د کتاب نړیوالې جایزې

لیکوال: پوهندوی ګل رحمن رحماني

124

اکسون مجله، شپاړلسمه مقاله

سریزه:
د یوې معتبرې نړیوالې جایزې تر لاسه کول که له یوې خوا لیکوال له نورو متفاوت ګرځوي، له بلې خوا د هغه د هڅونې سبب ګرځي او کتاب یې هم د کتاب په بازار کې ځانګړی نوم او ځای پیدا کوي. ښايي د کتاب د جایزو تنظیموونکو همدې ټکي ته پام سره د کتابونو لپاره د جایزو د رامنځته کولو پرېکړه کړې وي، هغه جایزې چې هر کال بېلابېلو اثارو او په زیاته کچه کې ادبي اثارو ته ور کول کېږي. دا هم یو واقعیت دی چې ګڼو د نړیوالو ادبي جایزو ګټونکو کتابونو له دې جایزې وړاندې ځينې ځايي یا سیمه ییزې وړې جایزې هم ګټلې دي. په نړیوالو جایزو کې ځينې داسې هم دي چې یوازې کتاب ته نه، بلکې یوه ځانګړي لیکني ژانر ته هم ورکول کېږي. د دې جایزو په اډانه کې یو ستاینلیک، تندیس، مډالونه او په ډېرو موردونو کې نغدې پیسې هم شاملې دي، چې په حقیقت کې د لیکوال له کارونو څخه مادي ملاتړ دی. د کتاب لپاره تر ټولو پخوانۍ جایزه چې له مخینې یې نږدې یوه پېړۍ اوړي، د نوبل ادبي جایزه ده چې ادبي اثارو ته ورکول کېږي.
د مقالې موخه: دا مقاله د مطالعې په پار د رامنځته کېدونکې مجلې د لوستونکو لپاره لیکل شوې ده، خو تر ټولو ستره موخه یې دا ده چې لیکوال دې په ناخبري ډول د کتاب جایزو د تر لاسه کولو هیله ولري، خو په مخامخ ډول دې د دغه جایزو د تر لاسه کولو لپاره کتاب نه لیکي. اوس د هر لیکوال لپاره اړینه ده چې لږ تر لږه د جایزو له نومونو سره اشنا شي.
۱. د امریکا کتاب نړیواله جایزه
د «National Book Award» یا د کتاب ملي جایزه د فرهنګ او هنر په برخه کې د نړۍ تر ټولو لویه جایزه ګڼل کېږي او په حقیقت کې د امریکا د کلنیو جایزو یوه ټولګه ده. د ورکړې مراسم یې هر کال په نومبر میاشت کې تر سره کېږي چې داوري یې د امریکا د کتاب ملي بنسټ په غاړه ده او په دوو برخو وېشل کېږي: لومړی جایزه په بېلابېلو حوزو کې د امریکا ملي کتاب بنسټ له لوري غوره شوو لیکوالو ته ورکول کېږي او دویمه بیا هغو دوو لیکوالو ته ده چې خپل ټول عمر یې د هنري او ادبي برخې لپاره کړی وي. د امریکا د کتاب ملي جایزه لومړی ځل په ۱۹۳۶ لمریز کال د امریکا د کتاب پلورنې ټولنې له لوري جوړه شوه، خو دا چې ورسره سم نړیواله جګړه پیل شوه، دغه کلنۍ جایزه هم بېرته پای ته ورسېده، د دویمې نړیوال جګړې نه وروسته په ۱۹۵۰ کال دغه جایزه امریکا کې د چاپ صنعت په برخه کې بیا پیل شوه او ګټونکي یې وتوانېدل چې خپل اثار له کوم زماني محدودیت پرته په ټاکلې ساحه کې وړاندې کړي، د جایزې تازه ارزښت هغه مهال پیل شو چې د کتاب ملي بنسټ تصمیم وینوه، چې د کتاب ملي بنسټ هم ورڅخه د جایزو برخه کې ملاتړ وکړ او د لیکوالو له فرهنګي ټولنې یې ملاتړ وکړ، د لیکوالۍ ارزښت ورسره لوړ شو او د امریکايي غوره شوو اثارو په پېژندنې سره د فرهنګي غوړېدنې کچه لوړه شوه، حال دا چې پخوا د کتاب ملي جایزه یوازې په ښوونیزه برخه کې فعالیت درلود او موخه یې هم یوازې سواد زده کړه وه.
