کابل ښار کې د اوبو کمښت؛ ښځې او ماشومان په ډېر کړاو له اوبو ډکې بوشکې تر خپلو کورونو وړي
کابل (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۴): پرلهپسې وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدو د کابل ښار ځینو سیمو کې ښځې او ماشومان اړ کړي څو د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره له لرو ځایونو د اوبو درنې بوشکې تر خپلو کورونو ولېږدوي؛ هغه کار چې د ډاکټرانو په وینا، د ملا د ډېسک، د بندونو د درد او پښتورګو د ستونزې په څېر ناروغیو پیدا کېدو لامل ګرځي.
د پژواک د یوه راپور له مخې، د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدل، د اوبو د سرچينو ناسم مدیریت او د نفوس بېساري زیاتوالی، کابل ښار له جدي چاپېریالي ستونزو سره مخ کړی دی، د اوبو کمښت د پلازمېنې کابل په یو شمېر برخو کې ګڼې کورنۍ اړ کړې څو د ساعتونو لپاره د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ټانکرونو ته په صفونو کې ودریږي او یا د اړتیا وړ اوبو پوره کولو لپاره اوږده واټنونه ووهي.
پژواک خبري اژانس د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند د سرخاباد په جبارخان سیمه او مهدیه ښارګوټي کې له یو شمېر ښځو او ماشومانو سره مرکې کړې چې هغوی په خپلو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو د کچې ټیټېدو په تړاو اندېښمن دي او وايي، د څښاک لپاره د اړتیا وړ اوبو ترلاسه کولو لپاره اوږه واټنونه وهي.
د دیارلسمې ناحیې د اوسېدونکي محمدهادي هاني په خبره، د سرخباد په جبارخان سیمه او مهدیه ښارګوټي کې د ځمکې لاندې اوبو کچه د اوو کلونو مخکې په پرتله ډېره ټیټه شوې ده او ډېری کورنۍ په خپلو کورونو کې د ژورو کوهیانو د کېندلو توان نه لري.
هغه زیاته کړه: «په همدې دوو سیمو کې ان تر ۷۰ مترو پورې اوبه نشته، په وروستیو پنځو کلونو کې چې د دې سیمې خلکو څاګانې کیندلې، له ۱۲۵ تر ۱۲۸ مترو پورې اوبه پیدا شوې دي.»
زینب چې له لرې فاصلې د اوبو راوړلو له امله د ملا په ډېسک اخته شوې ده
د جبارخان سیمې اوسېدونکې ۲۸کلنه زینب د لسګونو هغو ښځو له ډلې ده چې له تېرو اتو کلونو راهیسې هره ورځ په سره لمر کې د څو لېټره اوبو ترلاسه کولو لپاره خپله روغتیا په خطر کې اچوي.
زینب په داسې حال کې چې ژېړې بوشکې یې اخیستې وې او ګړندۍ د خپلې سمیې د جومات اوبو د نل پر لور روانه وه – هغه ځای چې هره ورځ ورځي – پژواک خبري اژانس ته وویل: «هره ورځ، سهار او ماښام، له هغه جوماته چې یوه خیر رسوونکي کس پکې څاه وهلې، اوبه راوړم.»
هغه له دې وروسته چې نوبت یې راورسېد او د اوبو ډکې بوشکې یې پورته کړې، په سختۍ او ورو ورو په لاره روانه شوه؛ کله به یې نفس ودرید او د دمې کولو لپاره په لاره کې کېناسته، د تندي خولې یې د ټیکري په پیڅکه وچې کړې او ویې ویل، دا یې د هرې ورځې کار دی او ډېره ترې ستړې شوې ده.
هغې چې د ملا، پښو او لاسونو له درده یې شکایت درلود زیاته کړه: «د دغو بوشکو وړل ډېر راته سخت شوي، هډوکي مې نور توان نهلري، فکر کوم چې د ملا په ډسک اخته شوې یم.»
د برېښنا دوامداره پرچاوي د هغو کسانو لپاره بل سرخوږی دی چې له دغه جوماته اوبه وړي؛ ځکه هغوی باید د ساعتونو لپاره په تمه پاتې شي څو برق راشي او له واټرپمپه خپلې بوشکې ډکې کړي.
هغه وايي: «کله کله د ساعتونو لپاره په تمه پاتې کېږم څو د اوبو پمپ چالان شي.»
د هغې په خبره، په سیمه کې یې ډېرې کورنۍ د اوبو کچې ټیټېدو او په خپلو کورنو کې د ژورو څاګانو د کیندلو د توان نه درلودو له امله اړ دي چې له خپلو ګاونډیانو، جوماتونو او نورو ځایونو د اړتیا وړ څښاک اوبه ترلاسه کړي.
خو دا یوازې زینب نه ده، بلکی لسګونه مېرمنې، نارینه، لوی او کوچني هلکان او نجونې د اوبو ترلاسه کولو لپاره دغه جومات ته راځي او داسې ورځې هم راځی چې ډېر شمېر کسان په صفونو ولاړ وي.
د کابل د مهدیه ښارګوټي په ګردجنو کوڅو کې یوه ۱۴کلنه نجلۍ په مړاوو سترګو او ستړو لاسونو هره ورځ له کورته تر جوماته همدا لار وهي څو د څښاک لپاره اوبه راوړي. هغه زهرا نومېږي، د مهدیه ښارګوټي اوسېدونکې ده او له نیمیايي ډېر عمر یې د اوبو د کمښت ستونزه کې تېر کړی دی.
