درلودلو څخه محروم کړي، بلکې د تعلیم او کار کولو ټولې دروازې یی هم د دوئ پرمخ تړلی دي. ولی پدی وروستیو کلونو کې د بودایانو یو غورځنګ چې د ۴۹ کلن راهب، اشین ورات لخوا یی رهبري کیږي او د نوبل جایزې ګټونکې دوه مخې سیاستمدارې، آنګ سان سوچي او د پوځ له مخامخ ملاتړ څخه برخمند دی، ددغه اقلیت د پښو لاندی مځکه یی په سرې بټۍ باندی بدله کړیده.
د نړیوالو معتبرو خبري آژانسونو د راپورونو پربنسټ، یواځی په تیرو دوو اونیو کې له دری زرو څخه زیات بیګناه برمايي مسلمانان چې غوڅ اکثریت یی ماشومان، میرمنې او سپين ږیري دي، په ډیرې بې رحمۍ سره وژل شوي او نژدی دری لکه یی هجرت کولو اړ شويدي. همدارنګه تیره هفته د برما د پوځ لخوا بنګله دیش ته ټولې تللې لارې په ماینونو ډکې او په اتو مختلفو سیمو کې د دوئ په زرګونو جونګړې او دوکانونه سوځول شویدي.
دغه کټاس ترهګر (اشین ورات) ته چې په ویاړ سره ځان د بودایانو بن لادن بولي، د زرګونو بیګناه روهنګیانو د وژلو، لوټلو، بی عفته کولو او شړلو د مسئولیت ګوته نیول کیږي. خو تر هغه غټه لنډه غره بیا د نوبل جایزې لرونکی سیاستمداره، آنګ سانګ سوچي ده څوک چې د هیواد اصلي واکمنه او د پوځ د ملا تیر ګڼل کیږي. نوموړې تر دی حده له مسلمانانو کرکه کوي چې څه موده وړاندی یی پدی خاطر د بی بی سي د خبریالې میشل حسین سره خپله مرکه نیمګړې پریښوده کله چې پوه شوه دغه خبریاله یوه مسلمانه ده.
زمونږ معاصر تاریخ د یو لړ منصفو مشرانو ډیرې ښې بیلګې لري چې د هغوئ له ډلې څخه یو هم مهاتما ګاندي دی. کله چې د هند لویه وچه په دوو برخو، هندوستان او پاکستان وویشل شوه، نو ګاندي هغه څوک وو چې د هندي مسلمانانو د دفاع لپاره یی خپله شپه په ورځ بدله او د دغه اقلیت په څنګ کې ودرید. همدارنګه بل مثال یی په جنوبي افریقا کې د اپارتایت او سپین پوستو د حکومت په پای کې د نیلسن مندیلا تر مشرۍ لاندی حکومت وو، چې د سپین پوستي اقلیت ټول ظلمونه او ناکوبۍ یی هیرې او د زندان هغه قومندان یی د ټولو په محضر کې معاف او بیرته په خپله څوکۍ وګماره چې هغه یی بی قصوره ځورولی او د پنجرو دننه یی په ولچکو کې تړلی ساتلی وو.
دری ورځ وړاندی د تبت د بودایانو روحاني مشر، دلای لاما پخپل یو اغیزناک پیغام کې وویل: که بودا ژوندی وای نو هیڅکله به د روهنګیا له مسلمانانو سره داسی وحشي سلوک نه وو شوی او که چا داسی کار کړی وای نو هغه به له دی مظلومانو سره حتما مرسته کړی وه. له پله پلوه د مسیحیانو ستر مشر پاپ فرانسیس وویل:( د روهنګیا مظلوم خلک سره ددی چې نصرانیان ندي خو زه بیا هم هغوئ خپل ورونه او خویندې بولم، دوئ د کلونو کلونو لپاره ربړول کیږي او ګناه یی داده چې دوئ مسلمانان او خپل کلتور ته ژمن خلک دي) خو د اسلامي نړۍ ځینو هغو مفتیانو او شیخانو چې د ږیرې په لنډولو او په لمانځه کې د پایڅو په نه پورته کولو خلک له دینه باسي، د هالیوډ د ښکلی او وتلی لوبغاړې، انجلینا جولي قدرې همت هم ونکړ چې د ددغو بی وسو او بی کسو انسانانو سوځیدلو جونګړو او ایره شوي جوماتونو ته سر ورښکاره کړي.
نه الازهر څه وکړل او نه د دیوبند، جامعه بنوري او نوراني له لاسه څه پوره شول. او دا چې د برما مسلمانان د ولایت فقیه د علمي حوزې له دم او ودې څخه بهر دي، نو قم پرته له څو انقلابي شعارونو او د هلال احمر له څو خیمو پرته د بل څه کولو په موډ کې نه بریښي.
تیره اونۍ د قزاقستان په آستانې کې د ۵۷ اسلامي هیوادونو یوه سرمشریزه جوړه شوی وه او د هرچا سترګې همدغې خواته کږې وې چې ګوندی له برما سره به د سیاسي او اقتصادي پریکون په اړه یوه مهمه پریکړه وشي، خو هغه هم د تږي انسان په وړاندی د شګو سراب وخوت. بیا په کابل کې د شهید د اونۍ په عنوان د جهاد، مقاومت او امتیاز علمبرداران را ټول شوي وو، هره خوا د تکبیر نارې وې، عجیبې او غریبې فتواګانې صادریدې او غونډه یواځی د یو شخص ثنا او صفت ته وقف شوې وه خو په قطعنامه کې ددی ضرورت ونه لیدل شو چې د میانمار د دغو ځپل شوو مسلمانو سره د مرستې او میکانزم اړوند کومه ماده ور زیاته شي.
د سپتمبر په شپږمه د انګلستان مشهورې ورځپاڼې ګارډین ولیکل چې د آنګ سان سوچي څخه دی د نوبل جایزه بیرته واخیستل شي او د همدغه ملک یو بل معتبر اخبار، انډی پنډینټ کاږي چې د دغې ښځې لپاره د مایوسۍ او افسوس د لفظونو کارول ډیره وړه او بی مانا خبره ده. نیویارک ټایمز بیا ولیکل: هغه څه چې د بودایي ورانکارو لخوا ترسره کیږي په عراق او سوریه کې د داعش له کړنو سره کافي ورته والي لري.
خو دریغه دریغه، که په عین حال کې مونږ د عربي نړۍ د ځینو معتبرو اخبارونو سرمقالو، تبصرو او تصویرونو ته لڼډه کتنه وکړو نو د لمړیو پاڼو عنوانه به د عربانو د خپل منځي تربګنیو او یو بل د لمن له پورته کولو څخه ډکې وي. په منځنیو پاڼو کې به سپورتي خبرونه او د نارینه لوبغاړو د رنګه نیکرونو تصویرونه ګورو او په وروستیو صفحو کی به د ډرامو او فلمونو د تنکیو پیغلو په زلفو او لب سیرینو باندې اوږدې او پلنې تبصرې لولو.
که د برما د حکومت د وحشتونو په وړاندی د غربي نړۍ مشران چوپ او یا بی تفاوته دي، شاید خپلې انګیرنې او حسابونه به لري، خو دا چې د ۵۷ اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان غړي هیوادونه یواځی د غندنې په پیغامونو او بنګله دیش ته د څو خیمو په استولو بسیا کوي، دا یوه نه جبیره کیدونکې غلطي او د انساني ضمیر په تندي یو تور داغ دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320