له دې جایزې څخه د لیکوالو شکایت دا دی چې پروسه یې ډېره اوږده ده، لامل یې هم څرګند دی او هغه دا چې زیات اثار چاپېږي او د ښو غوره کول یې د چټکې کار نه دی. دغه اثار د ژوري پلاوي له لوري په پیل کې په څلورو برخو وېشل کېږي. داورانو له ۲۰۱۳ کال راهیسې تصمیم نیولی چې هر کال به د سپټمبر میاشت کې د لسو غوره کتابونونو د عنوانونو لړلیک خپروي. وروسته بیا دغه لېست په اکتوبر میاشت کې پنځو ته راځي او نهایتاً په نومبر میاشت کې دغه پنځه اثار په هره برخه کې اعلانېږي. مادي اړخ یې سل زره ډالر، یو مډال او د برنزو مسجمه ده.


۲- نوبل ادبي جایزه
د نوبل ادبي جایزه په نړیواله کچه د ادبیاتو تر ټولو مهم او معتبره جایزه ده چې له ۱۸۹۵ کال راهیسې انګلیسي ژبو او یا هم په انګلیسي ژباړل شوو اثارو ته ورکول کېږي. دا جایزه د نوبل اکاډمۍ په پنځو جایزو(فزیک، کیمیا، سولې، طب او ادبیاتو) څخه یوه ده چې ګټونکي ته يې د کار په ترڅ کې د غوره هڅو له امله ور کېږي.
دغه معتبره جايزه د پياوړي سويډني عالم الفرډ برنهارډ نوبل(١٨٣٣-١٨٩٦) د وصيت له مخې رامنځته شوې ده او د هغه د نامه په وروستاړي(نوبل) ونومول شوه.
نوموړى نوښتګر، کيمياپوه، مهندسن او وسله جوړونکى و چې د لومړي ځل لپاره يې ډيناميټ اختراع کړ او د بوفورس په نامه د وسلو جوړولو کمپنى مالک و، خو د عمر په وروستيو کې يې پام شو چې بشريت ته يې تباه کوونکې ډالۍ وړاندې کړې ده، ځکه خو يې خپله ټوله شتمني د خيرښېګڼې چارو کې د نوبل جايزې مخکښانو ته وبښله.
د دې جایزې ګټونکی د سرو زرو یو مډال، یو افتخاري دیپلوم او یوه اندازه نغدې پیسې تر لاسه کوي چې اندازه يې د نوبل بنسټ د کلني عاید سره تړاو لري.
تېر کال (۲۰۱۷) د دې جایزې ګټونکی جاپاني الاصله برېتانوی لیکوال کازو ایشي ګورو و چې دا جایزه ورکړل شوه چې په دې حساب تر دې دمه د دې جایزې تر ټولو وروستی ګټونکی دی.

۳- سروانټس جایزه
سروانټس ادبي جایزه د اسپانیا د کلتور وزارت له لوري د مشهور اسپانيايي لیکوال میګل دو سروانټس په یاد اسپانیايي ژبو لیکوالو ته ورکول کېږي او پیل يې له ۱۹۷۶ کال راهیسې شوی دی.
دا جایزه اسپانيایي ژبې ته د درناوي په موخه د اسپانیا د ژبو اکاډمي له لوري ورکول کېږي چې مالي اندازه يې ۱۲۵ زره یورو ده.
۴- پولېټر جایزه
پولېټر جایزه بیا یوازې د ادبیاتو اړوند نه ده، بلکې د موسیقي او انلان خبریالۍ یا ورځپاڼه لیکنې په برخه کې هم ورکول کېږي او په ۱۹۱۷ کال کې په امریکا کې رامنځته شوې ده چې د کلمبیا پوهنتون له لوري په نیوریاک کې د جوزف پولېټرز په یاد ورکول کېږي.
