د غ-زې ښار د فلسطین یوه ډېره وړه یا کوچنۍ ټوټه ده، نور فلسطین ماډرن او رک روغ دی؛ په عکسونو کي يې هسکۍ ماڼۍ وینئ چي له آسمان سره خبري کوي؛
هو رشتیا! هلته نجوني ښوونځيو ته هم ځي!!
د فلسطین دا کوچنوټی ښار د بېلابېلو ادیانو د جنوني پلویانو د نالوستۍ په اور کي سوځي، خصوصاً د یهودیانو، عیسیانو او مسلمانانو تر منځ.
د دې ښار سرناخلاصه، سرټمبه، نالوستي او په بې باوره باورونو عقيده لرونکو عربانو د خپل هیواد دا له برمونو ډکه ټوټه د یهودو په عقیدوي او فزیکي اور هله وسوځوله،؛ کوم وخت چي دوی په غ-زه کي خپل ځاني او خانداني کورونه پر اسرائیلي یهودانو په قطعي ډول د نن څخه تقریباً اتيا کلونه مخکي وپلورل.
هو رشتیا! هلته نجوني ښوونځيو ته هم ځي!!
ایا فلسطیني عربان د روغو عربانو رحم ته کښنې؟ نه هیڅکله نه “خدای دي هغوی نه بخښي” ځکه روغ عربان روغه کوnه په ماهیانو نه خوري.
د ٢١_پېړۍ د عرب په فطرت کي د جنګ الف و با نسته، د هغوی ټول فوکس پر سیاست او اقتصاد دی. يوازي شهزاده سلیمان د سیاسي اړیکو د رغوني لپاره په راتلونکو لسو کلونو کي تر ٣٥٠ملیارډونو ډالرو اضافه سرمایه ګزاري کوي، تر څو نه يوازي د عربستان او امریکا سیاسي او ټولنيزي اړيکي لا او لانوري قوي سوي وي، بلکي همدومره درې چنده ګټه یې عربستان ته راوړي “بې دریغه وسلې” ځکه د نړۍ سیاسي راتلونکی د فيوډالانو دی، سليمان به فیوډال کیږي، په عربستان کي د دوی په اصلاح د ډیموکراسۍ لمر روښانه کوي، غ-زه به په سیمه کي د امریکا په ګټه د امریکايي استخباراتو تود نغری وي. خو بیا هم د غ-زې سیاسي راتلونکی د فلسطین په لاس کي دی، چي په جهنم یې بدلوي او که يې د امریکايي استخباراتو په مېنه؛ خو په ګلشن یې بدلوي. يعني غز-ه به هم د فلسطین وي هم به نه وي.
هو رشتیا! په فلسطین کي نجوني ښوونځيو ته هم ځي!!
غ-زه په ٢٠٠٥م کال کي د عربستان او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د فلسطین برخه سوه، له هغه مخکي د اسرائیلو تر واک لاندي وه، دا د یاسر عرفات د حکومتولۍ وخت و؛ خو غزه تر هغه مخکي هم پر آرامه نه وه.
یو بل تریخ خو منوونکی حقیقت دا دی چي هلته شاوخوا مېشت عرب دا مني چي اسرائیل خورا زياتي مځکي لري، خو د عالم له شرمه د غ-زې نوم نه اخلي، ځکه بيا يې له امریکا سره د يارۍ بربنډي ښې اړيکي خرابیږي.
دا چي دا ښار د نړۍ مسلمانانو، یهودانو او عيسايانو ته زیات اهمیت لري، نو د ټولو مقدس ځای یې بللای سو، خو بیرته د دغو جاهلانو په جهالت کي سوځي.
د ١٩_پېړۍ په نيمايي کي د افغان وطن د عدم تشدد سرلاري خان عبدالغفارخان “باچاخان” فلسطین ته سفر وکړ، د غ-زې او د فلسطین د ځينو نورو برخو سرټمبه عربانو ته یې په یوې خطابیه کي وویل چي لطفاً خپلي مځکي پر اسرائیلو مه پلورئ، دا ستاسي وطن دی، ويې رغورئ او له خیالپلونو را بهر سئ! خو دوی نه منله او په دې عقيده ول چي که خپل جایدادونه سل ځلي هم وپلوري، نو خدای به یې بیرته دوی ته وسپاري. فلسطینیان د اماراتو او عربستان تر اوسنیو عربانو په کراتو مراتو عیاشان ول. دوی له آسمانه د من و سلوا په تمه د شرابو په نشو کي غرق و ترک ول.
نن یې غ-زه په معنوي او فزیکي ډول د بایلات تر پولو هم ور تېره کړه ده. پر غ-زه جنګ دی خو؛
هو رشتیا! په فلسطین کي نجوني ښوونځيو ته هم ځي!!
عربان وايي چي يو وخت اسرائیل د مصر له رود نیل څخه شروع د لبنان تر دښتو، حتا د جبل الطور څخه ور هاخوا مځکو کي آباد ول او دا ټوله سيمه د دوی د مور په شرعي قباله وه او شتمن ژوند يې درلود.
هو رشتیا! په فلسطین کي هغه وخت هم نجوني ښوونځيو ته تلې!!
یهود تر بېلابېلو دورو راوتلي دي، پر دوی مسلمانانو داسي لو ګډ کړی و چي له عیسایانو سره یې جنګ و جدل هېر کړ، د مسلمانانو په اصطلاح دوی اسرائیلو ته د سر په کاسو کي اوبه ورکړي، ښځي یې ورڅخه بېولي او مالونه یې د غنیمت په نوم چور سوي، دلته نو اسرائیلو له عیسویانو سره د خپلي يارۍ تار تر ډونالډ ټرامپ پوري راورسوئ، تر هغه ور هاخوا د ادیانو په اړ و دوړ کي تر پخوا په عیسایاتو کي د یهودستېزۍ دهنیت وده وکړه. د دغه دواړو ادیانو پلویان په یو و بل کي سره ووپیېل سول.
ع ب مشران وايي، اسرائیل هم د پخوا غوندي د خپلو سیمو پر شا سوي او دا مهال پر خپل عقیدوي تمځای “غ-زه” باندي سره راټول دي، غواړي دلته نژدې ژوند وکړي، دوی عقيده لري چي دلته يې مځکي اخیستي او جنت ته هم ور لنډ دي. دا عقيده یې يوازي جنګ کوونکي سرتيري لري، مشران يې د ډېرو لويو موخو په سبب د غ-زې لپاره هر تور و تورتم مني او رامنځته کوي.
فلهذا؛ پر ټول فلسطین جنګ نه دی، يوازي يې پر ٧% مځکي “غ-زه” چي شاوخوا ٢.١ میلیونه اوسیدونکي لري، ټول فلسطین شاوخوا ٥.٨ میلیونه نفوس لري د نړۍ د ټولو مسلمانانو شمېر ٢.٢ میلیارډه دی. خو لا هم فلسطین او مسلمانان د ٩.٤ میلیونو اسرائیلو په مقابل کي د لوی عرب د رحم په اور کي سوځي.
او هو رشتیا!!
د فلسطین په ٩٤% مځکه کي د آرام او سکون ژوند روان دي او هلته نجوني ښوونځيو او پوهنتونو ته هم ځي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.