سپما

ایمل پسرلی

34

د فابریکې د لویې دروازې پر ژېړې لوحې لیکل شوي وو:

– عزت په کار کې دی.

انجینیرانو چې د روبوټونو لومړۍ جوپه راوسته ، ویې ویل:

– دا دي اوسپنیز انسانان.

هېچا پورته ونه کتل. کامران، چې کلونه یې غوږونو د ماشینونو شور اورېدلی و، پوزې یې دوړه کش کړې او تېل بوی کړي وو، خپلو لاسونو ته وکتل. ګوتې یې پړسېدلې، ستړې او کلکې شوې وې. د ده تر څنګ یو نوی روبوټ ولاړ و. نه یې ستړیا پېژنده، نه یې شکایت درلود، نه یې د پرون ورځې کومه خاطره په حافظه کې پاتې کېده.

د شرکت مشر، ایډورډ سولمن، کارځای ته راغی. داسې ځای ودرېد چې ټولو کارګرو لید. غږ یې ارام و، خو خبره یې سخته وه:

– که سپما ونه کړو، فابریکه به وتړل شي.

یوه کارګر ورغږ کړل:

– څه پاتې دي چې ویې سپموې؟

ایډورډ لکه له رازونو خبر مشر چې د کشر ساده پوښتنه اوري، موسکی شو:

– ښه پوښتنه ده. ځواب یې باید ټول په ګډه پیدا کړو، موږ او دا تر څنګ ولاړ اوسپنیز ملګري.

کارګرو روبوټونو ته سترګې ورواړولې. هغوی بې‌ حرکته، تابع او امر ته منتظر ولاړ وو.

په څو میاشتو کې، د فابریکې لوی سالون بدل شو. ګڼه ګوڼه کمه شوه. بیا خبرې کمې شوې. ورو ورو، د انسانانو غږ ورک شو. کارګران لاړل ، اول هغه چې په خپله خوښه تلل، بیا زاړه او بیا ورو ورو ځوانان.

روبوټونه پاتې شول. کار یې په دقت کاوه، منظم وو، د دوی پښې ښورېدې، لاسونه یې خوځېدل، تاوېدل، تلل راتلل، لکه مېږیان چې په یوه ټاکلې لار روان وي.

انجینرانو د هغوی شور هم غلی کړ. سالون ورو ورو د روغتون د هغې خونې غوندې شو چې مرګوني ناروغان پکې پراته وي.

کامران بې ‌کاره شو. په کار پسې و، هر ور او هر ځای یې وغوښت، کار نه و. ورځې اوږدې، وخت ډېر ورښکارېده. ماشومان په کمپیوټرونو بوخت وو. سپین ږیريو عبادت ته مخه کړې وه، ځوانانو لوری ورک کړی وو.

سیاستوالو بحثونه پیل کړل.

– که انسان کار نه لري، مرسته باید ورسره وشي.

اقتصادپوهانو وویل:

– انسان باید ځان له نوي وخت سره عیار کړي.

حکومت پرېکړه وکړه:

– روبوټونه باید مالیه ورکړي.

د فابریکو څښتنانو مقاومت وکړ، کاربندۍ یې وکړې، خو بالاخره یې غاړه کېښوده. روبوټونو مالیه ورکړه ، نه تېروتنه وه، نه دروغ، نه غلا، دقت و. خو ستونزه حل نه شوه. د روبوټونو مالیه په دې مانا شوه چې بیې لوړې شي. خلکو پیسې نه لرلې. بازار ډک وو، خو نندارچیان وو پېرېدونکي چا نه لېدل.

ایډورډ سولمن د دفتر له کړکۍ بهر وکتل. واټ له خلکو ډک وو، ګڼه ګوڼه وه، خو د خلکو لاسونه خالي وو. ده خپل مشر ته ولیکل:

– باید انسانان بېرته پر کار وګومارل شي. همدا د سپما تر ټولو ښه لار ده.

کامران بېرته فابریکې ته راغی. خوښ و خو حیران شو، اوس ماشینونو امر کاوه، انسانانو باید اطاعت کړی وای.

ناڅاپه، هر څه ودرېدل. روبوټونو کار بند کړ. هغوی پوښتنه وکړه:

– د انسانانو د راستنېدو منطق څه دی؟

ایډورډ وویل:

– موږ دا د سپما لپاره کوو.

یوه روبوټ ځواب ورکړ:

– انسان سرعت نه لري، ورو دی، ناروغېږي، رخصتي غواړي. دا سپما نه د پیسو ضایع ده.

د ایډورډ سپین باړخو سور شو، لکه شاګرد چې د استاد ځواب نه لري، موسکی شو، په بې سېکه غږ یې وویل:

– هر څه منطق نه وي.

روبوټونو وویل:

– موږ یوازې منطق پېژنو.

روبوټونو کار پرېښود. نه شور و، نه قهر، نه شکایت او ګیله.

فابریکه ودرېده. دروازې وتړل شوې. انسانان بېرته کورونو ته ستانه شول. د فابریکې پر کړکیو د غڼو ځالې جوړې شوې. نری تار د کړکۍ د چوکاټ تر زنګ وهلي وسپنې وغځېد. نه ماشین و، نه انسان، نه امر نه اطاعت. د وره په سر لا هم لوحه ځړېده.دوړې پرې پرتې وې، لوستل یې ګران شوي وو. که به ښه ورته ځیر شوې ، پرې لیکلي و:

– عزت په کار کې دی.

تر لاندې، د غڼې ځاله ورو ورو غټېده ، لا پکې هېڅ شی نه و ګېر شوي.

د سهار ۱۰ بجې او دوې دقیقې

د مۍ ۲۷ مه ۲۰۲۶

لندن

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.