دا جایزه ټولټال ۲۱ برخې لري چې په ۲۰ برخو کې هر غوره شوی کس ۱۰ زره ډالر تر لاسه کوي د ورځپاڼه لیکنې برخې ګټونکي ته یو د سرو زرو مډال ورکول کېږي.
۵- پن فاکنر ادبي جايزه
پن فاکنر ادبي جايزه چې مالي اندازه يې ١٥ زره ډالر ده، د نوبل ګټونکي ليکوال ويليام فاکنر په نوم د هغه د بنسټ (فاکنر بنسټ) له لوري رامنځته شوې ده. دا جايزه په امريکا کې د کال غوره ليکوال ته چې د امريکا تابعيت ولري ورکول کېږي.
په دې پروسه کې څلور هغه ليکوال چې نهايي پړاو ته رسېدلي وي، ٥٠٠٠ ډالري نغده جايزه تر لاسه کوي. دا جايزه د لومړي ځل لپاره په ١٩٨١ کال کې ورکړل شوه. پن فاکنر جايزه چې د پن د بنسټ د جايزو يوه برخه ده. په ٢٠١٢ کال کې جولي اتوسکا ته ورکړل شوه، د بورا ايزن برګ، شرمن الکسي، جوزف اونيل او کرېسټن سن هغه مشهور ليکوالان دي چې په تېرو کلونو کې يې دا جايزه ګټلې ده.


۶- د “کاستا کتاب” جايزه
کاستا به انگلیستان کې له تر ټولو مشهورو او معتبرو ادبي جايزو څخه ګڼل کېږي او هغه ليکوالو ته ورکول کېږي چې په انګليستان و ايرلند کې زيات پېژندل شوي او مطرح شوې وي. دا جايزه په شپږو برخو کې لومړى رومان، دويم رومان، ژوند ليک، لنډې کيسې، شعر او د ماشومانو لپاره د غوره کتاب ليکوال ته ورکول کېږي.
د ګټونکي څخه هر يوه ته ٥٠٠٠ پونډه جايزه ورکول کېږي او د دې ټولو له منځه بيا يو کتاب د تر ټولو غوره اثر په توګه پېژندل کېږي چې ٣٠ زره پونډه د اصلي جايزې په توګه اخلي.
کاستا جايزه لومړى ځل په ١٩٧١ کال کې رامنځته شوه چې (وايټ برد) نومېده، خو وروسته په ٢٠٠٦ کال کې د (کاستا) کتاب په نوم واوښته.
۷- “د ګارډين لومړی کتاب” جايزه
دا جايزه هم هر کال د انګليسي ژبې لومړيو اثارو او يا هم د نورو ژبو هغه تازه کارو ليکوالو ته ورکول کېږي چې اثر يې انګليسي ته ور ژباړل شوى وي. د جايزې موخه دا ده چې په ادبياتو کې د ټولو اړوندو ژانرونو نوي استعدادونه معرفي کړي.
دا جايزه د کتاب د يو شمېر لوستونکو او ليکوالو له خوا ارزول کېږي او د کارډين لومړۍ جايزې ګټونکي ته ١٠ زره ډالر ورکوي او تر څنګ يې په ګارډين ورځپاڼه کې د هغه د کتاب لپاره کمپاين کېږي.

۸- فرانتس کافکا جایزه
فرانټس کافکا جایزه (The Franz Kafka Prize) یوه نړیواله ادبي جایزه ده چې د الماني داستان لیکوال فرانس کافکا په ویاړ هر کال ورکول کېږي او لومړی ځل په ۲۰۰۱ کال ورکړل شوه چې د فرانټس کافکا د بنسټ او نورو دولتي بنسټونو په ملاتړ د چک جمهوریت پراګ ښار کې ورکول کېږي. ګټونکی یې لس زره ډالر، یو افتخاري دیپلوم او برنزي مجسمه تر لاسه کوي. هغه مهال یې زیات شو چې د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۵ کال نوبل ګټونکي الفردي جلینک او هارولډ پینټر دغه جایزه وګټلې.
