اکسون مجله، دوه ویشتمه مقاله
په اوسني وخت کې په هېواد کې بېلابېلې ورځپاڼې چاپ کېږي خو ډېر لوستونکي لا نه دي خبر چې دا کومې ورځپاڼې دي. زموږ دفتر ته په اوونۍ کې څو ډوله ورځپاڼې راځي خو د ګوتو په شمېر لوستونکي هم نه لري. په اصل کې خبره دا ده چې په دې برخه کې هېڅ عامه پوهاوی نه دی شوی، تر اوسه ما داسې کومه غونډه نه ده لیدلې چې څو کسان د مجلې او ورځپاڼې په ارزښت په کې خبرې وکړي.
په ټوله کې دا خبره کېږي چې په اوسني پېر کې ځکه څوک د ورځپاڼې او مجلې مطالعه نه کوي چې خلک په ټولنیزو رسنیو کې بوخت شوي خو دا خبره بیا په نورو هېوادونو کې اپوټه ده، خلک د ټولنیزو رسنیو ترڅنګ اخبار او مجله هم لولي خو زموږ په هېواد کې په اصل کې دې چارې ته هېڅ کار نه دی شوی.
څه وخت مخکې د افغانستان عامه کتابتون د مجلاتو تالار ته لاړم، په سلګونو بېلابېلې مجلې، ورځپاڼې او جریدې د کلکسیونونو په ډول په کې پرتې وې، تر ټولو نادره خو لا دا وه چې نوي ورځپاڼې هم کلکسیون کېدلې خو زه په ډاډ ویلی شم چې د ګوتو په شمېر څو تنو به لوستې وي. که رښتیا خبرې ته راشو؛ د ورځپاڼې او مجلې چاپ په هېواد کې د عادت له مخې ترسره کېږي، نه د اړتیا له مخې. د ورځپاڼې اداره اړه ده چې ورځپاڼه چاپ کړي لوړو مقاماتو ته یې ولېږي او هغو ځایونو ته یې ولېږي چې یوازې کلکسیون کېږي، نور یې یادې ارادې نه د فیډ بک په غم کې دي او نه په دې کې دي چې زموږ کار څومره ګټه وکړه او څومره تاوان؟
څه وخت دمخه یې په انیس ورځپاڼه کې لیکلي وو چې په غزه کې دومره اسراییلي ځواکونه شهیدان شول! خو په بله ګڼه کې یې د پالیسۍ پر اساس بښنه هم نه وه راغلې، له دې معلومېږي چې دلته دا کار یوازې د عادت له مخې کېږي.
دا پړه له هر چا دمخه د اطلاعاتو او کلتور پر وزارت وراوړي ځکه چې یاد وزارت دنده لري چې په دې برخه کې کار وکړي، غونډې، سیمینارونه او په ټوله کې د ورځپاڼې د مطالعې لپاره نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړي چې په عمومي ډول په خلکو کې د مطالعې فرهنګ بېرته را ژوندی شي.

د مطالعې فرهنګ لپاره باید د کتاب لوستنې سیالۍ جوړې شي چې ګډون وال یې په ښو ډالیو ونازول شي، کوښښ وشي چې لا نور نوښتونه رامنځ ته شي چې په بازار کې د کتاب خرڅلاو روان شي. د افسوس ځای دی چې لسګونه میلیونه پښتنو ته یوازې ۱۰۰۰ ټوکه کتاب چاپ کېږي خو په لسو کالونو کې یې دوه سوه یا درې سوه هم نه پلورل کېږي؛ دا وړه خبره نه ده، بلکې لویه او زړه بوږنوونکې خبره ده!
زموږ د دفتر په کتابتون کې لس زره کم او زیات کتابونه دي خو سره له هڅو او ستونزو موږ نه یو بریالي شوي چې هره ورځ د ګوتو په شمېر لوستونکې ولرو.
په دې وروستیو کې زموږ خپرندویو ټولنو ډېر شمېر کتابونه چاپ کړل، بېلابېلې ژباړې وشوې خو موږ یوازې په ټولنیزو رسنیو کې بدرګه کړل، نه مو فزیکي غونډې ورته جوړې کړې او نه مو هغه خپرندویې ټولنې ونازولې چې لوی کتابونه یې زموږ لپاره چاپ کړي وو.
زما په اند لومړی باید خپرندویه ټولنې د خرڅلاو په پالیسۍ بېرته له سره فکر وکړي ځکه چې په یو ۷ میلیوني ښار کې چې ډېری وګړي یې لوستي دي، ولې ورځپاڼه او مجله زر (۱۰۰۰) ګڼې نه په کې پلورل کېږي؟ حکومت ته په کار دي چې په دې برخه کې د خصوصي بنسټونو لاسنیوی وکړي او لوستی ځوان نسل مسوولیت لري چې په هر ځای کې د مطالعې حلقې جوړي کړي او خلک د کتاب لوستنې ته راوبولي.
موږ به هغه وخت یو بریالی ملت وو چې مطالعه وکړو!
Ibrahim.imann24@gmail.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.