مقدمه
نن ورځ د اسلام دښمنانو په پټ او ښکاره ډول، د مسلمانانو ترمنځ د تفرقي او نفاق د پيداکولو، د ملتونو د تضعيفولو او له دې لاري خپلو اهدافو ته د رسېدلو په موخه مختلف تعصبات رامنځته کړي دي، چي په پايله کي يې ټولني او ملتونه په خپلمنځي شخړو اخته او بهرنيو لاسوهنو ته لار هواريږي، تعصب مختلف اقسام لري چي ټول يي د اسلام د مبين دين له نظره حرام او بد ګڼل شوي دي نو موږ او تاسو هر يو منحيث مسلمان مکلف يو ترڅو د يوې امن، هوسا، پرمختللي او مينناکي ټولني د ايجاد په موخه لومړى ځانونه او بيا د ټولني ټول وګړي د تعصب له زيانونو او ناوړه پايلو څخه خبر او د خپل مسوليت په دايره کي يو خوشباوره او له هر ډول تعصباتو او نفرتونو څخه پاک او پر امنه چاپيريال رامنځته کړو.
د تعصب پېژندنه:
د ظلم باوجود يا هم د ظلم سره سره د خپل قوم مرستي، حمايت او ملاتړ کولو ته تعصب وايې. ياهم په ناحقه او ډير شدت سره د هعي ډلي حمايت، ملاتړ او ورسره دريدلو ته وايې چي يوشخص په قوم ژبه نژاد او مذهب کي ورسره اشتراک او ګډون ولري او يا هم د نورو په مقابل کي د خپل قوم، ژبى، مذهب او کورنۍ لويې بيانولو او په هغې باندي بې ځايه افتخار کولو ته تعصب وايې. په لنډ ډول که ووايو تعصب دې ته وايې چي يو شخص پرته له دې چي په يوه قضيه کي دا معلومه کړي چي حق کوم لوري ته قرار لري، د عدل او انصاف فيصله څه ده د خپل قوم، هم ژبو، هم مذهبو او د خپلي سيمي او کلي د اوسيدونکو تر څنګ ودريږي، په داسي حال کي چي په اسلام کي د مرستي، حمايت او کومک معيار حق او عدل ده. يعني حق چي د هر چا په اړخ کي وي اسلام د هغوۍ د حمايت او ملاتړ حکم کوي، هغه که پردى وي او که خپل، لري وي که نږدې، او که څوک په ناحقه وي د هغوۍ سره درېدل ظلم او تعصب ګڼي چي تعصب بيلابيلو ډولونو ته شامليږي:
مذهبي تعصب: کله چي يو شخص خپل مذهب د نورو مذهبونو په پرتله غوره وګڼي.
قومي تعصب: کله چې يو شخص خپل قوم یا ټبر د نورو قومونو په پرتله غوره او بهتر وګڼي.
نژادي تعصب: کله چې د انسانانو د رنګ او نژاد پر اساس توپیر رامنځته شي.
سمتي تعصب: کله چې د یوې ځانګړې سیمې خلک د نورو سیمو خلکو ته د ښه یا بد په سترګه ګوري.
ژبنی تعصب: کله چې د یوه ځانګړي ژبې ویناوونکي د نورو ژبو خلکو ته کم اهميت ورکوي.
اسلام او تعصب:
پورتني ټول تعصبات لکه مذهبي، قومي، نژادي، سمتي او ژبني له ټولو قراني احکامو او اصولو سره په ټکر کي دي ځکه رسول ص فرمايې( څوک چي د تعصب تر بيرغ لاندي ووژل شو نو مرګ يې د جاهليت مرګ ده) که وګورو د افغانستان سپى په هغي ژپه غاپي په کومه چي د هندوستان سپى هم غاپي د افغانستان پيشو په هعي ژبه غږ کوي په کومه چي د ايران پيشو هم غږ کوي مګر د انسانانو ژبي د هري منطقې او هيواد له يوبل سره فرق کوي څه وجه ده؟ داځکه چي الله تعالي انسانان د خپل معرفت او پېژندني لپاره پيداکړي دي نو ځکه يې د هعوۍ په ژبو کي اختلاف راوستى ده چي په همدې اختلاف سره هغوۍ الله تعالي وپيژني چي واه زما ربه څومره قادر ذات يې چي له يو مور او پلار يعني ادم او هوا څخه دي د مختلفو ژبو او رنګونو انسانان پيداکړي دي الله تعالي فرمايې (وَاخْتِلٰفُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوٰنِكُمْ) يعني ستاسو د ژبو او رنګونو په اختلاف کي زما نښانې دي نو دغه نښاتې ځکه حيواناتو ته نه ورکول کيږي چي هعوۍ د الله تعالي د پيژندني صلاحيت نه لري کنه نو د افغانستان حيواناتو به پښتو او د ايران حيواناتو به فارسي ويله نو د ژبو او رنګونو اختلاف د جنګ، تفرقې او بيلولو لپاره نه ده بلکي د الله تعالي د معرفت او پېژندلو لپاره ده خو متاسفانه چي موږ او تاسو ژبه، قوم، رنګ او نژاد د الله تعالي د يادولو او پېژندلو پر ځاى پر نورو د فضيلت او بهتري يوه وسيله بولو په داسي حال کي چي الله تعالي فرمايې “يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَىٰ وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا ۚ إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ” [الححرات١٣] ژباړه: اې خلګو بې شکه پيدا کړي مو ياستٸ له يوه نر او ښځي او بيا مو څانګي او قبيلي وګرځولٸ ددې لپاره چي يو بل وپېژنٸ په تاسو کي معزز او بهتر په نزد د الله هغه ده چي ډېر پرهيز ګار وي.