۹- بوکرمن ادبي جایزه
بوکرمن جایزه هم د داستاني ادبیاتو اړوند ده او په ځانګړی لنډ نوم (بوکر) سره پېژندل کېږي. دا جایزه هر کال د انګلیسي ژبې تر ټولو غوره ناول ته چې د انګلیسي ژبو وګړو او یا هم د برېتانیا او ایرلنډ جمهوریت د ګاونډیانو له لوري لیکل شوی وی، ورکول کېږي. دا جایزه په نړیواله کچه د کتاب پر ژباړه او د پلور کچې پر لوړېدو سخت اغېز لري او ګټونکی يې له مالي اړخه هم ۵۰ زره پونډه تر لاسه کوي.
دې جایزې ته له ۱۹۹۲ کال راهیسې روسي برخه هم ورکړل شوې ده. په همدې ډول له ۲۰۰۵ کال نه وروسته نړیواله برخه کې ور زیاته شوې او په کابل کې یو ځل تر ټولو لیکوال ته چې کتاب يې په انګلیسي ژبه ژباړل شوی وي، ۶۰ زره پونډه نغدي جایزه ورکوي.
د اسیاسي بوکر جایزې له پیل سره هم یوازې د ختیځې اسیا هېوادونه په پام کې ونیول شول، خو له ۲۰۱۱ کال نه وروسته قزاقستان، قرغیرستان، ترکیې، تاجکستان او ایران اثار هم چې انګلیسي ته ژباړل شوي وي، د جایزې لپاره ارزونې ته وړاندې کېږي. عربو هم د متحده عربي اماراتو په نوښت او د (بوکرمن) په ملاتړ سره د (عربي بوکر) جایزه منظوره کړې ده.
۱۰- کنګور ادبي جايزه
دا جايزه په ١٨٩٦ کال کې د فرانسوي منتقد او ليکوال اډمونډ دو کنګور د وصيت له مخې رامنځته شوې ده او هر کال د فرانسوي داستانو ادبياتو داسې اثر ته ورکول کېږي چې په همغه کال کې خپور شوى وي او ليکوال يې په خپل ژوند کې يوازې يو ځل اخيستلى شي.
خو يوازې رومن ګاري هغه استثنايي ليکوال دى چې دا جايزه يې دوه ځله اخيستې ده، يو ځل په ١٩٥٦ کال کې د اسمان رېښو ناول او بل ځل هم په اميل اژار نامه سره په ١٩٧٥ کال کې د ځان پر وړاندې ژوند ناول له برکته اخيستې ده.
ددې جايزې اکاډمي د رومان تر څنګ په څلورو نورو برخو، لومړى ناول، لنډه کيسه، ژوند ليک او شعر په برخه کې هم ګټونکي معرفي کوي. سره د دې چې د دې جايزې نغدي برخه ناڅيزه ده، خو د ليکوال په شهرت او اثارو ته په بازار موندنه کې ستر رول لري.
۱۱- فمينا ادبي جايزه
فمينا د نړيوالو ادبي جايزو څخه يوه مهمه جايزه ده، خو يوازې په فرانسوي ادبياتو په ځانګړي ډول داستان پورې اړه لري. دا جايزه په ۱۹۰۴ کال کې د يو شمېر فرانسوي ښځينه ليکوالو او دوو مجلو(فمينا او وي اورز) له خوا رامنځته شوه.
د دې جايزې په رامنځته کولو کې د (ښکلي ژوند) مجلې ٢٢ ليکوالو ستره ونډه درلوده او وروسته يې فمينا بنسټ هم رامنځته کړ. د جايزې ژوري پلاوي ټولې غړې ښځې دي.
دا جايزه چې اوسمهال يې مادي ارزښت۵۰۰۰ فرانکه کېږي، هر کال هغه کتاب ته ورکول کېږي چې ښځې يا نر په فرانسوي ژبه ليکلی وي. ژانر يې داستان يا رومان وي او ګټونکی يې يو شخص دی.
۱۲- سټريډ لينډګرن ادبي جايزه
دا جايزه هم د نړۍ له معتبرو ادبي جايزو څخه ده چې د ماشوم ادب يا د ماشوم لپاره غوره ليکل شوي کتاب ته ورکول کېږي. دا جايزه د ماشوم او تنکیو ځوانانو لپاره د غوره سويډني ليکوال سټريډ لينډګرن له مړينې وروسته دود شوه او ګټونکي يې معمولاً داسې کسان دي چې ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته ليکنې کوي. مالي ارزښت يې ٥٠٠٠ سويډني پيسې(کرون) کېږي.
