په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې په چټکۍ سره لوړې شوي دي، چې دا وضعیت د عامو خلکو اندېښنه زیاته کړې ده.
د بیو د بې ځایه لوړیدو اصلي لامل د ځینو سوداګرو او هټیوالو بې انصافه چلند دی، چې یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیسي او د خلکو ستونزو ته پام نه کوي.
د دې کړنو له امله ډېرې کورنۍ په دې سوړ ژمې کې له اقتصادي محدودیتونو سره مخ او ژوند یې له اندېښنو او رواني فشارونو سره مخ کیږي.
ځینې سوداګر او هټیوال یوازې خپلې ګټې په نظر کې نیسي، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم یا د مذهبي ورځو لکه؛ اخترونو او روژې په مبارکو ورځو کې د توکو نرخونه تر نورو ورځو دوه برابره لوړوي. دغه ډول چلند بې انصافي ده او د خلکو د ستونزو پر وړاندې بې پروايي ښيي.
سوداګر ځینې وختونه خپلې ګټې د بې ځایه پلمو په وسیله خلکو ته بیانوي، لکه د ډالرو د نرخ لوړوالی یا له پاکستان سره د سوداګرۍ بندیز. خو اوس مهال د ډالرو نرخ د تیر وختونو په پرتله ثابت پاتې دی او له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لارې خلاصې دي. نو د دې دلیلونو په رڼا کې د خوراکي توکو نرخونه لوړېدل بې ځایه او غیر منطقي ښکاري.
هېوادوال په کلکه له اسلامي امارت څخه غواړي، چې د بې انصافه سوداګرو او هټیوالو مخنیوی وکړي او د سرغړونې په صورت کې قانوني سزا ورکړي، څو خلک د اقتصادي فشار او بېوزلۍ له ستونزو ووځي.
هېوادوال وايي، ملت د سختو اقتصادي شرایطو سره مخ دی او ډېرې کورنۍ بې وزله دي، نو د خوراکي توکو بیې باید په مناسبه کچه وساتل شي.
د بیو بې ځایه لوړوالی نه یوازې د خلکو ژوند سختوي؛ بلکې د ټولنې په اقتصاد منفي اغېزې هم لري. که سوداګر په خپلو ګټو تمرکز وکړي او د خلکو ستونزې له نظره وغورځوي، نو ټولنه له اقتصادي ستونزو سره مخ کیږي.
د حل لپاره اړینه ده، چې د بیو د کنټرول او اړوندې ادارې په فعال ډول د بازار څارنه وکړي او د هر ډول سرغړونې په صورت کې جدي اقدام ترسره کړي.
که سوداګر او هټیوال په خپلو ګټو محدود پاتې شي او د خلکو د اړتیاوو او ستونزو په اړه فکر ونه کړي، د ټولنې بېوزلي او اقتصادي ستونزې به لا ډېرې شي. اسلامي امارت او اړوندې ادارې باید دا مسله جدي ونیسي، څو خلک پرته له اقتصادي او رواني فشارونو څخه د خپل ژوند اړتیاوې پوره کړي.
په پای کې باید بیا ځلې یادونه وشي، چې سوداګر او هټیوال دې په خپل سر بیې نه لوړوي! اسلامي امارت دې له سرغړونکي کسانو سره قانوني چلند وکړي، ترڅو نورو ته عبرت شي، چې خپلسري کړنې ترسره نه کړي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.