خداى تعالي په قران عظيم الشان کي واضح کړي چي پر قوم، خېل او قبېله د انسانانو د ويش هدف شناخت، تعرف او پېژندنه ده. نو ويلاى سو چي په اسلام کي د فضيلت او بهتري معيار ژبه، قوم او نژاد نه، بلکي تقوا او پرهيزګاري ده.
د تعصب زيانونه:
تعصب چي په ټولنه کي د ظلم، فساد، وژنو، جنګونو، وينو تويولو، او ډول ډول ستونزو او مشکلاتو لامل ګرځي يوه اروايي ستونزه ده چي د يوې ټولني د وګړو تر منځ کرکي او نفرتونه رامنځته کوي، د يوې ټولني د بقا او پرمختګ مخه نيسي، د يوې ټولني وګړو ته ددې پرځاى چي سوکالي راولي بدمرغي او ويجاړي راولي، تعصب مو ټولنه د بې سوادي او کورنيو شخړو پر لور بيايې چي همدا کورنۍ شخړي بلاخره د يوه هيواد او يوې ټولني پر تجزيه کېدو جلا کېدو او ټوټه کېدو تماميږي.
د تعصب د مخنيوي لاري:
د تعصب د مخنيوي لپاره په ملي او نړيواله کچه د بيلابيلو ټولنو جوړولو ته اړتيا ده چي د همدې ټولنو په راس کي بايد داسي سپيڅلي، پر انساني ارزښتونو مين او بشر دوسته اشخاص قرار ولري چي په تمامه مانا ټولو ديني، قومي، مذهبي، ژبني او سمتي توپيرونو ته په ارزښت قاٸيل او هيواد او انسانيت ته ژمن وي ترڅو داسي پروګرامونه وړاندي کړي چي په خلګو کي د ميني، محبت، اخوت،صميميت، خواخوږۍ او انسان دوستۍ جذبه پيدا، پياوړي او د انساني ټولني ټول وګړي له هر ډول توپيري چلند څخه پکى ځان مصٶن احساس کړي.
پايله
تعصب چې د ظلم او ناحقه ملاتړ یوه بڼه ده، د انسانانو تر منځ د نفاق، کرکې، او شخړو لامل ګرځي. اسلام د تعصب هر ډول بڼه په کلکه رد کړې ده او د قرآن کریم او نبوي احادیثو له لارې یې موږ ته لارښوونه کړې چې د عدل او انصاف له مخې د حق ملاتړ وکړو. تعصب د ټولنې د پرمختګ مخه نیسي او د بې سواده پاتې کېدو، داخلي شخړو، او ملي تجزیې سبب ګرځي نو په همدې اساس موږ ټول مکلف یو چې د تعصب پر وړاندې مبارزه وکړو او د یوه داسې سوله ییز چاپېریال په جوړولو کې برخه واخلو چې د انسانانو تر منځ یووالی، محبت، او عدالت پیاوړی کړي نو د دې ناوړه پدیدې د مخنیوي لپاره د ملي او نړیوالو هڅو، د محبت او اخوت د ارزښتونو پیاوړتیا، او د بشرپاله مشرانو شتون اړین دی. په اخره کي الله تعالي ته دا سوال کوم چي يا الله ته مو د تعصب له دې بدمرغي ناروغۍ څخه چي په ټولنه کي د ظلم، فساد، وژنو، جنګونو، وينو تويولو، او ډول ډول ستونزو او مشکلاتو لامل ګرځي وساتي تر څو د اسلام تر سيوري لاندي ارام ډاډمن او هوسا ژوند ولرو.
له تعصباتو کرکو اونفرتونو څخه د يوې پاکي نړۍ او افغانستان په هيله.
مأخذونه
١-د قوم، سيمي، ژبي او رنګ د تعصب اصلاح، عارف الله.
٢-عثماني محمد تقي(٢١٤م)، کينه مه کوٸ، خپل نيتونه سم کړٸ
٣- اميد سيد امرالله (٢٠١٥م)، ټولنيز ارزښتونه، د افغانستان ملي تحريک فرهنګي څانګه
۱٢جدي ۱۴۰۳ – ١ جنوري ٢٠٢٥
غزنی
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.