۱۳- اورنج ادبي جايزه
اورنج ادبي جايزه د ښځينه ليکوالو داستاني ادبياتو ته ځانګړې شوې او د انګليسي مطرحو ادبي جايزو څخه ده. دا جايزه د هر مليت ليکوالو ته ورکول کېږي، خو په دې شرط چې رومان يې په انګليسي ژبه ليکلى او په انګليستان کې يې خپور کړى وي. د دې جايزې چارې د اورنج کمپنۍ سمبالوي او د جايزې نغدي برخه ٣٠ زره پونډه ده.
۱۴- د هانس کرېسټین انډرسن ادبي جایزه
دا جایزه تقریباً د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره د ادبیاتو تر ټولو مهمه ادبي جایزه ده چې کله کله ورته
“کوچنی نوبل” هم ویل کېږي. دا جایزه په هرو دوو کلونو کې یو ځل د ځوان نسل لپاره کتاب نړیوال دفتر له لوري په دوو برخو کې چې لیکوال او انځورګران په کې شامل دي، ورکول کېږي.
د دې جایزې د نومونې وجه هم د ماشومانو لپاره د ډنمارکي افسانو د لیکوال هانس، کرېستین اندرسن له نوم سره تړلې ده او غوره شوي کسان خپله جایزه د ډنمارک له ملکې څخه تر لاسه کوي.
د ارزونې لپاره يې د لیکوالو او انځورګرانو یوه ځانګړې ډله مسوولیت لري چې لیکلي اثار او انځورونه چې د ماشومانو او نوو ځوانانو لپاره مهم پیغامونه لري، و ارزوي.
۱۵- د برېتانیا کتاب جایزه
د برتیا د کتاب جایزې (British Book Awards) چې د (Nibbies) په نامه هم پېژندل کېږي. هر کال د انګلستان تر ټولو غوره لیکوالو، اثارو او کتاب پلورونکو ته ورکول کېږي. دغه جایزه په ۱۹۹۰ کال د فرد نیومن له خوا رامنځته شوې، خو له ۲۰۱۷ کال راهیسې د (The Bookseller) خپرندوی بنسټ له لوري اداره کېږي.
۱۶- کسټا ادبي جایزه
د کسټا ادبي جایزه په ۱۹۷۱ کال کې په (Whitbread Book Awards) نامه پیل شوه او په ۲۰۰۶ کال کې د کاسټا قهوې شرکت سپانسر شوه او نوم یې هم بدلون وکړ. هغو لیکوالو ته ورکول کېږي چې انګلیس یا ایرلنډي وي او خپلې لیکنې یې په انګریزي ژبه خپرې کړې وي. د کتاب په غوراوي کې د کتاب ولسي محبوبیت په پام کې نیول کېږي. ګټونکی یې ۵۰۰۰ انګلیسي پونډ تر لاسه کوي.
۱۷- سارک ادبي جايزه
دا جايزه هم د سارک سازمان شاوخوا ١٤ غړو هېوادونو هغو ليکوالو او فرهنګيانو ته ورکول کېږي چې د کال په اوږدو کې يې په خپلو هېوادونو کې د فرهنګي ودې او ادبي فعاليتونو په برخه کې لاسته راوړنې درلودلې وي او کار يې موثر تمام شوى وي.
سره د دې چې دا جايزه ډېره مخينه نه لري او ممکن تر غړو هېوادونو او سازماني تګلارې پورې يې محدوديت هم ادبي اهميت يو څه را کم کړي، خو د ستاينې وړ اقدام دى. روان کال (٢٠١٨) افغان ليکوال نجيب الله منلي ته ورکړل شوې ده.
دا وې ځینې لويې او کوچنۍ ادبي جایزې چې هم د دولتي او نادولتي معتبرو ارګانونو له لوري د ادبیاتو د غوړېدو او لیکوالو ته د حوصلې ورکولو په موخه هر کال ورکول کېږي، له شک پرته چې دغه کار په ټوله کې ادبیاتو ته خدمت دی، خو له نقد او نیوکو هم خالي نه دی.