هغې په ارام خو له حسرته په ډک غږ وویل: «اوه کلنه وم چې د اوبو راوړل مې پیل کړل، موږ سمې اوبه نه لرو، مجبور یو چې هره ورځ له جوماته اوبه راوړو.»
د زهرا کوچني وروڼه له هغې سره د اوبو په راوړلو کې مرسته کوي؛ ځکه هغه په یوازې ځان د اړتیا وړ اوبه نه شي پوره کولای.
زهرا وايي: «هره ورځ له جوماته په نوبت له پنځو تر شپږو بوشکو اوبه وړو.»
هغه یوه شېبه فکر کوي او ناهیلي انداز وايي: «لومړی مې چې لیدل چې ملګرې مې اوبه راوي، فکر کاوه چې د اوبو راوړل اسانه کار دی، خو اوس پوهېږم چې دا کار څومره سخت دی، لاسونه او پښې مې ډېر درد کوي.»
زهرا او زینب په داسې حال کې د اوبو د لېږد له امله د ملا، پښو او لاسونو له درده شکایت کوي چې ځینې ډاکتران د اوبو د لېږد په ګډن د درنې کارونو کول د یو شمېر ناروغیو د رامنځته کېدو لامل بولي.
ډېری مرکه شوي د خپل بدن د غړو له درده شکایت کوي.
خو دا یوازې د مهدیه ښارګوټي او د جبارخان سیمې اوسېدونکي نه دي چې له دې ستونزې سره مخ دي، بلکې د کابل ښار په نورو ځایونو کې هم د اوبو د کمښت ستونزې شته.
ډاکتران: د درندو کارونو کول د بېلابېلو، په ځانګړې توګه د هډوکو د ناروغیو رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
کابل ښار کې د اورتوپيدي او تورماتولوژي جراح ډاکتر محمد صمیم کریمي وویل، د اوبو لېږدولو په ګډون د درندو کارونو کول پر خپلې اغېزې لري.
هغه زیاته کړه: «خو ښځې د خپل فطري جوړښت پر اساس ډېرې په ځينو ناروغیو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي، په ټوله کې، اورتوپیدي ناروغۍ په ښځو کې ډېرې لیدل کیږي.»
هغه د ښځو او ماشومانو له لوري د اوبو لېږدولو ته په اشارې وویل: «هغو وزنونه چې د ښځو په وسیله له یوه ځای بل ځای ته لېږدول کیږي، په سمه توګه یې انډول نه برابریږي، همدا نه انډولي که د وخت په تېرېدو دوام پيدا کړي، له بده مرغه د یو شمېر اورتوپيدي ستونزو لکه د بندونو د سولېدو لامل ګرځي.»
د هغه په خبره، د بندونو د سولېدو ترڅنګ، د ملا ډېسک، د بندونو د التهاب او مفصلي روماتیزم لامل هم ګرځي او دغهراز په ښځو یا ځوانانو او د منځني عمر په خاوندانو کې چې د ودې په حالت کې وي، د ملا د فقراتو یا مهرو ډېسکونه رامنځته کیږي.
نوموړي سپارښتنه وکړه، هر کله چې په ملا، پښو یا غاړه کې کوم درد پیدا شي نو ژر تر ژره باید اړوند ډاکتر ته مراجعه وشي.
هغه ټینګار کوي چې که دغه دردونه دوام پیدا کړي، ښايي د بدن نورو غړو ته هم سرایت وکړي.
هغه له کورنیو وغوښتل چې د څښاک پاکو اوبو په برابرولو کې دې نارینه ډېره مرسته وکړي.
خو هغه وویل: «که ښځې اړ وي چې درانده کارونه وکړي، نو اړینه ده چې نرم پایزار په پښو کړي او اوبه په څو دمو راوړي.»
په ورته مهال، د عمومي داخله ناروغیو متخصص ډاکتر اشرف پارسا وايي: «د افغانستان په ټولنه کې یوه ستونزه د اوبو کمښت دی، زموږ زیاکښ قشر ښځې دي، دا اوبه د ښځو په وسیله انتقالیږي.»
نوموړی له ۵۰ کلونو د ډېرو کسانو او امیندوارو مېرمنو لپاره د درندو وزنونو پورته کول خطرناک بولي.
نوموړی زیاتوي، که له ۵۰ کلونو د ډېر عمر کسان په دوامدار ډول درانه کارونه، په ځانګړي ټوګه اوبه له یوه ځای نه بل ځای ته ولېږدوي، دا کار کېدای شي د وخت په تېرېدو سره د ملا د ډېسک او د ګونډو د سولېدو لامل وګرځي.
یادې سرچینې وویل چې له لرې ځایونو د ښځو له لوري د اوبو لېږدول، په ځانګړي توګه د امېندوارۍ په لومړیو درېیو کې، کېداي شي د جنین د پرلهپسې سقط لامل شي.
ډاکټر پارسا سپارښتنه وکړه، د دې لپاره چې له بېلابېلو ناروغیو، په ځانګړي توګه د ملا له ډېسک ناروغۍ خوندي پاتې شئ، د غاړې او ملا بندونه وکاروئ.
هغه له اسلامي امارته د اوبو برابرولو غوښتنه وکړه څو ښځې له بېلابېلو ناروغیو په خوندي پاتې شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.