پر دا ډول جایزو یوه تر ټولو ستره نیوکه هم ځانګړو توکمونو او هېوادونو پورې د جایزو انحصار او د ژوري پلاوو پر ارزونه نیوکې دي چې کله کله هېوادوني او ژبني او تړاوونه پالي او ګویا د اثارو اصلي ماهیت او محتوا له پامه باسي، د دې تر څنګ له ادبي جایزو د سیاسي نفوذ او موخو لپاره د ګټه اخیستنې موضوع تر نیوکو لاندې ده.
ممکن په ځینو نورو هېوادونو کې په محلي کچه دا ډول ځينې جایزې موجودي وي، خو له منظم تسلسل او بې پرې والي يې خلک په ځانګړي ډول لیکوال ډاډمن نه دی. په دې وروستیو کې په افغانستان کې د “کتاب ښار” په نامه یوه نا دولتي بنسټ د ادبیاتو برخه کې د (زرین کړکي) په نوم ادبي جایزې هڅې پیل کړې دي.
۱۸- د ادبیاتو نړیواله جایزه نوسټا
د ادبیاتو نړیواله جایزه نوسټاد یا (Neustadt International Prize For Literature) په هرو دوو کلونو کې د ادبیاتو برخه کې د اوکلاهاما پوهنتون او نني نړیوال ادبیات خپرندویه بنسټ له لوري ورکول کېږي او ګڼ څېړونکي یې د نوبل له جایزې سره پرتله کوي. دا نوم ورباندې په ۱۹۸۲ کال کې نیویارک ټایمز ورباندې اېښی دی او د خپل تاسیس (۱۹۸۲) راهیسې ۳۰ ګټونکو ته ورکړل شوې ده. یوه ځانګړي اثر ته ورکول کېږي. د جایزې مالي ملاتړ د اوکلاهاما پوهنتون له لوري کېږي چې ګټونکی یې یوه شهادتنامه د ګورب یو نقه يي وزر او ۵۰۰۰۰ پنځوس زره ډالر تر لاسه کوي. د ګټنې حوزه یې ډرام، شعر او داستان دی.
۱۹- پولیټزر جایزه
دا جازه (The Pulitzer Prize) د نولسمې پېړۍ د نامتو ورځپاڼه لیکونکي جوزف پولیټزر له لوري رامنځته شوې ده چې د خپلې زیاتې شتمنۍ په برخه کې یې دا جایزه د ادبیاتو، ورځپاڼه لیکنې، پر لیکه ژورنالېزم، موسیقۍ او څو نورو هنري برخو کې رامنځته کړه، خو د څارنې پروسه یې د کلمبیا پوهنتون له لوري تر سره کېږي. دا جایزه په ۲۱ بېلابېلو ساحو کې ورکول کېږي، چې مادي اړخ یې ۱۵۰۰۰ امریکا ډالر دي. دا جایزه له ۱۹۱۸ کال راهیسې پیل شوې ده.
۲۰ – د ښځو داستاني جایزه
د ښځو داستاني جایزه یا (Women’s Prize for Fiction) د انګلستان له غوره جایزو څخه ده چې تر دې وړاندې داستاني نارنجي جایزه بلل کېده او هر کال یوې داسې کیسه لیکوالې ته ورکول کېږي چې اثر یې په انګلستان کې په انګلیسي ژبه خپور شوی وي. د جایزې لپاره د ګټونکې مېرمنې هېوادنی هویت په نظر کې نه نیول کېږي.

۲۱ – هوګو جایزه
د (The Hugo Award) جایزه هم یوه کلنۍ جایزه ده چې تر ټولو غوره تخیلي اثارو ته ورکول کېږي او کوربه یې هم د علمي تخیلي داستانونو نړیوال کنوانسیون دی. د هوګو جایزه د نړۍ په کچه د علمي تخیلي داستانونو پېژندل شوې جایزه ده. دا جایزه په بېلابېلو برخو کې ورکول کېږي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې یې ګټونکي اثار په اولسو مکتوبي او ننداریزو بڼو باندې وشل شوي دي. جایزه لومړی ځل په ۱۹۵۳ کال کې ورکړل شوه، ګټونکي یې تر ټولو غوره داستان لیکوال، غوره مجله خپرونکي او ننداره لیکونکي دي.
۲۲- لیکوالو ته وارویک جایزه
د لیکوالۍ لپاره د وارویک ادبي جایزه (Warwick Prize For Writing) د ۲۰۰۸ کال په جولای کې د وارویک پوهنتون له خوا رامنځته شوه چې د څو څانګو تر منځ د لیکوالۍ لپاره یوه سیالي ده. په دې سیالۍ کې د پوهنتونونو فارغان او کارکوونکي خپل ادبي اثار په انګلیسي ژبه وړاندې کوي، بیا یې مخته کتنه کېږي، ګټونکی ته جایزه ورکوي او مادي ارزښت یې ۲۵۰۰۰ پونډه تر لاسه کوي. په دې اثارو کې علمي څېړنې، رومان، شعر، برېښنالیکونه او نندارلیکونه شامل دي.
۲۳- د استروګا شعر شپه ادبي جایزه
دا جایزه هر کال په مقدونیه ښار کې د شعر په اړه تر سره کېږي، چې ګټونکي شاعر ته د ګلانو طلايي تاج ور په سر کوي. دا جشن لومړی ځل په ۱۹۶۱ کال کې د مقدوني شاعرانو تر منځ تر سره شوه. دا جایزه په ۱۹۶۶ کال په یوه نړیوال فرهنګي جشن بدله شوه، چې لومړی ګټونکی یې رابرټ روژدستونسکي دي.
۲۴- د ګوډریدز لوستونکو منتخبه جایزه
دا د یوه ځانګړي پلټفارم (Goodreads Choice Awards) نوم دی چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په کې ګډونوال خپل کتابونه وړاندې کوي او وروسته د جایزې لپاره نوماند ګرځول کېږي. لوستونکي هم رایه ورکوي او په پای کې ډېر ستایل شوی کتاب د جایزې وړ ګرځي. د څېړونکو په اند دا جایزه د لوستونکي له لیده د نړۍ تر ټولو مهمه جایزه ده، ځکه چې لوستونکي خپل لیکوال ستايي.
۲۵- د امریکا قلم ادبي جایزه
د امریکا قلم ادبي جایزه (Pen America Literary Awards) په ۱۹۶۳ کال پیل شوې ده. هغه مهال ډېر مخکښ ادیبان د دې جایزې ګټونکي شوي دي. د دې بنسټ د شریکانو له لوري په ۲۰ بېلابېلو برخو کې ورکول کېږي چې شعر، داستان، مقاله، علمي لیکنې او نورې څانګې په کې شامل دي. د ورکړې پر مهال یې په ۲۰ برخو کې امتیازات ورکول کېږي چې تحصیلي او څيړنیزې بورسیې هم په کې شاملې دي.
پایله
پورتنۍ جایزې د نړۍ تر ټولو مشهورې جایزې دي او شهرت یې له دوو اړخونو سره تړلی دی، یو دا چې د ځینو ځواکمنو هېوادونو له ملاتړ څخه برخمنې دي او دویم دا چې د ډېرو مشهورو ادیبانو یا مخکښو بنسټونو له لوري رامنځته شوې چې د ټولنیز اعتبار له مخې یې جایزه هم ټولنیز او نړیوال ارزښت لري. بل ټکی چې په پایله کې ورته اشاره اړینه بولم، دا دی چې دا جایزې اکثره له ادبیاتو سره یو اړخ لري، ځکه چې کتاب لیکنه، لیکوالي او کتاب تر خپل جلا مسلک وړاندې له ادبیاتو او ژبې سره تړلی دی. د جایزو یو ارزښت هم د هغو په تاریخي مخینه کې دی چې تاریخي حیثیت یې اوسنی مسیر هم ټاکي. ګڼې نورې جایزې بیا د سیالۍ له مخې رامنځته شوې چې اوچت علمي ارزښت ته رسېدل یې په وخت او د ورکوونکي په چلند پورې تړلی دی.
G.rahman_rahmani@yahoo.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.